تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې سره لیدلي

    د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌ يي له خپل ایراني‌ سیال عباس عراقچي سره نن په بیجینګ کې لیدلي دي.

    دا خبر د چین دولتي خبري اژانس (شينهوا) ورکړی خو د هغوی د لیدنې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

    دې نه مخکې د ایران فارس خبري اژانس ویلي وو چې ښاغلی عراقچي به له وانګ يي سره پر "دوه اړخیزو اړیکو او په سيمه‌ييزه او نړیواله کچه رامنځ‌ته شوو بدلونونو" باندې خبرې‌اترې سره وکړي.

    د عراقچي دا سفر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ راروانه اوونۍ چین ته سفر وکړي او هلته له خپل سیال شي جینپینګ سره وګوري.

    دا سفر مخکې کېدونکی و خو ټرمپ پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته وځنډاوه.

  2. د ایران د بهرنیو چارو وزير چين ته ورسېد

    د ایران د تسنیم او فارس خبري اژانسونو په وینا، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په سهار له یوه ډیپلوماتیک پلاوي سره د چین پلازمینې بیجېنګ ته رسېدلی دی. ټاکل شوې هلته به له خپل چینایي سیال وانګ یي سره خبرې اترې وکړي.

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه ایز او نړیوال وضعیت کې د پرمختګونو په اړه بحث کول دي.

    د اسوشیټېډ پرېس په وینا، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې دا چين ته د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی.

    چین د ایران ترټولو مهم سوداګریز شریک او د ایران د تېلو لوی پیرودونکی دی، او د امریکا لخوا پرتهران د بندیزونو سره سره یې د ایران د تېلو پیرودلو ته دوام ورکړی دی.

    عراقچي داسې مهال چين ته سفر کړی چې د همدې مې مياشتې پر ۱۴ مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم چين ته سفر پلان کړی دی.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین څخه غوښتي چې پرعراقچي فشار راوړي ترڅو د هرمز تنګي کې د ایران کنټرول پایته ورسوي.

    مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې وویل، "زه هیله لرم چې چینایان به عراقچي ته هغه څه ووایي چې باید وویل شي، او هغه دا چې په هرمز تنګي کې څه کوئ په نړیواله کچه ستاسو د ګوښي کېدو سبب ګرځي."

  3. مارکو روبیو: د ایران پر وړاندې يرغليز پړاو پایته رسېدلی، تهران باید د خبرو اترو مېز ته راستون شي

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د ایران پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د جګړې يرغليز پړاو پایته رسېدلی او نوموړي له تهرانه وغوښتل چې بېرته د خبرو اترو میز ته راشي.

    د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې، مارکو روبیو وویل، ؛د اېپېک فيوري عمليات پایته رسېدلي. موږ د دې عملياتو موخې ترلاسه کړې دي."

    مارکو روبیو وویل، د ایران حکومت "په هرمز تنګي کې ايسارې کښتۍ د مرګ لپاره پرېښي دي." او خبرداری یې ورکړ، هغه هېوادونه چې د شخړې اړخونه نه دي هم په خطر کې دي. د ده په وینا، د ایران لخوا د اوبو حیاتي لارې بندیدل نه یوازې د دې هیوادونو توکي بلکې د دوی د اتباعو ژوند هم په خطر کې اچولی دی.

    د هرمز تنګي کې بند پاتې کښتیو کې د خوړو او اوبو د نشتوالي په اړه د اندېښنو په یادولو سره، هغه ادعا وکړه چې د دې شرايطو له کبله "لږ تر لږه لس تنه لا دمخه مړه شوي دي".

    روبیو ادعا وکړه چې مختلفو هېوادونو له امریکا د سوداګریزو کښتیو د خوندي ایستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

    هغه وویل چې په هرمز تنګي کې د امریکا عملیات په بشپړ ډول په "دفاعي" حالت کې دي.

    هغه خبریالانو ته وویل، "موږ تر هغه وخته ډزې نه کوو چې لومړی پر موږ ډزې ونشي."

    مارکو روبیو خبرداری ورکړ چې که ایران د هرمز تنګي کې د امریکا په کښتیو برید وکړي، امریکا به د ځواب ویلو څخه ډډه ونه کړي.

  4. د ایران د ولسمشر دفتر دوو چارواکو د پزشکیان استعفا او د سپاه پاسداران له ځواکونو سره اختلاف رد کړی دی

    د ایران د ولسمشرۍ په دفتر کې دوولوړ پوړو چارواکو د ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسلامي انقلاب ګارډ یا د سپاه پاسداران ځواکونو د قوماندانانو ترمنځ هر ډول اختلاف او د هغه د استعفا اوازېرد کړې دي.

