تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اسرائيل د لنبان سویل کې د ځینو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ

    د اسرائیل د پوځ عرب ژبي ویاندن اویخای ادرعي په یوه نوي خبرداري کې د لبنان په سویل کې د ۹ سیمو اوسېدونکو ته اعلان کړی چې د دوی لخوا د بریدونو تر پیل وړاندې دا سیمې پرېږدي.‌

    دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه وايي اسرائيل او حزب‌الله پر یو بل تازه متقابل بریدونه کړي‌.‌

    د اسرائیل پوځ نن سهار تایید کړه چې د لبنان په سویل کې یې یوه بل سرتېری هم وژل شوی دی.‌

  2. اسرائيل د لبنان سویلي ښارونه بمبار کړي دي

    الجزیره تلویزیوني شبکه وايي، اسرائيلي الوتکو د لبنان په سویل کې هوايي بریدونه کړي دي.‌

    د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې په کفر‌تبنیت او شوکین ښارونو کې ځینې اهداف په نښه شوي.

  3. اسرائیل وايي د لبنان پولې ته څېرمه یې یو سرتېری وژل شوی

    د اسرائیلو پوځ ویلي چې یو سرتېری یې د لبنان پولې ته نژدې په جګړه کې وژل شوی دی.

    د اسرائیلو پوځ د خبرپاڼې له مخې دغه کس چې الکساندر ګولوانوف نومېږي ۴۷ کلن و او د پوځ د موټر چلوونکی په توګه یې دنده ترسره کوله.

  4. پزشکیان: خبرې اترې تسلیمېدل یا په شاتګ نه دی

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، د امریکا طرحې ته د ایران ځواب لېږلو وروسته ويلي، چې هېواد به یې "هېڅکله دښمن ته سر ټیټ نه کړي، او که چېرې خبرې اترې او یا مذاکرات مطرح کېږي، دا د تسلیمېدو یا د په شاتګ معنی نلري. بلکې، موخه د ایران د خلکو د حقونو درک کول او په ځواک سره د ملي ګټو دفاع کول دي."

    ایران د يکشنبې په ورځ د امریکا طرحې ته د پاکستان له لارې خپل رسمي ځواب استولی.

    د ځواب کره محتوا لاتراوسه په رسمي ډول نه ده خپره شوې خو د ایران دننه ځينو رسنيو د سرچينو په حواله ليکلي چې ایران د جګړې د پايته رسېدو د تضمين، د سمندري کلابندۍ او بنديزونو لرې کولو، د هېواد د کنګل شويو شتمنيو ورکولو په بدل کې د هرمز تنګي د تدریجي پرانیستلو، د غني شويو يورانیمو کمولو او د مهالوېش له مخې د اټومي پروګرام د بندولو وړانديز کړی دی.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له کومو جزياتو ورکولو پرته د يکشنبې په ورځ د ایران ځواب "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" بللی و.

  5. د ټرمپ له څرګندونو وروسته د خامو تېلو بيې يو ځل بيا لوړې شوې دي

    د دوشنبې په سهار په اسیا کې د خامو تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا وړانديزونو ته د ایران ځواب په "بشپړ ډول د نه منلو وړ" وباله.

    د خامو تېلو بيه ۳.۸ سلنه لوړه شوې او ۱۰۵ ډالرو ته رسېدلی ده. د امریکا د خامو تېلو بیه بيا څلور سلنه پورته شوې او ۹۹.۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

    د فبرورۍ په ۲۸مه له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د هرمز تنګی په عملي توګه تړل شوی او له دې کبله د نړۍ د تېلو او ګازو اکمالات په جدي توګه ګډوډ شوي دي.

  6. د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز

    د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.

    قطر له خپلو سمندري زېرمو د ګازو ايستلو ته مخه کړه او د نړۍ بېلابېلو برخو ته یې په صادرولو لاس پورې کړ.

    دغه پرېکړه د قطر پر سمندر غاړه له پلازمېنې دوحې شاوخوا ۹۰ کيلومتره لرې د راس لفان صنعتي ښار د جوړېدو لامل شوه. په راتلونکو دریو لسيزو کې راس لفان د نړۍ د مايع طبيعي ګازو تر ټولو ستر صادراتي مرکز شو او د شتمنو هېوادونو په نوملړ یې کې د قطر په شاملولو کې د پاموړ رول درلود.

    خو د مارچ پر ۱۸ مه دغه دغه برياوې له ګواښ سره مخامخ شوې.

    یو ایرانی بالسټيک توغندی د راس لفان د ګازو په سيمه کې ولګېد او د نړۍ د مایع طبيعي ګازو شاوخوا ۱۷ سلنه عرضه یې ګډوډه کړه.

