تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ایران بل تن هم "اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

    د ایران د قضايي چارو ادارې رسنیز مرکز وايي چې د احسان افرشته په نوم یو تن نن سهار "اسرائيل ته د جاسوسۍ" په توم اعدام شو.

    د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی افرشته لومړی "د انټرنېټي ټېکسي چلوونکي په جامه کې" د اسرائيلو د استخباراتي ادارې ‏(موساد) د ایجنټانو امرونه پرځای کول او بیا یې د ایران په پوځ پورې تړلي یوه شرکت کې تر کار موندنې وروسته ځينې "حساس معلومات اسرائیلو ته ورکول".

    په بهر کې مېشتې د ایران د بشري حقونو شبکې (هرانا) ویلي چې احسان افرشته په ۱۳۷۲ کې زېږېدلی و او په ۱۴۰۳ کې له ترکیې ایران ته له ستنېدو وروسته نیول شوی و.

    له امریکا او اسرائیل سره تر اوربند وروسته د ایران قضا برخې د اعدام سزا پلي‌ کولو ته زور ورکړی دی.

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي رپوټ ورکوونکي‌ په وینا، په تېر یوه کال کې په ایران کې د خلکو د اعدام کولو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ او بهیر یې د ایران جګړې له پیل راهیسې ګړندی شوی دی.

    د بشري حقونو سازمانونه اندېښنه څرګندوي چې ګواکې داسې کسان عادلانه محاکمې ته لاس‌رسی نه لري، د تورنو کسانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او تر شکنجې وروسته "اعتراف" ترې اخیستل کېږي چې پر هماغه بنسټ د اعدام سزا ورکول کېږي.

  2. وروستی, عراقچي: د امریکا د "ښه نیت او صداقت نشتوالی" هوکړې ته د رسېدو پرمخ اصلي خنډونه دي

    د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په یوه لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هغه په نظر، "د امریکا له لوري ډېرې غوښتنې، ګواښونکې او پاروونکې څرګندونې، د ښه نیت او صداقت نشتوالی د جګړې د پای‌ته رسولو او یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو مهم خنډونه دي".

    ښاغلي عراقچي همدراز ویلي چې ایران "له نړیوالو قانونونو سره سم د هرمز تنګي اړوند چارو لپاره د مقرراتو جوړولو په موخه پر مشورو لګیا دی".

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تازه ګواښ کړی چې یا به له دغه هېواد سره هوکړې ته رسېږي او یا به یې "په بشپړ ډول له منځه" وړي.

    ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ‌ چين ته سفر وکړي او هلته له خپل سیال شي جین‌پينګ سره وګوري.

    ده ویلي چې چين د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو دی او له دغه هېواده د تېلو د صادراتو لویه برخه پېري. خو په وینا یې، د هرمز تنګي پرانيستلو او د ایران د شخړې حل لپاره د چين مرستې ته اړتيا نه لري.

  3. رویټرز: سعودي د جګړې پر مهال پر ایران څو بریدونه کړي

    وروسته له هغه چې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې متحده عرب اماراتو پر ایران پټ هوايي بریدونه کړي، رويټرز اوس تازه د دوو لوېدیځو او دوو ایراني چارواکو له خولي ويلي چې سعودي د منځني ختیځ د جګړې پر مهال د بریدونو په ځواب کې پر ایران څو نااعلان شوي بریدونه کړي دي.

    رویټرز په خپل ځانګړي راپور کې ويلي چې د دغو بریدونو په اړه مخکې راپور نه و ورکړل شوی او دا لومړی ځل دی چې سعودي د ایران پر خاوره مستقيم پوځي اقدام کوي.

    دوو لوېدیځو چارواکو رويټرز ته ويلي، بريدونه د سعودي هوايي ځواک له خوا ترسره شوي او احتمال لري چې د مارچ په وروستیو کې شوي وي. یوه چارواکي ويلي، "دا پر سعودي د بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکي بریدونه وو".

    رويټرز وايي د دغو بریدونو موخې نشي تائیدولی.

