د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر استعفا وکړه

د عکس سرچینه، IDF
د اسرائیلو د پوځ د پوځي استخباراتو مشر تورن جنرال اهارون هلیوا له خپلې دندې استعفا کړې ده.
په یوه لیک کې، هغه ومنله چې د هغه د استخباراتو ادارې یې "هغه دنده چې موږ ته سپارل شوې وه، نه ده ترسره کړې".
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکلو وروسته له دندې لاس په سر شي.
اهارون هلیوا په غزه کې د جګړې له پیله لږ وروسته وویل چې هغه د استخباراتي ناکامیو مسؤلیت منلی چې د اکتوبر په اومه د حماس د برید لامل شو.
تر دې وړاندې هغه د اسرائيلي پوځ د بېلابېلو څانګو کې ۳۸ کاله کار کړی، چې په هغو کې عملياتي څانګې او همدارنګه د ټيکنالوژۍ او لوژستيک څانګې هم شاملې وې.
د هلیوا د استعفا په بیان کې راغلي: "د تېر کال اکتوبر پر اومه، حماس د اسرائیلي حکومت پرضد یو ناڅاپي خونړی برید وکړ... د استخباراتو برخه زما تر مشرۍ لاندې وه، خو هغې کچې ته نه وه پورته شوې چې زه ورته ګومارل شوی وم."
دی زیاتوي: "له هماغه وخت راهیسې ددې تورې ورځې یاد او د جګړې وحشتناک دردناک به د تل لپاره راسره وي".
اهارون هلیوا د برید او د برید د عوامنلو په تړاو د پراخې څېړنې ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
دی وايي، "د اسرائیلو پوځ کې مې چې هر کار کړی، د اسرائیلي وګړو او د اسرائیلي دولت لپاره مې کړی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
د پړکمشر هلیوا استعفا - چې له برید ۱۰ ورځې وروسته یې اعلان کړی و، د خپل ریاست د استخباراتو ناکامي منلې وه- اټکل شوې وه.
د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز جنرال هرزي هالوي او د امنیتي خدماتو مشر رونن بار دواړو د اسرائیلیانو ساتنه کې د پاتې راتلو مسؤلیت منلی، خو پرېکړه یې کړې چې د غزې جګړې ته به دوام ورکوي.
په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ کسان د حماس او د هغې د متحدو ملېشو له خوا یرغمل شول.
په ځواب کې اسرائیلو په غزې تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس د روغتیايي چارواکو په وینا، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۴ زره کسان وژل شوي دي.
هغه لومړنی لوړ پوړی اسرائیلی چارواکی دی چې د اکتوبر د اومې نېټې د خونړي برید له امله استعفا ورکوي.
شنونکي وايي چې د هغه استعفا ښايي د نورو اسرائیلي چارواکو د استعفا لپاره لاره هواره کړي.
د اپوزیسیون مشر یایر لاپید پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، چې د جنرال هلیوا د استعفا پرېکړه "د توجیه او درناوي" وړ ده، خو زیاته کړې یې ده چې ښاغلي نتنیاهو "باید همداسې کړي وای".
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، "هرڅوک به ځوابونو چمتو کولو ته اړ وي، زه هم په دې کې شامل یم". خو هغه لا تر اوسه له مستقیم مسؤلیت منلو ډډه کړې ده.





