    اټکل کېږي چې له دې برید وروسته به د قطر د انرژۍ دولتي شرکت د خپل کلني عايد شاخوا ۲۰ میليارده ډالر له لاسه ورکړي وي. دغه برید همدارنګه د اسيا مهمو بازارونو په ځانګړي ډول د چين د ګازو عرضه هم له ستونزو سره مخامخ کړه او ویل کېږي د دغو تاسيساتو بيا رغول به له دريو تر پنځو کلونو وخت ونيسي.

  7. ټرمپ: ما د ایران ځواب ولوست، خوښ مې نه شو، هېڅ د منلو وړ نه دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ يوه تازه پوسټ کې ويلي چې د ایران ځواب یې لوستلی خو په وینا یې دا "هېڅ د منلو وړ نه دی."

    ټرمپ لیکلي، "ما د ایران د تش په نامه استازو ځواب ولوست، زما خوښ نه شو، دا هېڅ د منلو وړ نه دی!".

    دا په داسې حال کې ده چې یوه ایراني چارواکي الجزيرې ته ويلي، د واشنګټن وړانديزونو ته د تهران ځواب "مثبت او واقعي" دی او که امریکا چمتو وي د خبرو اترو چټک بهير ته لار هوارولی شي.

  8. امریکا قصد لري له چين سره د ایران موضوع راپورته کړي

    د امریکا د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، تمه کېږي چې ډونلډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ بیجېنګ ته د خپل سفر پر مهال د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره د ایران موضوع راپورته کړي.

    هغه ويلي اټکل کېږي چې ښاغلی ټرمپ به له خپل چینایي سیاله وغواړي چې پر ایران فشار راوړي.

    دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، "زه تمه لرم چې ولسمشر به پر ایران فشار راوړي" او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ د چین له مشر سره په وروستيو ټلیفوني خبرو کې هم داسې تګلاره خپله کړې ده.

  9. ټرمپ: له ۴۷ کلونو راهيسې ایران له امریکا او نړۍ سره لوبې کوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه توند پيغام کې ایران تورن کړی چې له ۴۷ کلونو راهيسې یې له امریکا او نړۍ سره "لوبې" کړې دي.

    نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ تروت سوشل، پر ایران د وخت ضايع کولو تور پورې کړی او لیکلي یې دی، "ځنډ، ځنډ، ځنډ".

    ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې ایراني سرچينو له څو ورځو انتظار وروسته د امریکا وړانديز ته ځواب ورکړ. پاکستان چې په خبرو اترو کې د منځګړي رول لري ويلي چې د ایران پيغام یې امریکا ته رسولی دی.

    اوس ډونلډ ټرمپ ليکلي، په تېرو ۴۷ کلونو کې، ایران، امریکا په انتظار کې ساتلې، امریکایان یې د سړک غاړې بمونو کې په نښه کړي، لاریونونه یې ځپلي، او په دې وروستیو کې یې ۴۲ زره بې ګناه او بې وسلې لاریون کوونکي وژلي دي.

    ټرمپ پر پخواني ولسمشر بارک اوباما هم سختې نیوکې کړې، هغه یې "کمزوری" بللی او ویلي یې دي چې د هغه پالیسیو ایران ته "د پیاوړي کېدو لپاره یو نوی فرصت ورکړ."

    نوموړي زياته کړې، ایران د بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال پراخې مالي ګټې او میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي.

  10. پاکستان: د جګړې پای ته رسولو لپاره مو د ایران ځواب امریکا ته ورساوه

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د امریکا وړاندیزونو ته د ایران ورلېږل شوی ځواب یې امریکا ته رسولی دی.

    دا خبر داسې مهال خپرېږي چې له دې شاوخوا یو ساعت مخکې ایران وویل امریکايي چارواکو ته یې خپل ځواب پاکستاني لوري ته سپارلی دی.

    پاکستان د پیغام لېږدونکي هېواد په توګه د امریکا او ایران تر منځ د دریمګړي رول لوبوي او تېره میاشت دایران او امریکا ترمنځ د خبرو کوربه هم و.

  11. ټرمپ: ما داسې نه دي ویلي چې د ایران خلاف جګړه پای ته رسېدلې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له امریکايي خبري شبکې اې بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي " ما داسې نه دي ویلي چې د ایران خلاف زموږ عملیات پای ته رسېدلې بلکې دا مې ویلي چې ایران ماته وخوړه."

    هغه وویل " زه ایران ته د هستوي وسلو جوړولو اجازه نه شم ورکولی، ځکه چې دوی " لېوني" دي او دا نشم کولی چې دوی دې اتومي وسلې جوړې کړي خو اوباما دا کار وکړ."

    ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې که په ایران یې برید نه وی کړی ایران به اوس اتومي وسلې جوړې کړې وی او په ټکو یې ایران ان داسې توغندي درلودل چې کولی شوی اروپا ته رسېدلې وی.

    ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ایران تازه ویلي د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د امریکا غوښتنو ته خپل ځواب پاکستان ته سپارلی دی.

    ټرمپ له دې مخکې ګواښ کړی و چې که ایران یې وړاندیزونه ونه مني پر ایران به بیا بریدونه پیل کړي.

  12. ایران وایي د پاکستان له لارې یې د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی

    ایران اعلان کړی چې "د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د وروستي وړاندیز د متن" په اړه خپل ځواب نن پاکستان ته لېږلی دی.

    د ایران بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د امریکا وړاندیز ته به"له هر اړخیزو څېړنو او جمع‌بندۍ وروسته" ځواب ورکړي.

    ایرنا خبري اژانس لیکلي چې"د وړاندیز شوې طرحې له مخې به په دې پړاو کې خبرې اترې په سیمه کې د جګړې په پای ته رسولو متمرکزې وي."

    امریکا تېرې اوونۍ ایران ته د جګړې د پای ته رسولو بل وړاندیز وسپاره او له هغې وروسته ډونلډ ټرمپ څو ځله ویلي و چې د تهران ځواب ته منتظر دی.

    د امریکايي رسنیو په وینا د ډونلډ ټرمپ د ادارې وروستی وړاندیز په یوه مخ کې ۱۴ مادې لري.

  13. وروستی, کویت: ډرون برید ته مو ځواب ویلی

    د کویت دفاع وزارت وايي، نن سهار له ډرون برید سره مخامخ شوي دي.

    د دغه وزارت ویاند عبدالعزیز العطوان ویلي، د یکشنبې سهار وختي د کویت اسمان کې څو دښمن ډرونونه کشف او د کړنلارو له مخکې ځواب ورکړل شو.

    په دې تړاو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

    د یادونې ده چې کویت د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند مخکې څو ځله د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو د شنډولو خبر ورکړی و.

  14. ایراني رسنۍ: د قطر ساحلونو ته نږدې په نښه شوې بېړۍ امریکایۍ ده

    ایرانۍ رسنۍ وايي، د سوداګریزو توکو یوه باري بېړۍ چې د قطر سواحلو ته نږدې د برید هدف ګرځېدلې، د امریکا تر بیرغ لاندې فعالیت کاوه.‌

    فارس خبري اژانس لیکلي، چې یوې "باخبره سرچینې" ورته دا موضوع تایید کړې ده.

    د ايران خبر شبکې هم د سرچينو په حواله ویلي، چې دغه باري بېړۍ د امریکا ده.

    پخپله متحدو ایالتونو لا په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

    څو ساعته ورمخکې د بريتانيا د سمندري سوداګريزو عملياتو اداره (UKMTO) راپور ورکړی و چې د قطر د پلازمېنې دوحې شمال ختيځ خوا ته په ۴۳ کیلومترۍ کې پر يوه بېړۍ له نامالوم لوري د توغندي یا ډرون بريد شوی او لږ اور پکې لګېدلی دی.

  15. وروستی, فارس خبري اژانس: د ګاز یوه لېږونکې قطرۍ بېړۍ چې پاکستان تلله، له هرمز تنګي تېره شوه

    د ایران فارس خبري اژانس وايي د الخریطیات په نوم د قطر د طبیعي ګاز یوه لېږدونکې بېړۍ "د ایران په اجازه" له هرمز تنګي تېره شوې ده.‌

    دغه اژانس په دې تړاو خپاره کړي رپوټ کې ویلي، چې دا بېړۍ تېره ورځ د هرمز تنګي په خوله کې لیدل شوې وه، او وروسته یې د څارل کېدو سیستم خاموش کړ.

    د فارس خبري اژانس په وینا د ګاز دا لېږدونکې بېړۍ پاکستان ته روانه وه او د نفتو لومړنۍ غیر ایراني لېږدونکې بېړۍ ده، چې "د سپاه پاسداران له سمندري ځواکونو یې له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې ده."

  16. مارکو روبیو د قطر له لومړي وزیر سره په منځني ختیځ کې د امنیتي مسايلو په اړه خبرې کړې

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره کتلي دي.

    یاد وزارت ويلي چې ښاغلي روبیو د غونډې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د قطر همکاري وستايله.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه لنډ بیان کې لیکلي، "وزیر په مختلفو مسئلو کې د قطر د رول ستاینه وکړه."

    د هغه په ​​وینا، دواړو خواو "د قطر د دفاعي وړتیاوو لپاره د امریکا د ملاتړ او له ګواښونو سره د مبارزې او په منځني ختیځ کې د ثبات او امنیت د ودې لپاره د تلپاتې نژدې همغږۍ د ارزښت" په اړه هم خبرې اترې وکړې.

  17. پوتین: که له ایران سره شخړه ژر تر ژره پایته ونه رسېږي، ټول به ترې زيانمن شي

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، هیله لري چې له ایران سره شخړه به ژر تر ژره پایته ورسیږي، خو په عين وخت کې یې خبرداری ورکړی چې که داسې ونشي، ټولو خواو ته به یې زيان ورسېږي.

