د سندرغاړي قاتل ۴۰ کاله وروسته بښنه وغوښته

۱۹۷۰ کال کې له خپلې مېرمن یوکو اونو سره د جان لینن اخیستی تصویر
د عکس تشریح، ۱۹۷۰ کال کې له خپلې مېرمن یوکو اونو سره د جان لینن اخیستی تصویر
د خپرېدو وخت

د مشهور سندرغاړي جان لینن قاتل مارک چاپمن ۴۰ کاله وروسته د هغه له کونډې یوکو اونو بښنه غوښتې.

په ۱۹۸۰کال کې چاپمن داسې حال کې د بېټلز موسیقۍ ‌ډلې پر سندرغاړې لینن د امریکا په نیویارک کې څلور ډزې کړې وې، چې اونو ورته کتل.

تېره میاشت د محاکمې لړ کې نوموړي د ۱۱ ځل لپاره خپل ضمانت رد کړ.

نوموړي د محاکمې بهیر کې ویلي، د 'شهرت ' لپاره یې سندرغاړی لینن وژلی او باید د اعدام سزا ورکړل شي.

مارک چاپمن زیاتوي تل د خپل 'کرکجن فعل ' په تړاو فکر کوي او مني چې ژوند یې باید په زندان کې تېر شي.

نوموړي نیویارک کې د ضمانت په تړاو راټول شوي قضاییه پلاوي ته وویل:

''هغه یو ستوری و. زه یوازې غواړم خپله خبره تکرار کړم، چې د خپل جرم له کبله بښنه غواړم. زه هېڅ دلیل نه لرم. دا یوازې د خپل شهرت لپاره و. فکر کوم دا له یوه بې ګناه سره تر ټولو لوی ظلم دی. هغه ډېر مشهور و، ما هغه د دې لپاره نه دی وژلی، چې څنګه شخصیت یې درلود یا یې څنګه کړه وړه درلودل، هغه کورنۍ درلوده، یو ستوری و، داسې خبرې یې کولې چې موږ یې اوس کولای شو او دا لویه خبره ده. که ستاسې خبره راواخلم چې لږ مخکې مو وکړه، نو ما هغه د دې لپاره قتل کړ، چې هغه ډېر، ډېر، ډېر مشهور و او یوازینی لامل همدا و او زه ډېر، ډېر ډېر په شهرت پسې ګرځېدم، ډېر خپل چاروکی وم. ''

د جان لینن د وژنې په تور له نیول کېدو وروسته د مارک ډېوډ چاپمن اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جان لینن د وژنې په تور له نیول کېدو وروسته د مارک ډېوډ چاپمن اخیستل شوی تصویر

جاپانۍ هنرمندې یوکو اونو بیا چې هر ځل یې په ضمانت د چاپمن د خوشي کېدو پر هڅو اعتراض کړی ۲۰۱۵ کال کې بیاسټ ورځپاڼې ته ویلي و، تل دا وېره ورسره وي، چې چاپمن له زندانه بهر نه شي.

هغه وايي: ''زه چې فکر کوم اندېښنه راسره مله شي، چې دا څه یې چې کړي، یو ځل بیا یې و نه کړي. له بل چا سره، له ما سره، له سیان سره (زوی یې) له بل چا سره او دغه اندېښنه راسره وي. ''

چاپمن هغه وخت ۲۵ کلن و، چې جان لینن یې وواژه او اوس ۶۵ کلن دی.

ویل کېږي د چاپمن مېرمن هغه ځای ته نژدې اوسي چې نوموړی له تېرو اتو کلونو راهیسې پکې ساتل کېږي.

نوموړی د خپل خوندیتوب په موخه د زندان په یوه ځانګړي بلاک کې ساتل کېږي.

چاپمن د ځان لپاره د اعدام سزا مناسبه وبلله او قضاییه پلاوي ته یې وویل:

''که یو څوک د چا د وژلو لپاره توطیه چمتو کړي او پوهېږي چې دا ښه کار نه دی او د ځان لپاره یې عملي کړي، نو زما په فکر اعدام سزا ورته مناسبه ده. ''

د جان لینن مینه وال پرلپسې ډول د سنټرل پارک سیمې هغې ودانۍ ته نژدې یادګار ته درناوی وړاندې کوي چې جان لینن پکې اوسېد.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جان لینن مینه وال پرلپسې ډول د سنټرل پارک سیمې هغې ودانۍ ته نژدې یادګار ته درناوی وړاندې کوي چې جان لینن پکې اوسېد.

بل لور ته که څه هم له ۱۹۶۳ کال راهیسې په نیویارک ایالت کې چا ته د اعدام سزا نه ده ورکړل شوې، خو په ۲۰۰۷ کال دغه ایالت کې د اعدام سزا رسماً منسوخ شوه.

قضايي پلاوي د مارک چاپمن د څرګندونو په ځواب کې ویلي:

'ستا له تاوتریخوالي ډک عمل نه یوازې د دې کورنۍ او پخوانۍ موسیقي ډلې لپاره د درانه زیان لامل شوی، بلکې د ټولې نړۍ لپاره دی. ''

دوه کاله وروسته به د چاپمن لپاره د ضمانت بل فرصت وار راځي.