    د سعودي د بهرنيو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي رويټرز ته په دې اړه له غبرګون ښودلو ډډه کړې ده.

    د ایران د بهرنيو چارو وزارت هم په دې تړاو پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

    سعودي چې له امریکا سره ژورې پوځي اړيکې لري، په دوديز ډول د دفاع لپاره په امریکايي پوځ تکيه کوي خو د لسو اوونيو جګړې پر مهال بریدونو زیانمن کړی دی.

    وال سټريټ ژورنال وړاندې راپور ورکړی و چې متحده عرب اماراتو د امریکا او ایران د اوربند په پيل کې په خليج کې د ایران د تېلو تاسيسات په نښه کړي و.

  4. د تېلو نړیوالې بې ثباتۍ ترکیه کې پر ګرځندوی څه اغېز کړی؟

    په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د انرژۍ رسولو بهیر کې ګډوډۍ، د الوتکو د تېلو د احتمالي بحران په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي. دا اندېښنې د هوايي چلند او ګرځندوی پر چارو هم سیوری غوړوي.

    داسې اندېښنې دي چې په راتلونکو اونیو کې به اروپا د الوتکو د تېلو له کمښت سره مخامخ شي.

    یو شمېر هوايي شرکتونو، چې د ترکیې هوايي شرکت هم په کې یاد شوی، د لګښتونو کمولو په موخه ځینې الوتنې لغوه کړي دي. ورسره د ناروښانه حالت له امله، د ګرځندوی موسم په درشل کې د ټکټونو په پېرېدنه کې کمی لیدل شوی دی.

    خو د انرژۍ کارپوهانو له بي بي سي ترکۍ څانګې سره په خبرو کې ویلي چې ترکیه کولی شي په اسانۍ سره خپله کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، ځکه دا هېواد پخپله د الوتکو د تېلو صادروونکی دی. بل پلو، د ګرځندوی په چارو کې بوخت کسان مني چې دغه برخه د بیو د لوړېدو له امله تر فشار لاندې ده، خو ټینګار یې دا دی چې ترکیه لا هم د سیلانیانو د خوښې یو له مهمو ځایونو دی.

  5. پنټاګون: د ایران پر جګړې تر دې مهاله ۲۹ ميليارده ډالر لګښت راغلی

    د امریکا د دفاع وزارت، (پنټاګون) ويلي، له ایران سره په جګړه کې تر دې مهاله ۲۹ میلیارده ډالر لګښت راغلی دی.

    د لګښت دا اټکل د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرېس کې د بودیجې په یوه لنډیز کې خپور شوی.

    د یادولو وړ ده چې د اپرېل پر ۲۹مه د امریکا د دفاع وزير پيټ هېګسېت ويلي وو چې د ایران پر جګړه ۲۵ ميلياره ډالر لګول شوي دي.

    د پنټاګون د مالي چارو مشر جيولز هرسټ ويلي، دوې اوونۍ وړاندې د دفاع وزير کانګرېس ته د جګړې لګښت ۲۵ ميليارده ډالر ښودلی و.

    دی وايي، د ګډو ځواکونو او د پلټنې ټیم په دوامداره توګه د لګښت څارنه کوي او د اټکلونو له مخې، دا لګښت اوس ۲۹میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

  6. ټرمپ د ایران په اړه ويلي چې "یا به هوکړې ته ورسېږو او یا به هغوی په بشپړه توګه له منځه يوړل شي"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چين ته له تګ وړاندې ويلي چې له ایران سره د جګړې د پایته رسولو لپاره د دغه هېواد مرستې ته اړتيا نه لري.

    ښاغلي ټرمپ دا هم ويلي چې د دې اوونۍ په غونډه کې به د چين له ولسمشر شي جين پېنګ سره مفصلې خبرې وکړي.

    چين د ایران یو مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او له دغه هېواده د تېلو د صادراتو لویه برخه پېري. بيجېنګ هم د ایران ستر ملاتړی دی.

