تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د فرانسې ولسمشر ته د پزشکیان ګیله؛ د امریکا چلند "له شا په چړې د وهلو غوندې دی"

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په خبرو کې د امریکا چلند "له شا په چړې/خنجر د وهلو غوندې" بللی. هغه ویلي چې واشنګټن اوس خپله ډېپلوماسي په "ګواښونو کولو، فشار راوړلو او د بندیزونو په لګولو" باندې ورټوله کړې ده او ایران باور نه شي پرې کولی.

    د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تهران دوه ځلې له امریکا سره خبرې پیل کړې خو هر ځل له مذاکراتو سره هممهاله پر ایران پوځي بریدونه شوي دي.

    په اعلامیه کې د ښاغلي پزشکیان له لوري ټینګار شوی چې د اغېزمنو خبرو لپاره باید جګړه پای ته ورسېږي او دا ضمانت باید وي چې بیا به هېڅکله هم امریکا د ایران پر ضد "له دوښمنۍ ډک ګام" نه اوچتوي.

    پزشکیان همداراز ویلي چې په بشپړ ډول د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه خبرې هم هغه وخت ممکنې دي چې امریکا خپله سمندري کلابندي پای ته ورسوي.

    د ایران د ولسمشرۍ ماڼې د بیان له مخې، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د اوربند ملاتړ کړی او منلې یې ده چې د امریکا له لوري سمندري محاصره او پر لبنان د اسرائيل بریدونه له اوربنده په سرغړونه کې راځي. ښاغلي مکرون زیاته کړې چې فرانسه له امریکا سره د ایران په خبرو او پر تهران د بندیزونو په لرې کولو کې د اسانچاري په توګه مرسته کولی شي.

    د ایران او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ دا څرګندونې داسې مهال تبادله کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ماښام د خپل اټکل له مخې ویلي چې له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي خو په وینا یې، ایران ته د اټومي وسلو لرلو "اجازه" نه شي ورکولی.

  2. وروستی, ایران په هرمز تنګي کې د جنوبي کوریا د بېړۍ په چاودنه کې لاس لرل رد کړل

    ایران په فارس خلیج کې د جنوبي کوریا په کښتۍ کې شوې چاودنې او اورلګېدنې کې د خپلو ځواکونو هرراز لاس لرل رد کړل.

    په سیول کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "ایران په کلکه او په بشپړه توګه هره هغه ادعا ردوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه دې په هرمز تنګي کې د جنوبي کوریا د یوې بېړۍ د زیانمېدو په پېښه کې ښکېل وي".

    درې ورځې مخکې په هرمز تنګي کې د جنوبي کوریا په یوه باروړونکې کښتۍ کې چاودنه وشوه او اور یې واخیست. په پېښه کې څوک مړه یا ژوبل شوي نه دي.

    د دغه هېواد د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار سونګ‌لاګ تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې تر اوسه روښانه نه ده چې دا پېښه د کوم برید په پایله کې رامنځ‌ته شوې ده او که نه.

  3. وروستی, د حزب الله یو جګپوړی قومندان په بیروت کې د اسرائيل په برید کې وژل شوی

    حزب الله ته یوې نږدې سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې یو جګپوړی قومندان یې د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډه کې د اسرائيل په برید کې وژل شوی دی.

    دا د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۶ له اوربند راهیسې په بیروت کې د اسرائيلو لومړی برید دی چې پرون شوی دی.

    سرچینې د وژل شوي قومندان نوم مالک بلوط ښودلی چې د حزب الله د ځانګړو (رضوان ځواکونو) قومنده ورسره وه.

    په یوه ناتاييد شوي خبر کې دا هم ویل شوي چې برید پر هغه کور شوی چې د همدغو ځواکونو ځینې مشران پکې ناست وو.

    د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې د برید هدف د حزب الله د رضوان ځواکونو قومندان و.

