لندن کې له یوه کوره 'د ۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا شوې'

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن په لوکسه کېنګسټون سیمه کې د تامارا اکلیسټون په نامه یوې ښځې له کوره د ۵۰ میلیون پونډو (شاوخوا ۶۶ میلیون ډالرو) په ارزښت ګاڼې غلا شوي دي. قرباني شوې ښځې - چې د "فارموله ون" ټولنې د مخکېني اجراییوي مشر بیرني اکلیسټون لور ده - ویلي له کوره یې تر دې غلا وروسته دا "قهرېدلې او وېرېدلې" ده.
دغه ګاڼه د تېرې جمعې په ورځ غلا شوي دي.
په غلا شویو ګاڼو کې ګوتمۍ او د کارتیه نښان لرونکي بنګړي هم دي چې ارزښت یې شاوخوا ۸۰ زره پونډه اټکل شوی.
"ده سن" ورځپاڼې ویلي، دغه ګاڼه تامارا ته د هغې د واده په مناسبت ډالۍ شوي وو.
د لندن پولیسو ویلي، تر اوسه یې د دغې غلا په تور څوک نه دي نیولي.
د تامارا یوه ویاند ویلي: "غواړم تائید کړم چې له بدغه مرغه د هغې کور ته غله ورغلي. تمارا او کورنۍ یې ښه دي، خو پېښې قهرولي او وېرولي دي."

د عکس سرچینه، PA Media
پولیس د جمعې په ماخوستن یوولس بجې دغه کور ته ورغوښتل شوي وو.
د "فوربس" مجلې په وینا، تامارا خپل دغه ۵۵ خونې لرونکی کور په ۲۰۱۱ کال په ۴۵ میلیون پونډو (۶۰ میلیون ډالرو) رانیولی و.
۳۵ کلنې تامارا د کور په ترمیم او نوي کولو میلیونونه پونډه نور هم لګولي، د کور ځمکتل کې یې د لامبو یو حوض، د شپې ځانګړی کلب، د بالېنګ یو لوبځی، د ښکلا سالون، د سپیو پالنځی او د ګراج جوړ کړی.


