    ښاغلي ټرمپ ټينګار کړی چې هغه د هرمز تنګي پرانيستلو او د ایران د شخړې حل لپاره چې دوه نیمې مياشتې وړاندې د اسرائیلو او امریکا له ستر برید سره پيل شوه د چين مرستې ته اړتيا نه لري.

    ښاغلي ټرمپ ویلي، "موږ د خبرو لپاره ډېر موضوعات لرو، په صادقانه توګه زه به دا ونه وایم چې ایران یو له هغو دی، ځکه چې موږ ایران په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې لرو".

    نوموړي زياته کړه، "یا به هوکړې ته ورسېږو او یا به هغوی په بشپړه توګه له منځه يوړل شي".

    د هغو راپورونو سربېره چې وايي چین له ایران سره د وسلو په برخه کې مرسته کوي او منع شوي تېل ترې اخلي، ښاغلي ټرمپ وويل، د چين ولسمشر "نسبتا ښه" مخه ته تللی دی.

  7. وروستی, بحرین: ایران ته د جاسوسۍ په تور ۲۴ کسانو ته د بند سزاوې واورول شوې

    بحرین د سې‌شنبې په ورځ ۲۴ کسانو ته د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور د بند سزاوې واورولې، چې له ډلې یې درې کسانو ته د عمر بند سزا ورکړل شوې ده. دا د هغو سختو حکمونو تازه بېلګه ده چې بحرین یې پر هغو کسانو لګوي چې د تهران د ملاتړ او د جګړې پر مهال پر دغه هېواد د بریدونو په ترسره کولو کې د مرستې تور پرې پورې کېږي.

    د بحرین سترې جنايي محکمې، چې په وروستیو اونیو کې د ایران د بریدونو له امله زیانمنه شوې، تر ۲۰ زیاتو نورو کسانو ته هم د لسو کلونو پورې د بند سزاوې ورکړې دي.

    محکمې یوې ښځې ته د عمر بند حکم ورکړی چې ویل کېږي د "ایران د ترهګر سپاه پاسداران" سره یې د بحرین پر ضد د دوښمنانه اعمالو او د ملي ګټو د زیانمنولو لپاره اړیکې نیولې وې.

    په یوه بله قضیه کې، محکمې دوو کسانو ته د عمر بند سزا ورکړه چې د محکمې په وینا، "د ایران له ترهګر سپاه پاسداران سره یې د بحرین پر ضد د ترهګریزو دوښمنانه اعمالو لپاره همکاري کړې وه".

    محکمې ویلي چې یوې تورنې خپله ټولنیزه رسنۍ "د مهمو ځایونو د انځورونو او موقعیتونو خپرولو لپاره" کارولې ده. همدارنګه هغې منلې چې "د هغو ځایونو ویډیوګانې او انځورونه یې خپاره کړي چې بریدونه پرې شوي‌ وو".

    په دویمه قضیه کې، د محکمې په وینا، "لومړي تورن چې ایران ته تښتېدلی، دویم تورن چې په بحرین کې و، د کورنیو ترهګریزو عملیاتو لپاره استخدام کړی و او د ترهګرو عناصرو د مالي ملاتړ لپاره یې د پیسو د لېږد، ترلاسه کولو او سپارلو دنده ورکړې وه. همدارنګه یې د بحرین مهم تاسیسات یې څارل او معلومات یې د ایران سپاه پاسداران او استخباراتي ادارو ته لېږل."

    محکمې لسو نورو تورنو کسانو ته تر لسو کلونو پورې د بند سزاوې ورکړې او درېیو کسانو ته یې د سزا تر بشپړېدو وروسته له هېواده د ایستلو حکم هم کړی دی. پر دوی د "ایران د ترهګریزو بریدونو ملاتړ، د مهمو معلوماتو ترلاسه کول او خپرول او د هغو ځایونو انځور اخیستل" تور و چې انځور اخیستل یې منع دي.

    په جلا قضیو کې، ۱۱ نورو کسانو ته تر پنځو کلونو پورې د بند سزاوې ورکړل شوې دي، ځکه چې د محکمې په وینا، دوی "پر بحرین د ایران د بریدونو پر مهال د تاوتریخوالي او تخریبي کړنو" کې لاس درلود.