    د ولسمشر فتر د اړیکو او اطلاعاتو مرستيال طباطبايي، ايسنا ته ويلي، "هغه سخت شرايط چې هېواد ورسره مخامخ دی، ان هغه ته اجازه نه ورکوي چې د استعفا په اړه فکر وکړي".

    نوموړي ويلي، په تېرو دوو کلونو کې له کله چې هغه واک ته رسېدلی په اړه یې ډېر ځله داسې راپورنه خپاره شوي خو ټول "بې بنسټه" دي. ښاغلي طباطبايي دا راپورونه "جعلي خبرونه او د رسنيو اوازې" بللې دي.

    د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محسن حاجي ميرزايي هم ايسنا ته ويلي چې د پزشکیان او د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو تر منځ "هېڅ اختلاف" نشته.

    نوموړي ويلي، "قومندانان او پخپله ولسمشر په ټولو غونډو کې حاضر وو، او په دې غونډو کې ټولې پرېکړې په همغږۍ سره وشوې."

  5. وروستی, ایران پر عرب اماراتو بریدونه رد کړل او ویې ویل چې هر ډول برید به یې له "ځپونکي" ځواب سره مخ شي

    د ایران د خاتم الانبیاء ګډې قوماندانۍ د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دوی په وروستیو ورځو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې هیڅ ډول بریدونه نه دي کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که متحده عربي امارات د ایران پر ضد کوم اقدام وکړي، نو له ځپونکي ځواب سره به مخ شي.

    متحده عربي اماراتو نن سه شنبه، د دویمې پرلپسې ورځې لپاره، پر دغه هېواد د ایران له خوا د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ.

    دا بریدونه د متحده ایالاتو له خوا د اوربند له اعلانه څلور اونۍ وروسته، چې نسبي ارامي وه، ترسره کېږي.

  6. امریکا وايي دایران د سمندري کلابندۍ راهیسې یې د ۵۱ بېړیو لاره بدله کړې

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ(سېنټکام‎) ویلي دي چې د ایران د سمندری کلابندۍ له پیله یې تراوسه د ۵۱ لویو بېړیو لاره بدله کړې ده.

    امریکايي پوځ د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د ایران له بندرونو راتلونکو یا ورتلونکو بېړیو مخه به نیسي یا به یې بېرته ستنوي. ددې هدف له تېلو د ایران د ګټې کمول ښودل شوي دي.

    دا پروګرام د "ازادۍ دعلمیاتو" له پروژې بېل دی. ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ ددې اعلان وکړ. ددې هدف هغه بېړیو سره مرسته کول ښودل شوي چې د هرمز تنګی کې ایسارې پاتې دي.

  7. وروستی, پېټ هیګېسټ: اوربند لا هم پر ځای دی

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسېت ویلي: "اوس مهال اوربند لا هم پرځای دی" او دا چې "دا یو جلا عملیات دي یوازې د اوبو د لارو د بېرته پرانیستلو لپاره ترسره کېږي."

    هغه په عین حال کې له ایرانه وغوښتل چې "له احتیاطه کار واخلي" او خپل اقدامات تر هغې کچې محدود وساتي چې جګړې ته لار هواره نه کړي.

    د امریکا دفاع وزیر په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران د وړو چټکو کښتیو ځواک جدي ګواښ بلل کېږي او که یوازې "محدود مزاحمت" دی، وویل چې هر ډول ګواښ باید جدي وګڼل شي.

    هغه زیاته کړه چې ایران "پوره تمرکز" لري او امریکا باید هېڅکله بې‌پروا نه شي.

  8. متحده عربي امارات وايي د ایران د توغندیو او ډرون بریدونه شنډوي

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي همدا مهال د هېواد دفاعي سستم د ایران د توغندیو او ډرون بریدونه شنډوي.

    د بېړنېو خدمتونو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې " خوندي ځایونو کې پاتې شي".

    په دې اړه نور تفصیل راروان دی.

    له دې وړاندې متحده عربي اماراتو ویلي و چې د دوشنبې په ورځ یې ۱۵ ایراني توغندي او څلور ډرون هوا کې له منځه وړي وو.

  9. وروستی, بي‌بي‌سي‌ وریفای: فجیره بندر کې د دوشنبې پر شپه لوی اور لګېدلی و, ریچارډ ارواین-براون او ایما پینګلي

    بي‌بي‌سي ویلي چې دا دوه وېډیوګانې تر هغې وروسته په انلاین بڼه خپرې شوې چې ځايي چارواکو د ایران د ډرون برید راپور ورکړ.

