هند په بریالیتوب د لمر پر لور یوه څېړنیزه فضابېړۍ استولې

د عکس سرچینه، ISRO
هندوستان د سپوږمۍ سوېلي برخې ته په بریالیتوب د فضايي بېړۍ له استولو وروسته د لمر په اړه د څېړنې لپاره یوه فضايي بیړۍ ادیتیا ۱ فضا ته واستوله.
ویل شوي چې دا بېړۍ به یو نیم میلیون کیلومتره مزل وکړي او بیا به په فضا کې د لمریزې هوا په اړه څېړنې پیل کړي.
د فضايي بېړۍ د توغولو شېبې په ژوندۍ بڼه د هند پر ملي تلویزیون ښودل کېدې او ګڼ شمېر خلک یې لېدلو ته ټول شوي وو.
د ادیتیا ۱ په نامه فضايي بېړۍ په سیمه ییز وخت د سهار په یوولسو بجو او پنځوس دقیقو د لمر په لور فضا ته وتوغول شوه.
دا بېړۍ به د ځمکې له مداره یو نیم میلیون کیلومتره مزل کوي چې لمر ته د شته واټن یو سلنه جوړوي.
د هندوستان د فضايي څېړونو اداره وايي څلور میاشتې وخت به ونیسي چې ادیتیا یو یو نیم میلیون کیلومتره مزل وکړي.
دا د هندوستان لخوا د سپوږمۍ سوېلې برخې ته د فضايي بېړۍ چندریان درې له بریالي استولو وروسته او لومړی ځل دی چې هندوستان د لمر د څیړنې لپاره فضايي بېړۍ استوي.
د هندوستان په اندرا پردېش ایالت کې د دې فضايي بېړۍ د توغولو لېدلو ته ګڼ شمېر خلک ټول شوي وو.
ځینو یې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "دا موږ ته د ویاړ احساس راکوي، فکر کوم چې دا د فضايي څیړنو د ادارې لخوا مخ پر وړاندې یو بل ګام دی چې د لمر په اړه څیړنه کوي. خوشحاله یم چې دلته راغلې یم او ګڼ شمېر نور خلک هم راغلې دي. غواړو چې د دې ویاړمنې شیبې برخه شو".

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
یوه بل هندي وګړي وویل: "زما لپاره د ادیتیا یو ماموریت د ډېر څه په مانا دی. نه یوازې دا چې هندوستان دا ماموریت ترسره کوي بلکې د دې لپاره چې دا ماموریت د بشریت لپاره ډېر ارزښت لري. دې ماموریت کې به د هغو ستورو په اړه څېړنې وشي چې موږ ته نژدې دي ځکه نو ډېر ارزښت لري".
د هندستان د فضايي څېړنو د ادارې د چارواکو په وینا په دې ماموریت کې به له ځمکې ليرې د هوا او شمسي نظام په اړه څېړنې ترسره شي.
ویل شوي چې فضايي بېړۍ ادیتیا ۱ به په هماغه چټکتیا چې ځمکه حرکت کوي په فضا کې ګرځي او څېړنې به کوي.
ادیتیا یو به د ځمکې په مدار کې له څو ځلې ګرځېدو وروسته د لمر پر لور ۱۳۵ ورځې مزل کوي.
که څه هم چارواکو څه نه دي ویلي چې پر دې ماموریت څومره لګښت راغلی، خو هندي رسنیو د رپوټونو له مخې پر دې ماموریت ۴۶ میلیونه ډالر لګښت شوی دی.
څو ورځې وړاندې د هند د فضايي څېړنو لخوا د چندریان درې په نامه یوه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ سویلې برخې ته چې تر ډېره په کې تیاره ده په بریالیتوب ورسېده چې هلته له اوبو نه جوړو شویو کنګلونو په اړه معلومات راټول او څېړنې وکړي.





















