د ایران فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې لوبډله به ېې هرو مرو راتلونکي میاشت پېلېدونکي نړیوال جام کې ګډون وکړي خو په ټکو یې ځینې اندیښنې یې باید په پام کې ونېول شي.
د ایران خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې کمیسیون په ټينګار سره ویلي چې "د ایران ګډون حتمي دی او کوم بهرنی فشار یې مخه نشي نیولی." فدراسیون همداراز د لوبو له کوربه هېواده د ایران د ځینو اندیښنو لېرې کولو باندې ټینګار کړی دی.
د ایران د فوټبال فدراسیون همداراز ویلي " ایران به د خپلې عقیدې او کلتور کې په پام کې نیولو سره په سیالیو کې ګډون وکړي."
د ایران د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې ریښتیني جګړه د فوټبال په لوبغالي کې ده او کوربه هېواد دې ستونزې نورو ډګرونو ته له وړلو ډډه وکړي.
د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام راتلونکې میاشت د امریکا، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب پیلېږي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي و چې دی د ایرانۍ لوبډلې د ګډون هر کلی کوي خو په دې نه پوهېږي چې په داسې وضعیت کې به د ایران لوبډلې ته په سیالیو کې ګډون مناسب کار وي.
له دې مخکې د ایران فوټبال لوبډلې له دې کبله چې ټولې سیالۍ یې امریکا کې پلان دي او دوی ته ښایي امنیتي ستونزې پېښې شي په دغو سیالیو کې د ګډون پر څرنګوالي بحثونه راپورته کړې وو.