  4. وروستی, واشنګټن پوسټ: ایران د امریکا پوځي اډو کې لږ تر لږه ۲۲۸ ودانۍ او بنسټونه تخریب یا له منځه وړي

    د امریکايي ورځپاڼې "واشګنټن پوسټ" په یوه ځانګړي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د سپوږمکۍ انځورونو د تحلیل له مخې د ایران هوايي بریدونو د جګړې له پیل راهیسې "لږ تر لږه ۲۲۸ ودانیو او تاسیساتو ته" زیان رسولی یا یې ویجاړ کړي دي؛ دا تاسیسات د امریکا پوځ له خوا کارېدل.

    د راپور له مخې، دغو بریدونو د امریکا په پوځي اډو کې د الوتکو هنګرونه، د سرتېرو استوګنځي، د سونتوکو زېرمتونونه، الوتکې او مهم راداري، مخابراتي او هوايي دفاعي تجهیزات په نښه کړي دي.

    واشنګټن پوسټ لیکلي چې د زیان اندازه "تر هغه څه ډېره زیاته ده چې د امریکا حکومت تر اوسه منلې یا مخکې راپور شوې وه."

    څو ورځې مخکې CNN هم په ورته راپور کې ویلي وو چې په سیمه کې لږ تر لږه ۱۶ امریکايي اډو ته "پراخ زیان" اوښتی دی.

    ورځپاڼه زیاتوي چې د چارواکو په وینا، د ایران د هوايي بریدونو ګواښ دومره جدي و چې "ځینې امریکايي اډې د عادي پوځي استقرار لپاره ډېرې خطرناکې شوې" او قوماندانانو د جګړې په پیل کې ډېری ځواکونه د ایران د بریدونو له واټنه بهر انتقال کړل.

    خو یوه امریکايي پوځي ویاند واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د دغو زیانونو ارزونه باید "د پراخې ماتې یا لویې ناکامۍ" په توګه تعبیر نه شي، ځکه د تخریب دقیق ارزول پېچلي دي او ځینې وخت "ګمراه کوونکي" هم کېدای شي.

    هغه ویلي چې امریکايي قوماندانان به د جګړې له پای وروسته وکولای شي د ایران د بریدونو بشپړ انځور وړاندې کړي.

    د امریکا د دفاع وزیر پېټ هیګسېټ تېره اونۍ د امریکا کانګرس ته ویلي وو چې له ایران سره د جګړې لګښت ۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، خو هم‌مهاله یې ومنله چې د هغو وسلو او تجهیزاتو ځایناستی کول چې امریکا په جګړه کې کارولي، ښايي میاشتې یا حتی کلونه وخت ونیسي.

    همداراز پنټاګون ه ایران سره د جګړې تر پیل وروسته د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره له کانګرس د څه باندې ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودیجه غوښتې، چې د پخوا په پرتله شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

  5. وروستی, د حماسد مشر خلیل الحیة زوی د غزې په اسرائیلي برید کې ټپي شوی

    د حماس د مشر خلیل الحیة زوی د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ټپي شوی دی.

    دغه بریدونه پرون چهارشنبه د غزې پر بېلابېلو سیمو ترسره شول او د ملکي دفاع او روغتونونو د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۶ فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

    د فرانس پرس خبري اژانس د طبي او امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې عزام الحیة، چې د خلیل الحیة زوی دی، په دغو بریدونو کې ټپي شوی دی.

    خلیل الحیة د غزې د حماس مشر او له اسرائیلو سره د خبرو اترو د پلاوي مشر هم بلل کېږي.

    اسرائیل نژدې هره ورځ په غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې اسرائیل او حماس دواړه یو بل د اوربند د تړون په ماتولو تورنوي.

  6. وروستی, د تبریز نړیوال هوايي ډګر الوتنې بېرته پیل شوې

    د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د تبریز نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانیستل شوی دی.