    په یوې وېډیو کې ښکاري چې د اوبو پمپ کوونکې یوه بېړۍ هڅه کوي لوی اور مړ کړي. بي‌بي‌سي تایید کړې چې دا وېډیو د بندر شمال ته له یوې بېړۍ ثبت شوې، چې د شاوخوا غرونو بڼه او په سیمه کې د کرېنونو د موقعیت له لارې د سپوږمکۍ او سړکیزو انځورونو سره پرتله شوې ده.

    دویمه وېډیو د تور لوګي لویه ستنه ښيي چې اسمان ته پورته کېږي. بي‌بي‌سي ویلي چې دا وېډیو د بندر سوېل لوري ساحل څخه اخیستل شوې او د کرېنونو او نژدې لویو تړلو سیلوګانو له مخې یې ځای تثبیت کړی دی.

  10. وروستی, هیګسېت: اسرائیل امریکا جګړې ته نه ده کش کړې

      • Author, فرېیا سکاټ-ټرنر
      • دنده, د ژوندۍ پاڼې خبریاله

    پېټ هیګسېت د خبري غونډې په وروستۍ پوښتنه کې، د یوه خبریال خبرې پرې کړې چې د بنیامین نتنیاهو د ایران جګړې اړوند څرګندونو په اړه یې پوښتنه کوله.

    هغه وویل: "زه پوهېږم چې ته کوم لوري ته اشاره کوې، خو اسرائیل امریکا جګړې ته نه ده کش کړې، بلکې ولسمشر د خپل لید او تحلیل پر بنسټ جګړې ته داخل شو."

    د پېټ هیګسېت او جنرال کېن ګډه خبري ناسته په همدې ځواب پای ته ورسېده.

  11. وروستی, "د ټرمپ څرګندونې هېڅ ډول ډاډ نه ورکوي", میچ لابییک – د سوداګرۍ خبریال

    د بېړیو د عملې د اتحادیې، انټرنېشنل ناټیلوس عمومي منشۍ ساشا مییر ویلي پر ټولنیزو رسنیو د ډونلډ ټرمپ وروستي څرګندونې د دوی د غړو لپاره هېڅ ډاډ نه لري.

    هغه وایي چې د معلوماتو کموالی او ناڅرګندتیا د وضعیت فشار هېڅ نه بدلوي او نه هم د هغوی د اندېښنو په کمولو کې مرسته کوي.

    د امریکا ولسمشر ویلي چې د هغه له خوا طرحه شوې "د ازادۍ پروژه" به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د امریکایي پوځ په مرسته خوندي کړي.

    خو مییر وايي: "تر اوسه هېڅ داسې ډاډ نشته چې دا به د عملې خلکو یا بېړیو لپاره کومه ګټه ولري او هغوی په خوندي ډول له تنګي وباسي. "

    هغه زیاتوي چې له یوې خوا دا څرګندونې هېڅ عملي بدلون نه راولي او له بلې خوا وضعیت لا خرابوي، ځکه چې د شخړو بیا پیل د بېړیو لپاره خطر زیات کړی، نو په اوسني حالت کې دا هېڅ پرمختګ نه ګڼل کېږي.

  12. هرمز تنګی ولې مهم دی؟‌

  13. وروستی, د بریتانیا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: له ایران سره هوکړه له هرمز تنګي د بېړیو د تېرېدو یوازېنۍ لار ده

    د بریتانیا پخواني د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند "په ډېر نازک حالت کې دی". نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هرمز تنګي په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو د تبادلې راپورونه خپاره شول.

    لارد ریکټس له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل چې د جګړې له پیل مخکې په دغه لاره کې د بېړیو د تګ راتګ ډېرې لوړې اندازې ته په کتو، او دا چې "سلګونه" بېړۍ په تنګي کې بندې پاتې دي، د امریکا د هغه پلان په اړه شک لري چې غواړي د سوداګریزو بېړیو ساتنه وکړي.

    هغه وویل: "هغوی نشي کولای هره بېړۍ جلا جلا بدرګه کړي، ځکه یوازې د یوې یا دوو بېړیو هدف ګرځول کافي دي چې د کښتۍ چلولو صنعت د دې لارې د خوندي تګ ټول باور له لاسه ورکړي."

    د لارد ریکټس په باور، "یوازېنۍ لاره" د خوندي تګ لپاره له ایران سره توافق ته رسېدل دي.

