د مولانا سمیع الحق ګوند وايي، د هغه مړی د پوسټ مارټم لپاره نه راباسي

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق ډله وايي، د پاکستانیو پولیسو او محکمې هغه امر نه مني، چې د پوسټ مارټم لپاره به د مولانا سمیع الحق مړی بېرته راکاږي.
مولانا سمیع الحق د روانې نومبر میاشتې پر دویمه نېټه په راولپينډۍ کې په خپل اوتاک کې په چړو وژل شوی و، چې لا يې هم قاتلین څرګند نه دي.
ځینې سرچینې د مولانا سمیع الحق د وژنې انګېزه؛شخصي؛ یادوي، خو کورنۍ او پلویان يې وايي، هغه په "رښتیا ويلو" ووژل شو.
د جمعیت علما اسلام یو غړی او د وژل شوي مذهبپال سیاستوال ویاند مولانا یوسف شاه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د مولانا سمیع الحق پوسټ مارټم يې نه د هغه د وژنې په ورځ کړی او نه يې هم اوس کول غواړي.
ښاغلی یوسف شاه زیاتوي: "شریعت همدا وايي، چې که د وژل شوي کس د کورنۍ خوښه نه وي، له قبره یې بېرته نشئ راکښلی".
وژل شوی مذهبپال سیاستوال مولانا سمیع الحق د حقانیه مدرسې مشر و، چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېده.
د راولپينډۍ ځايي محکمې پولیسو ته امر کړی، چې د مولانا سمیع الحق مړی بېرته راوکاږي او ویې توشپي، چې د نوموړي د وژنې پلټنو کې ورسره مرسته وکړي.
خو د وژل شوي مذهبپال کورنۍ او ګوند دواړه وايي، دوی يې پوسټ مارټم نه غواړي.
پولیس ولې مولانا له قبر را اېستل غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د راولپينډۍ پولیسو ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولانا سمیع الحق د وژنې پلټنو کې لویه ستونزه د هغه پوسټ مارټم تر مړینې وروسته طبي معاینه نه کول دي، چې له امله يې پلټنو کې پرمختګ نه کېږي.
همدا سرچینې زیاتوي، د مولانا د وژنې انګېزه سیاسي نه بلکې شخصي ده.
د نومبر پر دویمه نېټه هم د نوموړي تر وژل کېدو وروسته ځايي پولیسو غوښتل، چې پوسټ مارټم يې وکړي، خو د هغه کورنۍ او پلویانو يې پرې نه ښودل.
د مولانا سمیع الحق سیکرتر احمدشاه چې د هغه موټر چلوونکی هم و، یوازينی کس و، چې د مولانا سمیع الحق د وژنې په وخت له هغه سره و.
احمدشاه ځایي پولیسو ته ویلي ؛هغه د نیم ساعت لپاره له اوتاکه بهر لاړ، چې راتلو، نو مولانا سمیع الحق په وینو کې لت پت پروت و.
د پولیسو له راپور سره سم مولانا سمیع الحق روغتون ته پر لار ساه ورکړې وه.
پولیسو همغه ورځ هم احمدشاه نیولی و او پوښتنې يې ورڅخه کړې وې، خو د جنازې مراسمو لپاره يې بېرته پرې ایښی و.
د مولانا ساتونکی ورک دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځينو سرچینو په خبره د جنازې تر مراسمو درې ورځې وروسته احمدشاه تری تم دی او هیڅ درک يې نشته.
د جمعیت علما اسلام غړی مولانا یوسف شاه دا مني، چې احمدشاه تری تم دی، خو زياتوي، پولیس او امنيتي اورګانونه له احمد شاه سره سره له دوی هم وخت ناوخته پوښتنې ګروېږنې کوي.
احمد شاه د مولانا سمیع الحق سیکرتر او موټر چلوونکی و، چې له تېرو څه باندي پنځويشتو کلونو راهیسې ورسره و.
ښاغلی شاه اصلا د ننګرهار و، خو کورنۍ يې لږ تر لږه درې لسیزې وړاندې پښتونخوا ته کوچېدلې وه.


















