افغانستان هم تر ګاونډیو وروسته او په 'ځنډ' د میناتورۍ هنر فرهنګي میراثونو کې ثبتوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو وایي چې افغانستان به وړاندې تر دې چې ټاکل شوې موده بشپړه شي، ځان د هغې دوسیې برخه وګرځوي چې د میناتوري هنر په کې د غیرملموس فرهنګي میراث په توګه د ملګرو ملتونو کلتوري او فرهنګي سازمان یونیسکو کې ثبتېږي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي دې کار ته به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته اړین اسناد برابر کړي.
میناتوري چې د هنر په ډګر کې یو له سختو کارونو بلل کېږي او هنرمند باید له خورا دقت او ظرافته په کې کار واخلي، په افغانستان کې سلګونه کلونه مخینه لري.
د افغانستان د میناتور اثرونه ډېری چې فلسفي او عرفاني انځورونه دي، په سیمه کې کمساري دي.

د عکس سرچینه، Angelo Hornak
په داسې حال کې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د میناتوري هنر 'زانګو افغانستان او خالق یې کمال الدین بهزاد هیروي' دی ګاونډیو او د سیمو هېوادونو ایران، ترکیې، ازبکستان او آذربایجان د "افغانستان په نه شتون کې" دغه هنر د نړۍ د غیرملموس میراثونو په نوملړ کې ثبت کړ.
له دې سره افغان فرهنګیانو پر حکومت نیوکې کړې دي چې نه یوازې دا چې افغانستان په دې مسله کې مخکښ هېواد نه شو بلکې د نورو هېوادونو په ډله کې هم شامل نه و.
اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نیوکو ته په اشاره وایي چې دې هېوادونو د میناتوري هنر د زانګو او خالق په توګه نه، بلکې د هغو هېوادونو په توګه ځانونه ثبت کړي چې له تاریخي پلوه دغه هنر په کې مروج و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بهرنیو چارو وزارت هغې ستونزې ته اشاره کړې چې د دې ځنډ لامل شوې، او هغه دا چې د یوه هېواد غیر ملموس فرهنګي آثار باید د یونیسکو د فرهنګي میراثونو ساتنې کمېټه کې تر ثبتېدو وړاندې، لومړی په یوه هېواد کې دننه د ملي آثارو په توګه ثبت شي.
اوس په پاریس کې افغان سفارت چې په یونیسکو کې د افغانستان استازولي کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د تخنیکي دوسیې تر ترلاسه کولو وروسته د شاملولو بهیر پرمخ وړي.
میناتوري هنر اسلامي ثقافت کې ځانګړی ځای لري. ډېری لرغوني کتابونه او سپېڅلې لیکنې د میناتور هنر په مرسته ښکلی کړای شوي او تزییني ارزښت ورکړل شوی.




