    دوه اونۍ وړاندې هم بحرین ۳۰ کسانو ته د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور سزاوې ورکړې وې، چې پنځو کسانو ته یې د عمر بند حکم صادر کړی و. په نورو تورونو کې د ایران د بریدونو ملاتړ، د مهمو معلوماتو خپرول، د ممنوعه ځایونو انځور اخیستل او پر ټولنیزو رسنیو د اوازو خپرول شامل وو.

    د "د بشر حقونو د څار" سازمان د مارچ په میاشت کې ویلي وو چې بحریني چارواکو د جګړې پر مهال لسګونه کسان نیولي، ځکه چې دوی په مظاهرو کې برخه اخیستې وه، اعتراضونه یې کړي وو، یا یې پر ټولنیزو رسنیو د ایران د بریدونو ویډیوګانې خپرې کړې وې. دغه سازمان ویلي چې په ځینو مواردو کې د اعدام غوښتنه هم شوې وه.

  8. وروستی, فیدان په قطر کې: هرمز تنګی باید د وسلې په توګه ونه کارول شي

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، چې قطر ته په سفر تللی، ویلي چې انقره د هرمز تنګي د پرانیستلو د هڅو ملاتړ کوي.

    هاکان فیدان په دوحه کې له خپل قطري سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم وویل چې د هرمز تنګي باید د "وسلې" په توګه ونه کارول شي.

    د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم وویل چې ایران باید د هرمز تنګي د فشار یا د "باج اخیستلو" د وسیلې په توګه ونه کاروي.

    د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د هغه وروستی سفر امریکا ته د دې لپاره و چې د ایران سره د جګړې د پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

  9. وروستی, کویت: د ایران د سپاه ۴ نفوذي کسان مو نیولي چې د سمندر له لارې زموږ خاورې ته ننوځي

    د کویت رسمي خبري اژانس "کونا" د سې‌شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پورې تړلي څلور کسان وروسته له هغه نیول شوي چې هڅه یې کوله د سمندر له لارې د کویت خاورې ته ننوځي.

    وزارت ویلي چې د کویت د وسله‌والو ځواکونو یو غړی له دغو نفوذ کوونکو سره په نښته کې ټپي شوی دی.

    د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پلټنو پر مهال دغو کسانو منلې چې دوی د ایران د سپاه پاسداران پورې تړاو لري.

    په بیان کې ویل شوي چې دوی ته دنده ورکړل شوې وه چې د کب نیولو په یوه کرایه شوې کښتۍ د بوبيان ټاپو ته نفوذ وکړي، څو د کویت پر ضد "دوښمنانه اقدامات" ترسره کړي.

    وزارت ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال یو تن ټپي شوی او دوه نور نفوذ کوونکي تښتېدلي دي.

  10. وروستی, د حزب الله عمومي منشي: زموږ وسله د لبنان داخلي موضوع ده او له اسرائیل سره د خبرو اترو برخه نه ده

    د حزب الله عمومي منشي نعیم قاسم د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د دغه ډلې وسله "د لبنان کورنۍ موضوع" ده او له اسرائیل سره د راتلونکو خبرو اترو برخه نه جوړوي.

    هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د حزب الله جنګیالي به د اسرائیلي ځواکونو لپاره میدان "دوزخ" وګرځوي، سره له دې چې د اوربند تر سیوري لاندې لا هم خونړي بریدونه دوام لري.

    قاسم په یوه لیکلي پیغام کې چې د حزب الله اړوند "المنار" ټلویزیون خپور کړی، ویلي: "له لبنانه بهر هېڅ لوري سره د مقاومت او وسلو هېڅ تړاو نشته… دا د لبنان داخلي مسله ده او له دوښمن سره د خبرو برخه نه ده".

    دا څرګندونې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو له مخکې شوې چې ټاکل شوې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په واشنګټن کې ترسره شي.

