وروستی, بحرین: د سپاه پاسداران اړوند ۴۱ کسان مو نیولي دي
د بحرین کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران اړوند ۴۱ کسان یې نیولي دي.
د بحرین رسمي خبري اژانس د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی، چې دا کسان تر هغې وروسته ونیول شول چې امنیتي چارواکو له سپاه پاسداران سره د یوې تړلې ډلې د څرک موندلو خبر ورکړ.
د بحرین کورنیو چارو وزارت دوه اوونۍ مخکې اعلان کړی و، چې د ۶۹ کسانو تابعیت یې بهرنیو اړخونو پر وړاندې د ایران د خصمانه اقداماتو د ستایلو او یا له دغه هېواد سره د خواخوږۍ ښودلو له کبله لغوه کړی دی.
ایران پر دوی د امریکا او اسرائيل د بریدونو په ځواب کې د بحرین په ګډون د فارس خلیج پر ټولو هېوادونو چې امریکا پکې پوځي اډې لري، د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.