    دغه ملکي هوايي ډګر د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال تر برید لاندې راغلی و، چې د الوتکو ځغاست‌لېکه (رن‌وې) او د کنټرول او مخابراتو مرکز ته یې زیان رسېدلی و.

    اوس، د بیارغونې د کار تر بشپړېدو وروسته، هوايي ډګر "په بشپړ ډول" بېرته فعال شوی او خپلې الوتنې یې بیا پیل کړې دي.

    د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال، د تهران، مشهد، تبریز، اهواز او نورو ښارونو څو هوايي ډګرونه څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي وو.

  7. وروستی, ټرمپ له ایران سره د جګړې د ژر پای ته رسېدو اټکل وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ماښام اټکل وکړ چې له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي، په داسې حال کې چې هغه د هرمز تنګي او د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

    ټرمپ د جورجیا ایالت د والي د جمهوريپال ګوند د نوماند برټ جونز د ملاتړ په یوې غونډه کې وویل:

    "کله چې تاسو د روانو پېښو ماهیت ته ګورئ، هغه څه چې موږ یې کوو، د یوه ډېر مهم دلیل لپاره دي:

    موږ نه شو کولای هغوی ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړو. او زما په اند ډېری خلک دا درک کوي، هغوی پوهېږي چې هغه څه چې موږ یې کوو سم دي، او دا موضوع به ژر پای ته ورسېږي."

  8. وروستی, ایران: زموږ د نړیوال جام کوربه 'فیفا دی، نه ټرمپ یا امریکا', هري پول/د بي بي سي د لوبو خبریال

    د ایران د فوټبال مشر وايي چې د نړیوال جام کوربه "فیفا دی، نه ښاغلی ټرمپ یا امریکا" او که ملي لوبډله د اوړي د ټورنمنټ لپاره متحده ایالاتو ته سفر کوي له اسلامي انقلابي ګارډ سره یې د درناوي غوښتنه کړې.

    تر اوسه د ایران د نړیوال جام په برخه اخیستلو کې لا هم ناڅرګندتیا شته، ځکه چې د امریکا او اسرائیل سره د جګړې وضعیت روان دی.

    د ایران د فوټبال فدراسیون (FFIRI) مشر مهدي تاج د یوې پلاوي برخه و چې تېره اونۍ د کاناډا په ونکوور کې د فیفا کانګرس مخکې د کاناډا له پولې بېرته ستانه شول، ځکه چې د کډوالۍ چارواکو له خوا ورسره د سپکاوي چلند احساس کړی و.

    تاج وویل چې د بېرته ستنېدو پرېکړه خپله د دوی وه، خو د کاناډا د کډوالۍ وزیر پارلمان ته تایید کړې چې د FFIRI د مشر وېزه هغه مهال لغوه شوې وه چې هغه په الوتکه کې و، ځکه چې له ایران انقلابي ګارد سره یې اړیکې لرلې.

    د ایران انقلابي ګارد د ایران د اسلامي نظام د دفاع لپاره جوړ شوی و او وروسته په هېواد کې په یوه لویه پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک بدل شوی. خو دا ډله په کاناډا او امریکا کې د ترهګریزې ډلې په توګه نومول شوې ده.

    د فیفا عمومي منشي ماتیاس ګرافستروم د "ستونزې او ناهیلۍ" له امله د افسوس څرګندولو لپاره لیک استولی او FFIRI ته یې بلنه ورکړې چې د مې په ۲۰مه په زوریخ کې د خپل نړیوال جام د چمتووالي په اړه غونډه وکړي.

    تاج، چې پخوا د ایران د انقلابي ګارد لوړپوړی چارواکی هم پاتې شوی، د سه‌شنبې په ورځ د ایران دولتي ټلوېزیون (IRIB) ته وویل له نړیوالو ادارو به د دې ډاډ غوښتنه وکړي چې د نړیوال جام پر مهال له ایراني چارواکو سره ناوړه چلن ونشي.