    هغه زیاته کړه: "موږ به تسلیم نه شو او مقاومت به جاري وساتو، د لبنان او د هغه د خلکو دفاع به کوو، که هر څومره وخت ونیسي او هر څومره قربانۍ وغواړي. موږ به له ډګره نه وځو او هغه به د اسراییل لپاره جهنم وګرځوو."

  11. وروستی, د ایران سمندري ځواک: له هرمز تنګي تېرېدونکې د امریکا یوه جنګي بېړۍ خپل تګلوري بدلولو ته اړ شوه

    د ایران د سپاه سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا یوه جنګي بېړۍ چې غوښتل یې له هرمز تنګي تېره شي، د ایران د سمندري ځواکونو له خوا پرې د "خبرداري ډزې" وشوې، چې له امله یې بېړۍ سملاسي خپل مسیر بدل کړ.

    دا راپور د فرانسوي ورځپاڼې "لې موند" له قوله ورکړل شوی.

    دغه ایراني چارواکي، د فارس خبري اژانس په حواله، د پېښې دقیق وخت نه دی ښودلی او یوازې یې ویلي چې دا "نژدې پېښه" ده. هغه همدارنګه د امریکا د بېړۍ له خوا د "تحریکوونکو کړنو" یادونه کړې ده.

    د سپاه پاسداران ځواکونو مخکې د مې په ۵مه په یوه بیان کې ګواښ کړی و چې هغه کښتۍ به په کلکه ځواب کړي چې د هرمز تنګي د ټاکل شویو سمندري لارو خلاف حرکت کوي.

  12. وروستی, پاکستان په خپلو هوايي اډو کې د پوځي موخو لپاره د ایراني الوتکو شتون رد کړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼې (پخوانی ټویټر) کې په خپره شوې اعلامیه کې د امریکا د "سي‌بي‌اېس" خبري شبکې هغه پخوانی راپور رد کړ چې ویلي یې وو د نور خان په هوايي اډه کې ایراني الوتکې موجودې دي.

    پاکستان وویل چې دا راپور "په کلکه ردوي" او هغه یې "ګمراه کوونکی" او د "پارونې" لپاره بللی دی. وزارت زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته او د اسلام‌اباد د خبرو اترو د لومړي پړاو پر مهال، د ایران او امریکا څو الوتکې پاکستان ته راغلې وې، چې د ډیپلوماتانو، امنیتي ډلو او اداري کارکوونکو تګ راتګ اسانه کړي چې د خبرو له بهیر سره تړاو لري.

    دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې "دا ډول د اټکلونو پر بنسټ راپورونه" د "سیمه‌ییز ثبات او سولې لپاره روانو هڅو د کمزوري کولو" په موخه خپرېږي.

    وزارت دا هم ویلي چې ځینې الوتکې او ملاتړي پرسونل د مذاکراتو د راتلونکو پړاوونو د انتظار لپاره په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي وو.

    تر دې مخکې د سي‌بي‌اېس نیوز راپور د باخبره امریکايي چارواکو له قوله ویلي وو چې پاکستان په پټه توګه ایراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي.

  13. لبناني چارواکو د امریکا له سفیره غوښتي چې د بریدونو درولو لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي

    لبناني چارواکو په بیروت کې د امریکا له سفیره غوښتي چې واشنګټن دې پر اسرائیلو فشار راوړي تر څو پر لبنان بریدونه ودروي. د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د اوربند سربېره د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

    لبناني چارواکو ويلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهيسې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د مړو شمېر ۲۸۶۹ تنو ته رسېدلی چې په دې کې لسګونه تنه د اپرېل له ۱۷ نېټې راهیسې د اوربند له پلي کېدو وروسته وژل شوي دي.

    د لبنان ولسمشر جوزف عون او لومړي وزير نواف سلام په جلا ډول د امریکا له سفير ميشال عيسی سره کتلي دي.

    نواف سلام ويلي، د امریکا له سفيره یې غوښتي چې د اسرائیلو د بریدونو او د اوربند د دوامداره سرغړونو د درولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

    په دې وروستيو ورځو کې اسرائیلو پر لبنان بریدونه زيات کړي دي. د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیلو د دوشنبې په ورځ د هېواد په جنوب او ختیځ کې له ۳۰ څخه ډېر ځايونه په نښه کړي دي.

