ایران وايي، د نور-۳ سپوږمکۍ یې په بریالیتوب فضا ته استولې

gold

د عکس سرچینه، TASNIM

د خپرېدو وخت

فضا ته د سپوږمکیو لیږلو په روانه سیالۍ کې ایران ادعا کړې چې د نور-۳ سپوږمکۍ یې په بریالیتوب فضا ته واستوله.

د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زارع پور د دغې خبر له ورکولو سره ویلي ، سپاه پاسداران په بریالیتوب سره د نور – ۳ سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته رسولې ده.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، انځور اخیستونکې ښيې چې د نور-۳ سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې ۴۵۰ کیلومتره لېرې فضا کې ځای په ځای شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د نور-۳ سپوږمکۍ یې د درې پړاویز توغندي په مټ فضا ته توغولې ده.

سپاه پاسداران وايي، نور- ۲ یې هم د ورته توغندي په مټ فضا ته استولې وه.

سپاه پاسداران د ۱۳۹۹ کال کې هم اعلان کړی وه ، چې د نور – ۱ سپوږمکۍ یې د توغندي په مټ له ځمکې ۴۲۵ کیلومتره لېرې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړې ده.

هغه مهال سپاه پاسداران اعلان کړی و، چې دا د هېواد لومړنۍ ګڼ موخې او دفاعي سپوږمکۍ ده، چې د ځمکې مدار ته استول شوې.

د امریکا پوځ وايي، دا سپوږمکۍ او په کې ځای په ځای شوې تکنالوژي لرې واټن وېشتونکو توغندیو (بالستیک) سره مرسته کوي او دا تهران ته اجازه ورکوي، چې د لرې واټن ویشتونکي وسلې وتوغوي.

دوی د هستوي توغندیو په اړه هم بیا بیا ورته اندېښنه ښودلې ده.

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

خو تهران په پرله پسې ډول د امریکا دا ډول ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د ایران فضايي پروګرام د بالستیک توغندیو د پرمختیا لپاره کارول کېږي.

ایران وايي، هیڅکله یې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې.

ایران په منځني ختیځ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فضايي توغندیو ستر پروګرام لري خو د تخنیکي ستونزو له امله یې په وروستیو کلونو کې د څو سپوږمکیو توغول ناکام شوي دي.

د جو بایډن ادارې د ایران د دې هڅو له کبله د سپټمبر په ۱۹مه ایران باندې نوي بندیزونه ولګول، چې په ایران، روسیه، چین او ترکیه کې یې ډیر وګړي او ادارې اغیزمنې کړې.

زیاتره یاد بندیزونه د بې پیلوټه او نظامي الوتکو په پروګرامونو لګېدلي دي.

د امریکا لخوا د ۲۰۱۸م کال کې په لګېدلو بندیزو کې د ایران درې فضايي څېړنیز سازمانونه هم شامل دي.

هغه مهال امریکا یاد سازمانونه د بالستیک توغندیزو پروګرامونو په لرلو تورن کړي وو.