کوریایۍ "د ځمکې پاچا" ډرامې ولې عربان په غوسه کړي؟

د عکس سرچینه، Social Media
د کوریا "ځمکې پاچا" په نامه ډرامې په ګڼو عربي هېوادونو کې پر خواله رسنیو پراخه غوسه راپارولې ده.
د دوی غوسه له دې کبله ده چې د دې ډارمې ځینې برخې "عربانو ته سپکاوی" دی، همدا وو چې د دغې کومیډي رومانتیکي ډرامې جوړوونکو بښنه وغوښته.
د ډرامې جوړوونکو په عربي ژبه له عربانو د بښنې یو بیان پر انسټاګرام خپور کړی دی.
جوړوونکي شرکت ویلي: "د هېڅ هېواد یا کوم ځانګړي کلتور د ارزښت ټیټولو یا ملنډو وهلو هوډ مو نه دی کړی، موږ د ډرامې د ځینو برخو له کبله د ځینو کتونکو د خپګان له امله ټینګه بښنه غواړو".
دغه شرکت ویلي، ددغو صحنو جوړول "د تجربې د کمښت او د نورو ولسونو د کلتور په اړه د بشپړو معلوماتو د نشتوالي له کبله دي". دوی ژمنه کړې چې دا نیمګړتیاوې به بشپړې کړي او خپل تولید به په داسې بڼه جوړ کړي چې بېلابېل کلتوري پاړکي خوند ترې واخلي.
دوی د هغو صحنو د ژر سمولو ژمنه هم کړې ده چې "د لانجې راپورته کېدو" سبب شوې دي.
دا لانجمنه صحنه د ډرامې په اومه برخه کې ده، چې په عربي جامو کې یو سوداګر چې ظاهراً د یوې عربي سیمې امیر انځور شوی دی، په یوه شپني کلب کې له ښځو سره په مناسب ډول چلن کوي.
د ډرامې د ارزښت کمولو پراخ کمپاین
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ډرامې ځینو برخو په عربي هېوادونو کې د ګڼو خواله رسنیو د کارنو غوسه راپارولې ده او د ډرامې پر وړاندې یې په بېلابېلو پلټفارمونو پراخ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په ای اېم ډي بي وېبپاڼه د ډرامې د ارزښت کمولو په موخه پراخ کمپاین پیل کړی.
له خوا، ځینو کسانو وروسته تر هغه له دې ډرامې خوښي ښودلې ده چې جوړوونکي شرکت یې بښنه وغوښته. دوی لیکلي: "د مسلمانو عربانو په توګه موږ په ټوله کې د اسلام او عربانو ښه انځور وړاندې کوو، موږ دا بښنه منو".
نورو بیا د ډرامې او کرکټرونو پرضد برید او غندنه رد کړې ده چې په وینا یې دا کار یې د عربانو او مسلمانانو د ناسم انځور ښکارندويي کوي.
دوی وايي، سینما باید "وینا کې خپلواکه" وي او "په تمثیل کې سپکاوی نه شته".
د کوریايي "ځمکې پاچا" ډرامې په اړه معلومات
د نټفلکس د پېژندنې له مخې - چې دا ډرامه پکې ده د کوریا "جي ټي بي سي" تلوېزیون سربېره، د ډرامې پېښې پر میراث د سختې لانجې پر مسلې راڅرخي.
د ډرامې اصلي لوبغاړي لي جان هو او لیم یون ایه او ګا ون -هي دي.



