  14. سي بي اېس: ایران ځينې پوځي الوتکې پاکستان او ملکي افغانستان ته لېږدولې دي

    په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي".

    له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.

    امريکايي چارواکو ادعا کړې، پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه معرفي کاوه، "په پټه" يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې ځای پر ځای شي. یوه امریکايي سناتور لېنزي ګراهم ويلي، که چېرې دا راپورونه سم وي، د منځګړي په توګه د پاکستان رول بايد له سره و ارزول شي.

    دغو دوو امریکايي چارواکو سي بي اېس نيوز ته ويلي چې ایران همدارنګه ملکي الوتکې افغانستان ته استولې دي. خو دا لا نه ده روښانه چې په دې پوځي الوتکې هم وې که نه.

  15. وال سټریټ ژورنال: متحده عرب اماراتو په پټه د ایران پر ضد پوځي بریدونه کړي

    د امریکا وال سټريټ ژورنال د باخبره سرچينو له خولې راپور ورکړی چې متحده عرب اماراتو د ایران پر وړاندې پټ پوځي بریدونه کړي دي.

    سرچینو وال سټريټ ژورنال ته ويلي، دا بریدونه چې متحده عرب اماراتو لاتراوسه په عامه توګه نه دي تائید کړي، په هغو کې د خليج په لاوان ټاپو کې د نفتو د چاڼ پر يوه مرکز برید هم شامل دي.

    د اپرېل په لومړيو کې د ډونلډ ټرمپ د اوربند له اعلان سره هممهاله د ایران د نفتو په څو تاسيساتو بریدونه وشول چې د پراخې اورلګېدنې سبب وګرځېدل او د لاوان چاڼځای یې څو مياشتې له کاره وغورځاوه.

    هغه مهال ایران وويل چې چاڼځای د "دښمن برید" کې په نښه شوی او په ځواب کې یې پر متحده عرب اماراتو او کويت د توغنديو او ډرون بریدونه پيل کړل.

    د راپور له مخې امریکا له بریده ناخوښه نه وه، ځکه اوربند لا په بشپړه توګه نه وی پلی شوی خو وال سټريټ ژورنال ليکلي چې "واشنګټن په پټه د اماراتو له ګډونه هرکلی" کړی دی.

  16. ملګري ملتونه: د هرمز تنګي کې ګډوډي لسګونه میلیونه خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کوي

    د ملګرو ملتونو د کاري ځواک مشر چې د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره جوړ شوی، خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي له لارې د کیمیاوي سرې لېږد ژر تر ژره بیا پیل نشي، لسګونه میلیونه خلک به د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخامخ شي.

    د ملګرو ملتونو د پروژو د چوپړونو دفتر اجرائیوي رئیس او د کاري ځواک مشر، جورج مورېرا ډې سېلوا، اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "موږ یوازې څو اوونۍ وخت لرو چې د هغه څه مخنیوی وکړو چې احتمال لري یو لوی بشري کړکېچ رامنځته کړي."

    نوموړي زياته کړې، "موږ ښايي له یوه داسې کړکېچ سره مخامخ شو چې کولی شي ۴۵ میلیونه نور وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخامخ کړي."

  17. وروستی, اسرائیل وايي چې درې سرتېري یې په ډرون برید کې ټپیان شوي دي

    د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان د سوېل په یوه سیمه کې یې درې سرتېري د چاودېدونکو توکو د لېږدونکي وسیلې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

    د دې چاودنې د دقیق ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

    د یادونې ده چې مخکې د لبنان حزب‌الله غورځنګ ویلي وو چې ځواکونو یې طیبه ښار کې د یوه کور دننه د اسرائيلي پوځیانو پوسته په نښه کړې ده.