    ښاغلي پوتین خبریالانو ته ويلي، "دا یوه ډېره پېچلې شخړه ده او موږ په یوه ستونزمن حالت کې اچوي، ځکه، موږ له ایران او خلیجي هېوادونو سره دوستانه اړیکې لرو."

    نوموړي زياته کړې، "زما په اند، هېڅ یو اړخ د دې شخړې د دوام لپاره لیوالتیا نلري،" هغه د ایران او امریکاد روانو خبرو اترو په اړه وويل، روسیې مخکې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې روسیې ته د سفر پرمهال له ښاغلي پوتین سره ولیدل.

  18. لبنان: د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۳۹ کسان وژل شوي

    لبناني چارواکي وايي د شنبې په ورځ د اسرائيلو هوايي بریدونو له کبله د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وايي په لبنان کې یې د حزب الله ډله په نښه کړې ده او په وینا یې "د ملکي وګړو د زيان په اړه له راپورونو خبر دي" او په دې اړه پلټنې ترسره کېږي.

    دا بریدونه داسې مهال شوي چې د ایران د ملاتړې ډلې حزب الله او اسرائیلو تر منځ د دريو اوونيو اوربند پر ځای دی. د اوربند سربېره له سيمې د بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

    د اسرئیلو پوځ وايي څو چاودېدونکي ډرونونه د اسرائیلو پر لور توغول شوي دي او په وینا یې په يوه برید کې د اسرائیلو يو اضافي پوځي وژل شوی او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.

    د لبنان دولتي خبري اژانس د هېواد په جنوب کې د اسرائیلو د ګڼو بریدونو راپور ورکړی دی. د لبنان د روغتيا وزارت وايي په بریدونو کې "د یوې نجلۍ په ګډون اووه تنه وژل شوي او د دريو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان دي."

    یاد وزارت وايي د اسرائیلو په یوه بل بريد کې پر موترسايکل سپور "سوريایی وګړی" او د هغه "۱۲ کلنه لور" په نښه شوي دي.

  19. له جګړې راهيسې په "لومړي ځل د قطر د طبيعي ګازو یوه بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوې"

    د بېړيو د څار یوه شرکت د معلوماتو له مخې د قطر د طبيعي ګازو يوه بېړي د يکشنبې په ورځ د قطر له راس لفان بندر څخه د پاکستان د قاسم بندر پر لور له هرمز تنګي تېره شوې ده.

    دا به لومړی ځل وي چې د جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګي له لارې د قطر د ګازو لېږدونکې بېړۍ تېرېږي.

    د قطر د انرژۍ شرکت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

    ایران د اسرائیلو او امریکا له بريدونو راهيسې د هرمز تنګي له لارې بار وړل محدود کړي دي.

    دواړه خواوې اوس مهال په اوربند کې دي خو امریکا وايي پر ایران لا هم سمندري کلابندي پر ځای دی.

  20. ایران: "د فوټبال نړیوال جام کې ګډون کوو خو زموږ اندیښنې دې په پام کې ونېول شي"

    د ایران فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې لوبډله به ېې هرو مرو راتلونکي میاشت پېلېدونکي نړیوال جام کې ګډون وکړي خو په ټکو یې ځینې اندیښنې یې باید په پام کې ونېول شي.

    د ایران خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې کمیسیون په ټينګار سره ویلي چې "د ایران ګډون حتمي دی او کوم بهرنی فشار یې مخه نشي نیولی." فدراسیون همداراز د لوبو له کوربه هېواده د ایران د ځینو اندیښنو لېرې کولو باندې ټینګار کړی دی.

    د ایران د فوټبال فدراسیون همداراز ویل‍ي " ایران به د خپلې عقیدې او کلتور کې په پام کې نیولو سره په سیالیو کې ګډون وکړي."

    د ایران د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې ریښتین‍‍ي جګړه د فوټبال په لوبغالي کې ده او کوربه هېواد دې ستونزې نورو ډګرونو ته له وړلو ډډه وکړي.

    د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام راتلونکې میاشت د امریکا، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب پیلېږي.

    له دې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي و چې دی د ایرانۍ لوبډلې د ګډون هر کلی کو‍ي خو په دې نه پوهېږي چې په داسې وضعیت کې به د ایران لوبډلې ته په سیالیو کې ګډون مناسب کار وي.

    له دې مخکې د ایران فوټبال لوبډلې له دې کبله چې ټولې سیال‍ۍ یې امریکا کې پلان دي او دوی ته ښایي امنیت‍ي ستونزې پېښې شي په دغو سیالیو کې د ګډون پر څرنګوال‍ي بحثونه راپورته کړې وو.