د نړۍ ځینو ښارونو کې د افغانو ښځو د زدکړو او کار حق غوښتنې لاریونونه

د ویډیو تشریح، اروپايي ښارونو کې د افغانستان د ښځو په ملاتړ لاریونونه
د خپرېدو وخت

 د بریتانیا، فرانسې، سویډن، جرمني او ناروې په ګډون د نړۍ په ۵۹ ښارونو کې د افغان مېرمنو د حق غوښتنې لپاره پرلتونه او لاریونونه پیل شوي. لاریونیانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو پر کار او تعلیم د بندیزونو پرضد شعارونه ورکول.

  لندن کې د لاریون ګډنوالو افغان مېرمنو لپاره د کار، زدکړو، ډوډۍ او ازادۍ لپاره شعارونه ورکول. 

یوې لاریونوالې جمیلې رستمي بي بي سي ته وویل چې د امنیت شورا پرونۍ غونډې او غوښتنو ته د طالبانو غبرګون نا مسؤولانه دی. 

هغې هیله وکړه چې د افغان مېرمنو لپاره دې لاریونونو او اعتراضي غونډو کې- که افغانستان کې وي یا بهر - نارینه هم ګډون وکړي. 

د ښځو د کار او زدکړو اړوند د طالبانو د حکومت پر تګلارو په کور دننه او بهر نړۍ کې پراخ اعتراضونه شوي.

په بهر نړۍ کې مېشت افغانان ددغو اعتراضونو مهمه برخه ده. احتجاجیان له نړیوالې ټولنې غواړي پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو پر زدکړو کار لګېدلي بندیزونه ایسته کړي او د ښځو او نور بشري حقونو خوندیتوب دې ډاډمن شي.

د سپینې ماڼۍ مخې ته د افغانانو او ایرانیانو د پرلت شعار: 'بایډنه راویښ شه'!

په واشنګټن کې مېشت ځینې ایرانیان د شنبې په ورځ په ایران کې له لاریونونو سره د خپلې همغږۍ لپاره د واشنګټن د ښاروال د دفتر مخې ته راغونډ شوي وو.

دوی د ایراني معترضانو په ملاتړ شعارونه ورکول او وروسته د (بایډنه راویښ شه!) شعار سره د سپینې ماڼۍ لوري ته وخوځېدل.

له دوی سره ځینې افغانان هم ملګري شول او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه یې د طالبانو وروستی ګام غندلی دی.

washington

د جرمني پلازمېنه برلین کې د لسګونونو افغانانو له لاریون سره یو شمېر ځايي کسان هم مله وه.

د افغان لاریون والو له منځه لاله عثماني بي بي سي ته وویل "افغانې مېرمنې په هېڅ ډول شل کاله پخواني ژوند ته ستنېدا نه غواړي". د هغې اشاره ۹۰ کلونو کې د طالبانو حکومت ته وه چې مېرمنو او نجونو ته په کې د کار او زده کړو اجازه نه وه.

هغه مهال طالبان د کورنۍ جګړې له امله پېښه شوې ګډوډي پلمه کوله چې ګواکې د ښځو کار او زدکړو ته شرایط له سم حالته وتلي.

په دویم وار د طالبانو واکمنېدو ته د افغانانو او نړیوالې ټولنې تمه دا وه چې د افغان مېرمنو لپاره په تېرو شلو کلونو کې ټولنیز او ښوونیز ډګر کې شوي پرمختګونه به وساتل شي.

د اوږدې جګړې پای کې طالبانو له خپل غلیم (امریکا) سره په دوحه کې د تړون پر مهال ژمنه کړې وه چې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او مېرمنو حقونو او فردي ازادیو ته به درناوی کوي.

په استازولۍ وینا کې هغه مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او په اوسمهاله کابینه کې یې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور ویلي وو "نجونو ته به له قاعدې سيپارې تر دوکتورا زدکړو په شرعي چوکاټ کې د زده کړو اجازه ورکول کېږي.

لاریون

طالب پلاوو هغه مهال له افغانانو، بهرنیو استازو او د اسلامي هېوادونو له مذهبي مشرانو سره لیدونو کې هم د ښځو کار او زدکړې مهمې ګڼلې.

پر واګو له ولکې سره لومړي ګام کې د نجونو لپاره د منځنۍ دورې ښوونځي وتړل شول، ورپسې د تېر زېږدیز کال په ډیسمبر کې یې د نجونو پوهنتونې زده کړې هم تر دویم امره وځنډولې، په ځېنو ولایتونو کې د لنډ مهالو زد کړو خصوصي ټولګي هم وتړل شول.

له دغه اعلان څلور ورځې وروسته طالب مشرتابه په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز امر جاري کړ، هغه څه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.

د طالبانو حکومت مشران په رسمي ډول ډېر څه نه روښانوي، ویاندویان یې یوازې د شرعي اډانې او شرایطو خبره د پلمې په توګه یادوي.

خو لا هم ګوتنیکوونکي یې وايي د شرایطو څرانګولی او د طالبانو د حکومت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هغه وینا چې پر حل لارو فکر کېږي، د فکر کولو او چارو سمولو نېټه نه ده مالومه چې کله به وي؟