    دې ډلې ادعا کړې وه، چې ځواکونو یې درې ځله پر دغه ځای بریدونه وکړل او بالاخره یوه اسرائیلۍ چورلکه د خپلو ټپیانو لېږدولو لپاره ورغله.‌

    د اسرائیل پوځ نن سهار تایید کړه چې د لبنان په سویل کې یې یوه بل سرتېری هم وژل شوی دی.‌

    بلخوا د لبنان ملي خبري اژانس خبر ورکړی چې اسرائیل نن سهار د شمالي عابا پر کلي هوايي برید کړی، چې دوه کسان پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

    د راپور له مخې، د اسرائیل د جنګي الوتکو د لبنان د سویل په کفر رمان سیمه کې هم نن لږترلږه دوه ځلې بریدونه کړي دي.

  18. سویلي کوریا: په فارس خلیج کې پر بېړۍ برید کوونکو ته ځواب ورکوو

    سویلي کوریا په فارس خلیج کې د دوی پر باري کښتۍ برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د مسوول اړخ تر پېژندل کېدو وروسته به ځواب ورکړل شي.

    د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په فارس خلیج کې د خپلې دې زیانمنې شوې کښتۍ څو عکسونه هم خپاره کړي دي.

    هممهاله رویټرز خبري اژانس ویلي، د سویلي کوریا کارپوهانو په برید کې دې کښتۍ ته د اوښتي زیان لومړنۍ ارزونې ترسره کړې دي.

    د سویلي کوریا د کښتۍ چلولو اېچ‌اېم‌اېم شرکت پر دې اړوندې باري کښتۍ تېره اوونۍ (د می میاشتې څلورمه) د دوو ناپېژانده توغېدونکو په وسیله برید وشو.

    په دغه برید ځاني زیان نه دی اوښتی.

    د مارین ټرافیک په نوم د سمندري مسیرونو په تړاو د معلوماتو خپرونکي بنسټ په وینا، د اېچ‌اېچ‌اېم نامو په نوم دا کښتۍ نږدې ۱۸۰ متره اوږده ده او د پاناما له بیرغ سره یې فعالیت کاوه.‌

  19. ایران: غوښتنې مو معقولې، مسوولانه او سخاوتمندانه دي

    د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی غوښتنې "معقولې، مسوولانه او سخاوتمندانه" دي.

    دغه وزارت همدا راز واشنګټن تورن کړی چې ګوندې "پر یو اړخیزو او نامعقوله" لیدلورو ټینګار کوي.‌

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوی لخوا شوې غوښتنې د "د ایران مشروع حقوق" بللي دي.

    هغه ویلي: "ایا د جګړې پای ته رسېدو لپاره د ایران غوښتنه...، سیمه کې د ایراني بېړیو پر وړاندې د سمندري شوکو د ودرېدو لپاره د ایران غوښتنه، چې سمندري کلابندي یې بولي...، د ایران د خلکو اړوندو شتمنیو ازادېدو لپاره د ایران غوښتنې.. چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې...، او په دې تړاو زموږ غوښتنه چې په هرمز تنګي‌ کې دې تګ راتګ په خوندي ډول ترسره شي، ایا دا د ډېر څه غوښتل دي...؟ ایا د لبنان په ګډون ټوله سیمه کې د سولې د ټینګښت په څېر مهمه موضوع ډېرغوښتنه ده؟"

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د دوی وړاندیز ته د ایران ځواب "هېڅ د نه منلو" نه دی او تهران یې په تېر ایستلو تورن کړ.

  20. وروستی, حزب‌الله وايي د لبنان په سویل کې یې پر اسرائیلي ځواکونو برید کړی

    د لبنان حزب‌الله غورځنګ وايي ځواکونو یې طیبه ښار کې د یوه کور دننه د اسرائيلي پوځیانو پوسته په نښه کړې ده.

    حزب‌الله ادعا کړې چې ځواکونو یې درې ځله پر دغه ځای بریدونه وکړل او بالاخره یوه اسرائیلۍ چورلکه د خپلو ټپیانو لېږدولو لپاره ورغله.‌

    د حزب‌الله په وینا له دغه برید وروسته اسرائیلي ځواکونه شاتګ ته اړوتل.

    د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.‌