    هغه وویل: "موږ هلته د خپل سفر لپاره تضمین ته اړتیا لرو، هېڅوک د دې حق ونه لري چې زموږ د نظام نښې ته سپکاوی وکړي - په ځانګړي ډول انقلابي ګارد ته."

    تاج وویل: "موږ نړیوال جام ته ځو، موږ ورته مستحق شوي یو او زموږ کوربه فیفا دی - نه ښاغلی ټرمپ او نه امریکا."

  9. وروستی, سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ ناڅاپي لنډه لیدنه؛ له ایران سره د ممکنه تړون په اړه د هیلو ښودل, له سپینې ماڼۍ د بي‌بي‌سي خبریال برنډ ډیبس مین جونیر تحلیل

    سپینې ماڼۍ خبري ډلې ناڅاپه بیضوي دفتر ته وغوښتل شوه، چېرې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څو UFC شخصیتونو سره لنډه ناسته وکړه. دا لیدنه د جون په ۱۴مه د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د یوې مهمې راتلونکې غونډې برخه بلل کېږي.

    ټرمپ له خبریالانو وغوښتل چې په موضوع تمرکز وکړي، خو له دې سره سره یې د ایران په اړه څو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل او یو ځل بیا یې هیله څرګنده کړه چې د شخړې د حل لپاره یو توافق ممکن دی.

    هغه وویل: "هغوی غواړي معامله وکړي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ډېرې ښې خبرې شوې دي او قوي امکان شته چې موږ یو توافق ته ورسېږو."

    ټرمپ دا هم وویل- او دا لومړی ځل نه دی - چې ایران په نورو مسایلو سربېره د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه د نه تېرېدو سره موافق شوی، خو دا ادعا له ایراني لوري نه ده تائید شوې.

    د امریکا ولسمشر هغه انګېرنه هم رد کړه چې ګواکې د مذاکراتو لپاره ۳۰ ورځنی وروستی ضرب الاجل شته، او خبریالانو ته یې وویل: "هېڅ ټاکلی ضرب الاجل نشته."

    تر اوسه د سپینې ماڼۍ له خوا د خبرو د پرمختګ په اړه مستقیم جزئیات محدود دي، که څه هم ټرمپ او نور چارواکي په دوامداره توګه وایي چې خبرې مثبت لوري ته روانې دي.

    له بلې خوا، سپینې ماڼۍ که څه هم د پوځي اقدام امکان په بشپړه توګه نه دی رد کړی، خو ښکاري لا هم هیله لري چې داسې اړتیا به پېښه نه شي.

  10. وروستی, د عراق پر اربیل ښار د بې‌پیلوټه الوتکې برید

    د ایران خبري اژانسونو د عراق د کردستان په اربیل ښار کې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی دی.

    په هغې وېډیو کې چې ایراني رسنیو خپره کړې، د یوې چاودنې رڼا ښکاري او ویل کېږي چې دا "د کردي ګوندونو پر مرکزونو له برید" وروسته رامنځته شوې ده.

    تېره شپه ـ سه‌شنبه ـ هم د ایران کورنیو رسنیو د عراق په کردستان کې پر کردي ځواکونو د برید راپورونه ورکړي وو.

  11. وروستی, امارات وايي، د دوی دفاعي اړیکې او شراکتونه "د ملي حاکمیت مسله" ده

    متحده عربي اماراتو ویلي چې د دوی نړیوالې او دفاعي اړیکې او شراکتونه "د ملي حاکمیت بشپړه مسئله" ده او په دې توګه یې د ایران هغه پخوانۍ څرګندونې رد کړې چې ادعا یې کړې وه د ابوظبۍ او متحده ایالاتو همکاري د ایران امنیت او ملي ګټې ګواښي.

    د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد د هر ډول "ګواښ، ادعا یا دوښمنانه اقدام" پر وړاندې د مقابلې لپاره د ځمکنۍ بشپړتیا خپل ټول حقوقي، ډیپلوماټیک او پوځي حقونه خوندي ساتي.