  14. وروستی, قالیباف: ‌امریکا د جګړې دوام نه شي زغملی، موږ لا پیل هم نه دی کړی

    د ایران د پارلمان مشر امریکا تورنه کړه چې اوربند یې مات کړی، په هرمز تنګي کې یې کښتۍ چلونه او د انرژۍ لېږد له خطر سره مخ کړی دی. محمدباقر قالیباف همداراز وویل امریکا هغه وضعیت نه شي زغملی چې خپله یې رامنځته کړی او زیاته یې کړه چې "شر به یې کم شي" حال دا چې "موږ لا تراوسه پیل هم نه دی کړی."

    له دوشنبې ورځې راهیسې چې امریکا خپل هغه پلان، چې "د آزادۍ پروژه" نومېږي، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د خوندي کولو لپاره پیل کړی، د ایران او امریکا ترمنځ د ډزو تبادله شوې او څو سوداګریزې بېړۍ هم په نښه شوې دي.

    عربي متحده اماراتو هم د ډرون او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلی، هغه بریدونه چې د نړۍ مخ پر زیاتېدونکو هېوادونو له خوا غندل شوي دي.

    قالیباف، چې په اسلام‌اباد کې یې د ایران او امریکا د خبرو اترو د پلاوي مشري کوله، ویلي امریکا تر فشار لاندې ده.

  15. وروستی, ټرمپ:‌ که پر امریکايي بېړیو برید وشي، ایران به 'د ځمکې له مخ ورک شي'

    په داسې حال کې چې کارپوهان د هرمز تنګي د وضعیت د خطرناکېدو په اړه خبرداری ورکوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا او عربي متحده اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د "بد نیت لرونکو لورو" له امله یو ځل بیا "په دې ناورین کې راګیر نه شي".

    بله خوا، ټرمپ هغه امریکايي نظرپوښتنې رد کړې چې ښيي د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی او دغه سروېګانې یې "جعلي" بللې دي.

  16. وروستی, د فرانسې ولسمشر: پر متحده عربي اماراتو د ایران بریدونه ایران بریدونه توجیه نه لري

    د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ایران له خوا پر متحده عربي اماراتو بریدونه وغندل او هغه یې "د نه منلو وړ" بلل.

    دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې عربي متحده اماراتو اعلان وکړ د امریکا او اسرائیل د جګړې له اوربند وروسته، د لومړي ځل لپاره د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

    مکرون د سې‌شنبې په ورځ په اېکس کې په یوه بیان کې وویل: "د اماراتو پر ملکي بنسټونو د ایران بریدونه بې دلیله او د منلو وړ نه دي."

    هغه ټینګار وکړ چې فرانسه د سیمې له خپلو متحدینو او اماراتو "د خپلې خاورې د دفاع" په برخه کې ملاتړ کوي او یو ځل بیا یې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

  17. بریتانيا پر متحده عرب اماراتو د ایران ډرون بریدونه غندلي او له ایرانه یې غوښتي چې ډېپلوماسي له خنډ سره مخامخ نه کړي

    د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر په متحده عرب امارات د توغنديو او ډرون بریدونو غندنه کړې او ایران ته یې د پړې ګوته نيولې ده.

    د بریتانيا د لومړي وزير دفتر ويلی، سټارمر له ایرانه غوښتي چې په منځني ختيځ کې د تاوتریخوالي د لازیاتېدو د مخنيوي لپاره ډېپلوماسۍ کې ښکېل شي.

    "موږ له متحده عرب اماراتو سره وړلاړ يوو او په خليج کې به د خپلو متحدينو د دفاع ملاتړ ته دوام ورکړو".

    سټارمر زياته کړې، "دا زياتوالی بايد ودرول شي. ایران بايد په منځني ختیځ کې د اوربند د ساتلو او د ډېپلوماټک او اوږدمهاله حل د ترلاسه کولو لپاره په جدي توګه خبرو اترو کې ښکېل شي".

    د راپورونو له مخې، ایران د دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي کې څو کښتۍ او په متحده عربي اماراتو کې د تېلو یو بندر په نښه کړی دی.

    په ورته وخت کې د ایران یوه پوځي چارواکي ويلي چې هېواد یې په متحده عربي اماراتو د برید پلان نه لري. تهران تر اوسه په متحده عربي اماراتو د برید مسؤلیت تائید یا رد نه دی کړی.

