کوریایۍ "د ځمکې پاچا" ډرامې ولې عربان په غوسه کړي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د کوریا "ځمکې پاچا" په نامه ډرامې په ګڼو عربي هېوادونو کې پر خواله رسنیو پراخه غوسه راپارولې ده.

د دوی غوسه له دې کبله ده چې د دې ډارمې ځینې برخې "عربانو ته سپکاوی" دی، همدا وو چې د دغې کومیډي رومانتیکي ډرامې جوړوونکو بښنه وغوښته.

د ډرامې جوړوونکو په عربي ژبه له عربانو د بښنې یو بیان پر انسټاګرام خپور کړی دی.

جوړوونکي شرکت ویلي: "د هېڅ هېواد یا کوم ځانګړي کلتور د ارزښت ټیټولو یا ملنډو وهلو هوډ مو نه دی کړی،‌ موږ د ډرامې د ځینو برخو له کبله د ځینو کتونکو د خپګان له امله ټینګه بښنه غواړو".

دغه شرکت ویلي، ددغو صحنو جوړول "د تجربې د کمښت او د نورو ولسونو د کلتور په اړه د بشپړو معلوماتو د نشتوالي له کبله دي". دوی ژمنه کړې چې دا نیمګړتیاوې به بشپړې کړي او خپل تولید به په داسې بڼه جوړ کړي چې بېلابېل کلتوري پاړکي خوند ترې واخلي.

دوی د هغو صحنو د ژر سمولو ژمنه هم کړې ده چې "د لانجې راپورته کېدو" سبب شوې دي.

دا لانجمنه صحنه د ډرامې په اومه برخه کې ده، چې په عربي جامو کې یو سوداګر چې ظاهراً د یوې عربي سیمې امیر انځور شوی دی،‌ په یوه شپني کلب کې له ښځو سره په مناسب ډول چلن کوي.

د ډرامې د ارزښت کمولو پراخ کمپاین

د ډرامې ځینو برخو په عربي هېوادونو کې د ګڼو خواله رسنیو د کارنو غوسه راپارولې ده او د ډرامې پر وړاندې یې په بېلابېلو پلټفارمونو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

دوی په ای اېم ډي بي وېبپاڼه د ډرامې د ارزښت کمولو په موخه پراخ کمپاین پیل کړی.

له خوا، ځینو کسانو وروسته تر هغه له دې ډرامې خوښي ښودلې ده چې جوړوونکي شرکت یې بښنه وغوښته. دوی لیکلي: "د مسلمانو عربانو په توګه موږ په ټوله کې د اسلام او عربانو ښه انځور وړاندې کوو، موږ دا بښنه منو".

نورو بیا د ډرامې او کرکټرونو پرضد برید او غندنه رد کړې ده چې په وینا یې دا کار یې د عربانو او مسلمانانو د ناسم انځور ښکارندويي کوي.

دوی وايي، سینما باید "وینا کې خپلواکه" وي او "په تمثیل کې سپکاوی نه شته".

د کوریايي "ځمکې پاچا" ډرامې په اړه معلومات

د نټفلکس د پېژندنې له مخې - چې دا ډرامه پکې ده د کوریا "جي ټي بي سي" تلوېزیون سربېره،‌ د ډرامې پې‍ښې پر میراث د سختې لانجې پر مسلې راڅرخي.

د ډرامې اصلي لوبغاړي لي جان هو او لیم یون ایه او ګا ون -هي دي.