    د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې اماراتو ویلي وو په وروستیو ورځو کې د ایران له لوري پرې برید شوی دی. دا پېښه څلور اونۍ وروسته له هغې رامنځته کېږي چې متحده ایالاتو د اوربند اعلان کړی و او نسبي ارامي رامنځته شوې وه.

    ایران په وروستیو ورځو کې پر اماراتو د هر ډول برید ترسره کول رد کړي، خو خبرداری یې ورکړی چې که امارات د ایران پر ضد کوم اقدام وکړي، نو "سخت او ځپونکی غبرګون" به ورکړي.

  12. وروستی, عراقچي: چینايي‌ ملګري وايي تر جګړې وروسته د ایران نړیوال وضعیت لوړ شوی دی

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بیجینګ کې له خپل چیني سیال وانګ‌یي سره تر لیدنې وروسته د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي چې "زموږ چینایي ملګري هم پر دې باور دي چې له جګړې وروسته ایران تر جګړې دمخه ایران سره توپیر لري او نړیوال حیثیت یې لوړ شوی دی."

    هغه له وانګ‌يي‌ سره د خپلو خبرو اترو د محتوا په اړه وویل: "د جګړې، د جګړې د پای ته رسولو څرنګوالي، د ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام اړوند موضوعاتو، بندیزونو، هرمز تنګي، او د روانو خبرو اترو په ګډون مو ټولو فعلي مسایلو ته کتنه وکړه."

    ښاغلي عراقچي وویل: "د ایران او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوی دور مخ ته پروت دی."

  13. د ایران بهرنیو چارو وزارت: هر ډول احتمالي خبرې باید په "ښه نیت" ترسره شي

    له امریکا سره د سولې احتمالي خبرو اترو په تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نورې څرګندونې مخ ته راغلې دي.

    هغه پر اېکس یوه خپاره کړي بیان کې د عدالت نړیوالې محکمې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د مذاکراتو مفهوم لږ تر لږه دا غواړي چې د شخړې حل لپاره "په رښتینې توګه د بحث کولو هڅه وشي".

    هغه زياتوي: "نو اړینه ده چې 'ښه نیت' موجود وي، په دې معنا چې خبرې اترې 'لانجه' نه ده، او نه هم 'په زور تپل'، 'تېر ایستل'، په 'زورتر لاسه کول' یا 'جبر' دی."

    په دې لیکنه کې نېغ په نېغه د امریکا یا د جګړې پای ته رسولو لپاره د واشنګټن د نوي وړاندیز څه یادونه نه ده شوې.

    خو لکه څنګه چې موږ مخکې لیکلي و، بقایي ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې ایران به د امریکا د وړاندیز په اړه خپل نظر له پاکستاني منځګړو سره شریک کړي دي.

  14. تهران: د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا پر وړاندیز غور روان دی

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو لخوا شوی وړاندیز تر غور لاندې دی.

    د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي له ایسنا خبری اژانس سره مرکه کې ویلي چې ایران به د امریکا د دغه وړاندیز په اړه خپل لیدلوری له پاکستاني منځګړو سره شریک کړي.

  15. حزب الله او اسرائیلو دلبنان جنوب کې پر یو بل بریدونه کړي

    په داسې حال کې چې معلومه نه ده امریکا او ایران جګړې ته پای ورکولو لپاره تړون ته رسېدی شي که نه، اسرئیلو ځواکونه وايي د لبنان په جنوب کې یې پر حزب الله بریدونو ته دوام ورکړی دی.

    اسرائیل وايي د حزب الله دوو ډرون بریدونو کې یې دوه پوځیان ژوبل شوي دي.

    حزب الله سره اړونده د تلګرام یو ګروپ کې لیکل شوي " د لبنان جنوب کې يې داسرائیلو څو پوستې په نښه کړې دي".

