امریکا – اسرائیل: نتنیاهو ژمنه وکړه پر پوځ به یې د امریکا هر ډول بندیزونه رد کړي

د اسرائیلو پوځیان

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په ۱۹۹۹ کې جوړ شوی، د نتزا یهودا کنډک یو ځانګړی واحد دی چې یوازې د نارینه وو لپاره دی چیرې چې سخت دریځه ارتودوکس یهودان خدمت کوي
د خپرېدو وخت

وروسته له دې چې راپورونه خپاره شول امریکا پلان لري د اسرائیلو د پوځ له یوه کنډک سره مرستې کمې کړي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې پر خپل پوځ هر ډول بندیزونه به رد کړي.

لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ وویل: "زه به په خپل ټول ځواک سره مبارزه وکړم."

تر دې مخکې د اکسیوس خبري سایټ ویلي وو چې امریکا به په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د اسرائیلو د نتزه یهودا کنډک په نښه کړي.

کله چې تېره اونۍ د هغو راپورونو په اړه وپوښتل شول چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) واحدونو سره د متحده ایالاتو نظامي مرستې په اشغال شوي لوېدیځه غاړه کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو له امله کمېدی شي، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "ما پرېکړه کړې؛ تاسو یې په راتلونکو ورځو کې د لیدو تمه کولی شئ."

واشنګټن - د اسرائیل اصلي متحد - مخکې هېڅکله له IDF واحد سره مرستې نه دي ځنډولي.

د غزې جګړه: اسرائيل وايي پر حماس پوځي فشار زياتوي

نتنياهو

د عکس سرچینه، AFP

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غزې پر سوېلي ښار رفح د پراخو ځمکنیو عملیاتو ګواښونه بیا تکرار کړي دي. دلته له مېلیون ډېر بې ځایه شوي فلسطينیان د سر پټولو لپاره ورټول شوي.

نتنیاهو د یهودانو د یوه ځانګړي اختر په مناسبت یوه وېډیويي پیغام کې یو وار بیا پر حماس د لا سختو او دروونکو ګوزارونو ګواښ کړی. نتنیاهو دا په غزه کې د اسرائیلو د یرغملو د راخوشي کولو او خپل بري لپاره اړتیا بللې ده.

نوموړي ويلي، "په خواشینۍ سره چې تر اوسه زموږ د یرغمل شوو کسانو د خوشي کولو لپاره حماس ټولې غوښتنې رد کړې. لکه څرنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حماس دوی ته شوې هر ډول غوښتنې رد کړې دي. د هغه په وینا د یرغمل شوو د خوشي کېدو مخه یوازې حماس نیسي. نو موږ به پر حماس نور او دردوونکي ګوازونه وکړو او دا به ډېر زر وکړو. په راتلونکو ورځو کې به پر حماس پوځي او سیاسي فشارونه ډېر کړو ځکه دا زموږ د یرغملو د خوشي کولو او بریا یوازينۍ لاره ده."

که څه هم هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو دا ټینګار يې کړی چې پر پوځ یې هر ډول شوني بندیزونه هم نه مني.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې امریکا غواړي د اسرائیل د پوځ په یوه برخه مرسته ودروي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا غواړي د اسرائیل د پوځ پر دغه څانګه په لوېدیځه اشغالي غاړه کې د بشري سرغړونو په خاطر بندیزونه ولګوي.

ډله ييز قبر

ډله ييز قبر

د عکس سرچینه، EPA

بلخوا په غزه کې روغتيايي چارواکو له جمعې ورځې راهیسې د غزې په سویلي خان یونس ښار کې له نصر روغتون څخه لږ تر لږه ۱۹۰ مړي را ایستلي.

د فلسطیني ملکیانو د دفاع سازمان ویلي چې دغه کسان "اسرائیلي ځواکونو وژلي او خښ کړي" وو. د اسرائیلو پوځ ویلي چې دغه رپوټونه ارزوي.

په غزه کې د فلسطيني ملکیانو د دفاع غورځنګ ویاند محمود بصل رسنیو ته ویلي، دا کسان په ناصر روغتيايي مرکز کې خښ شوي او له نښو او ډول څخه يې ښکاري چې له وژل کېدو او خښېدو وړاندې ربړول شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې وړاندې ویلي وو چې د اسرائیلو تر ولکې لاندې مهال کې په روغتونونو کې یو شمېر کسان خښ شوي وو.

په غزه کې د حماس روغتیاي چارواکي ویلي، هلته له ۳۴ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.