پاکستاني پولیس: د پېژندل شوي مبلغ 'مولانا طارق جمیل' زوی ځان وژلی

جمیل

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، مولانا طارق جمیل له خپل زوی عاصم جمیل سره
د خپرېدو وخت

پاکستان کې د یوه مشهور دیني عالم او مبلغ مولانا طارق جمیل زوی 'عاصم جمیل' ځان وژلی دی.

دا پېښه د پنجاب په ملتان کې شوې او پولیسو ویلي، چې عاصم جمیل په ځان د تومانچې ډز کړی.

د ملتان پولیسو یوه ځايي افسر سهیل چودري وايي د مولانا طارق جمل زوی د بدن ښکلا یوه کلب "جېم" کې د ورزش پر مهال له یوه ساتونکي تمانچه اخیستې او ځان یې ویشتلی دی.

د پولیسو په وینا د امنیتي کمرو لخوا په اخیستل شویو تصویرونو کې واضح ښکاري چې عاصم جمیل څنګه ځان وژلی.

پخپله مولانا طارق جمیل هم د اېکس یا پخواني ټویتر یوه پیغام کې د خپل زوی مړینه تایید کړې.

هغه لیکلي "زما زوی عاصم جمیل نن په تلمبه کې وفات شوی دی. دې حادثاتې مړینې ماحول غمجن کړی."

هغه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې زوی یې نن (د اکتوبر ۳۰مه) تلمبه کې د دوی په پلرني کلي 'رییس اباد' کې خاورو ته سپارل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

پولیسو ویلي، چې عاصم جمیل له اوږدې مودې راهیسې رواني ستونزه درلوده.

د دوی په وینا هغه له کلونو راهیسې د رواني ستونزو درمل هم کارول.