    د لبنان د روغتیا وزرات وايی لویدیځ بقعا ولسوالۍ کې داسرائیلو د برید له امله څلور کسان وژل شوې دي.

  16. وروستی, ټرمپ: که ایران هوکړه و نه کړي نو تر پخوا به سخته بمباري پرې وشي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي چې د ایران جګړه او کلابندي له یوې هوکړې سره پای ته رسېدلی شي. خو د ده په وینا، که ایران کومه موافقه و نه کړي نو "د لوړې کچې" بمباري‌ به پرې وشي.

    ټرمپ ویلي، که ایران "د هغه څه ورکول ومني چې هوکړه پرې شوې" او ده "یوه لویه فرضیه" بللې، نو (ایپېک فیوري) عملیات به پای ته ورسېږي.

    د ده په خبره چې له دې سره به د هرمز تنګی هم "د ایران په ګډون د ټولو پرمخ پرانیستل شي".

    خو د دې ترڅنګ ډونلډ ټرمپ ګواښ هم کړی چې که ایران له امریکا سره کومې هوکړې ته و نه رسېږي نو "په خواشينۍ سره چې دا ځل به پرې بمباري تر پخوا هم د لوړې کچې او سخته وي".

    د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د امریکايي خبري اژانس (اکسیوس) د خبر له مخې، سپينه ماڼۍ باوري ده چې له ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته نږدې شوې ده.

  17. شهباز شریف ټرمپ نه مننه کړې چې د ایران پر ضد یې "د ازادۍ پروژه" عملیات درولي

    پاکستان چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو منځګړی دی، لومړي وزیر یې د ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې ویلي یې دي، "د ازادۍ پروژه" عملیات د "لنډمهال لپاره" دروي.

    شهباز شریف ویلي، "له زړورتیا ډک مشرتوب او پر وخت پرېکړې له کبله د ولسمشر ډونلډ ټرمپ منندوی" دی.

    ډونلډ‌ ټرمپ مخکې د خپلې دې پرېکړې په اړه پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) جزیات ورکړي او ښاغلی شریف وايي چې د دغو عملیاتو د درولو غوښتنه د پاکستان په ګډون ځينو "نورو هېوادونو او سعودي عربستان" هم کړې وه.

    دی زیاتوي، هیله‌من دی چې دا "اوسنی ګام" به د یوې تل‌پاتې هوکړې لامل شي.

    دم‌ګړۍ داسې هېڅ نښې نښانې نه شته چې پاکستان دې د منځګړي په توګه د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو ته پر چمتوالي لګیا وي.

    ډونلډ ټرمپ ویلي، "د ازادۍ پروژې" عملیاتو کې دا دمه د دې لپاره کېږي چې وګوري له ایران سره یې "هوکړه نهايي او لاسلیک کېږي او که نه".

    ایرانیو رسنیو د هرمز تنګي‌ په اوږدو کې د امریکا له لوري د دغو عملیاتو درول د ایران بری بللی.

    په پاکستان کې د ایران سفیر بیا د ډونلډ ټرمپ پیغام له شریکولو سره هغه ته ورغبرګه کړې چې، "په یوه ماته دوه واره شرمنده شوې".

  18. وروستی, "د ایران جګړې له پیل راهیسې پر ۲۶ بار وړونکو بېړیو بریدونه شوي"

    د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره وايي چې له ایران سره د امریکا او اسرائيل د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې په ۲۶ بار وړونکو کښتیو باندې بریدونه شوي دي.

    (یوکې‌اېم‌ټي‌او) ویلي چې د فبرورۍ له ۲۸ راوروسته یې په فارس خلیج، عمان خلیج او د هرمز تنګي "په اوږدو کې" د ۴۶ بېلابېلو پېښو رپوټونه ترلاسه کړي‌ دي.

    د دغه سازمان په وینا، له دې ډلې یې ۲۶ بریدونه وو او ۱۸ نور "شکمنې کړنې" وې. دوه نورې بیا د بېړیو د "تښتونې" قضیې وې.