  18. محمد بن سلمان پر متحده عرب اماراتو د ایران بریدونه غندلي دی

    د سعودي دولتي خبري اژانس په وینا د دغه هېواد وليعهد او لومړي وزير محمد بن سلمان د متحده عرب اماراتو له واکمن محمد بن ال نهيان سره په ټليفوني خبرو کې پر اماراتو د ایران بریدونه "په کلکه غندلي" او دا کار یې "غيرعادلانه" یاد کړی دی.

    د اېس پي اې خبري اژانس په وینا د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د متحده عرب اماراتو د امنيت او ثبات سره د خپل هېواد پر ملاتړ باندې ټينګار کړی دی.

    یاد خبري اژانس ويلي، دواړو په ټليفوني خبرو کې په وروستيو پرمختګونو او په سيمه کې د امنيت او ثبات د پياوړتيا په لارو چارو بحث وکړ.

    په همدې مهال د سعودي د بهرنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه کې په کلکو ټکو د ایران بریدونه غندلي او دا یې "په متحده عرب اماراتو کې پر ملکي او اقتصادي تاسيساتو د توغنديو او ډرون بريدونه" ياد کړي دي.

    په خبرپاڼه کې د متحده عرب اماراتو پورې اړوند یوه شرکت د کښتۍ په نښه کېدل هم غندل شوي دي.

    دا په داسې حال کې ده چې ایران پر متحده عرب اماراتو د بریدونو مسئوليت نه دی منلی او ويلي یې دی چې د اماراتو پر وړاندې د عملياتو پلان نه لري.

    خو انقلابي ګارډ ته نژدې خبري اژانسونو په وار وار د بریدوونو خبرونه خپاره کړي وو.

  19. لبنان کې اوربند سره سره د اسرائیلو بریدونو له کبله "لسګونه کسان وژل شوي"

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوب کې د اسرائیلو بریدونو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي دي. لبنان کې دوه اونۍ وړاندې د اوربند له پیله راپدېخوا دا تر ټولو خونړۍ ورخ بلل شوې ده.

    د روغتیا وزارت د شمېرو ترمخه دې سره د پنجشنبې له ورځې اسرائیلي بریدونو کې د وژل شوو شمېر ۷۷ کسانو ته لوړ شوی دی. اسرائیل بیا ادعا لري چې د حزب الله ډلې غړي به نښه کوي.

    د لبنان حکومت شمېرو کې دا نه ده ښودل شوې چې وژل شو کې څومره ملکیان او څومره وسله وال دي، خو لږ تر لږه دوه وژل شوي او ۱۴ ژوبل کوچنیان ښودل شوي دي.

    اسرائیل وايی چې همدې موده کې د دوی ۱۷ پوځیان وژل شوي دي او حزب الله ډله په دې تورنوي چې د ډرون او توغندیو سلګونه بریدونه یې کړي دي.

    دواړه خواوې یو او بل له اوربنده په سرغړونې تورنوي، او جګړې بندولو لپاره دېپلوماتیکه هڅې تراوسه نه دي بریالۍ شوي.

    د اسرئیلو پوځ وايی، د اوربند سند ورته دا اجازه ورکوي چې "د پلان شوي څرګند برید" پر وړاندې ګام واخلي. خو لبناني چارواکي له سنده د اسرائیلودا تعبیر ردوي او په پرله پسې ډول یې له اوربنده په سرغړونې تورنوي.

    حزب الله هم منلې ده چې جنوبي لبنان کې د اسرائیلو پولې سره نژدې په ناقوره سیمه کې پراسرائیلي پوځیانو د ډرون په ګډون یې بریدونه کړي دي. حزب الله دا د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو بمباریو ته ځواب او غچ بللي دی.

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنیاهو د حزب الله لخوا د ډرون زیاتېدونکی ګواښ منلی او ویلي یې دی"د دې مخنیوي" به وخت اخلي.

  20. امریکا وایي چورلکو یې ایرانۍ کښتۍ په نښه کړې دي

    د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي، د چورلکو پر مټ یې د ایران کوچنۍ کښتۍ ویجاړې کړې دي.

    سېنټکام دغه بيان وروسته له هغه خپور کړی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا وکړه، چې امریکا د هرمز تنګي د پرانيستلو لپار اووه کوچنۍ ایرانۍ کښتۍ په نښه کړې دي.

    په خبرپاڼه کې راغلي، "نن سهار سي هاکس او د امریکا د پوځ اپاچي چورلکې د هغو کوچنيو ایراني کښتيو د ویجاړولو لپاره کارول شوې چې سوداګريزو بار لېږدونکو بېړيو ته یې ګواښ جوړاوه."

    ایران د امریکا له خوا دغو ادعاو ته لا ځواب نه دی ورکړی.