د ایران دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د سولې وروستۍ طرحې
په اړه یې له امریکا ځواب ترلاسه کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس په وینا د ایران د بهرنيو چارو وزارت
ويلي، د امریکا دا ځواب چې د پاکستان له لوري دوی سپارل شوی اوس تر کتنې لاندې دی.
امریکا لا تراوسه ایران ته د ځواب استول په رسمي ډول نه
دي تائید کړي. خو ويل کېږي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ د اسرائیلو نيوز ته
ويلي وو چې دا وړانديز ورته د منلو وړ نه دی.
د ایران دولتي رسنيو ويلي، د تهران په ۱۴ مادييزه طرحه
کې له واشنګټنه غوښتل شوي چې خپل ځواکونو د ایران له پولو سره له نژدې سيمو وباسي، د ایران پر بندرونو
سمندري کلابندي پايته ورسوي او ټول تاوتریخوالی ودروي چې په هغو کې پر لبنان د
اسرائیلو بریدونه هم شامل دي.
په دې طرحه کې همدا ډول غوښتنه شوې چې د دواړو هېوادونو
تر منځ بايد په ۳۰ ورځو کې تړون وشي.
د ایران دولتي رسنيو زياته کړې، په طرحه کې پر دواړو
خواو غږ شوی چې د اوسني اوربند د غځولو پر ځای "د جګړې پايته رسولو" باندې تمرکز وکړي.
دولتي رسنيو د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي
له خولې ویلي، "په دې پړاو کې د اتومي" مسئلو په اړه چې د امریکا تر ټولو مهمه غوښتنه ده، خبرې نه کېږي.
ایران په پرلپسې ډول رد کړې چې ګواکې د اټوم بم جوړولو
هڅې نه کوي او وايي د دوی پروګرام يوازې د سوله ييزو موخو لپاره دی. خو دا يوازنی هغه هېواد دی چې اټومي وسلې نه لري او
يوارنيم یې د وسلو تر کچې غني کړې دي.