  19. وروستی, ایرانیو رسنیو د ټرمپ له لوري "د ازادۍ پروژې" عملیات درول د ایران "بری" بللی

    که څه هم تر اوسه د ایران کوم لوړپوړي چارواکي په هرمز تنګي کې د امریکا له لوري په لنډمهاله توګه "د ازادۍ پروژې" عملیاتو درولو ته رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی خو ځينو ایرانیو رسنیو دا پرېکړه د ایران "بری" بللی دی.

    د ایران سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس تسنیم لیکلي،‌ "ټرمپ په شا شو" او د امریکا ولسمشر هڅه کوي چې "په دغو عملیاتو کې خوړلې ماتې باندې پرده واچوي".

    د ایران (ایرنا) خبري اژانس هم د ډونلډ ټرمپ دا ګام "د امریکا ماته" بللې او ادعا یې کړې چې ګواکې "د انرژۍ په بازار کې د ټرمپ وروستۍ پره/کارت هم ناچله شو".

    دا د ډونلډ ټرمپ هغه پیغام ته د ایرانیو رسنیو خبري غبرګون دی چې ویلي یې دي، "د ازادۍ پروژه" عملیات د لنډې مودې لپاره ځنډوي ځکه چې په وینا یې، د ایران پر ضد جګړه کې یې "د پام‌وړ بری" خپل کړی او له ایرانیو استازو سره "یوې بشپړې او وروستۍ هوکړې ته په رسېدو کې لوی پرمختګ" شوی دی.

    امریکا "د ازادۍ پروژه" نوم په هرمز تنګي‌ کې په روانه مې میاشت کې خپلو پیل کړو هغو عملیاتو ته کاروي چې وايي، له ایراني بریدونو یې د سوداګریزو او بار وړونکو بېړیو د "خوندیتوب" لپاره پیل کړي.

  20. وروستی, ډونلډ ټرمپ وايي، "د ازادۍ پروژه" عملیات د لنډې مودې لپاره ځنډوي

    لکه څنګه چې موږ مخکې خبر ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون وویل چې د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي‌ له لارې د سوداګریزو بار وړونکو بېړیو پر ضد اعلان شوي پوځي عملیات ځنډوي.

    اوس د ښاغلي ټرمپ د هغه پیغام بشپړ متن خپور شوی چې په دې ډول دی:

    "د پاکستان او څو نورو هېوادونو په غوښتنه او د ایران پر وړاندې په جګړه کې زموږ د پام‌وړ نظامي بري او همدارنګه ‌له ایرانیو استازو سره یوې وروستۍ او بشپړې هوکړې ته د رسېدو په لار کې لوی پرمختګ ته په کتو سره موږ هم متقابله موافقه کړې چې که څه هم کلابندي به په بشپړ ډول پرخپل ځای وي خو د ازادۍ پروژه (چې موخه یې پر هرمز تنګي باروړونکو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکول دي) د لنډې مودې لپاره وځنډول شي چې موږ ته معلومه شي چې دا تړون په ریښتیا هم وروستی کېږي او لاسلیکېږي او که نه".

    "د ازادۍ پروژه" څه ده؟

    "د ازادۍ پروژه" نوم د ډونلډ ټرمپ له لوري اعلان شوو هغو پوځي‌ عملیاتو ته ورکړل شوی چې امریکا په هرمز تنګي کې له ایراني بریدونو د سوداګریزو او بار وړونکو بېړیو د "خوندیتوب" لپاره په روانه مې میاشت کې پیل کړل.

    ډونلډ ټرمپ دا یو بشري ګام بللی او ویلي یې دي چې موخه یې "د هغو خلکو، شرکتونو او هېوادونو ازادول/خپلواک کول دي چې هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی". خو ایران یې په غبرګون کې ویل چې د دوی له اجازې پرته بېړۍ له دې مهم تنګي نه شي‌ تېرېدلی.