یوناما: د سوله ییز لاریون مخنیوي لپاره باید وسله ونه کارول شي

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د طالبانو له خوا له لاریونکوونکو مېرمنو سره زور زیاتی د زور او ځواک نه بلکې د کمزورۍ نښه ده.

اغلې امیري پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د باور وړ حکومتولۍ غوښتنې باید د ټولنې د تر ټولو کمزوري قشر په ملاتړ ځواب شي، نه د هغوی په ځپلو.

دې زیاته کړې د ویرجنو میندو پر وړاندې دا وحشت وېره او کمزوري ښيي، نه واک او ځواکمنتیا.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د طالبانو لخوا د مېرمنو د پروني لاریون ځپلو ته غبرګون ښودلی.

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سوله ییز لاریون د مخنیوي لپاره وسله ونه کاروي.

یو شمېر مېرمنو کابل کې یوه ورځ وروسته له هغه لاریون وکړ چې د کاج په نوم تعلیمي مرکز ځانمرګي برید پراخه مرګ ژوبله واړوله.

یومانا وايي د دوی مالومات ښيي دغه برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲نور ټپیان دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

بي بي سي له څو تنو مېرمنو سره چې ادعا کوي د لاریون پرمهال د طالبانو امنیتي کسانو وهلې ډبولې، خبرې کړې دي.

دغو مېرمنو د کابل لویدیځه څنډه پر کاج تعلیمي مرکز له ځانمرګي برید وروسته لاریون وکړ.

خو طالبانو د هوايي ډزو په کولو سره د لاریون د دوام مخه ونیوه.

ځینې میرمنې وايي طالبانو یوازې هوايي ډزې نه دي کړې، بلکې دوی یې وهلې هم دي.

له دې ډلې ژولیا پارسي ادعا کوي چې طالبانو د ټوپک په قونداغ وهلې ده.

دا وايي "درې ځله یې هڅه وکړه چې مخه یې ونیول شي. د علي جناح تر روغتونه یې تعقیب کړلو. هلته نورې نجونې ولاړې وې. هغوی هم را سره یو ځای شوې."

دا ادعا کوي چې له دې وروسته طالبانو پر یوې ګډونوالې برید وکړ، دې چې یې د ژغورولو هڅه وکړه، په قونداغ ووهل شوه.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته د تعلیم او تربیې پوهنتون نجونو زدکوونکو هم اعتراض وکړ

د لاریون یوه بله ګډونواله وايي له لاریون وروسته ګډوالې د طالبانو له خوا تعقیبېدلې.

دا وايي "برچي کې د ماسپښين تر درې بجو تالاشي وه. په هرې نجلۍ یې چې شک کېده ټیلفون به یې کتل کېده چې لاریون کې یې برخه اخستې که نه. طالبان هڅه کوي معترضې نجونې بیخې لادرکه کړي او له افغانستانه وتلو ته یې اړ کړي."

د یوې بلې مېرمن کورنۍ چې د لاریون په سر کې روانه وه، وايي طالبانو د لنډه وخت لپاره ونیوله.

پر خواله رسنیو ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالب امنیتي کسان هڅه کوي له ځینو لاریونکوونکو موبایل ټیلفونه واخلي.

طالبانو د لاریون کوونکو د وهلو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي د لاریون مخه ځکه ونیول شوه چې له اجازې پرته پیل شوی وو.

پر کاج ښوونیز مرکز له برید وروسته د تعلیم او تربیې پوهنتون نجونو زدکوونکو هم اعتراض وکړ.

افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د باور وړ حکومتولۍ غوښتنې باید د ټولنې د تر ټولو کمزوري قشر په ملاتړ ځواب شي، نه د هغوی په ځپلو. دې ویلي د ویرجنو مېندو پر وړاندې دا وحشت په وېرې او کمزورۍ دلالت نه کوي نه پر ځواکمنتیا او واک لرلو.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د طالبانو د میرمنو پروني لاریون ځپلو ته غبرګون ښودلي. یوناما له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سوله ییز لاریون د مخنیوي لپاره وسله ونه کاروي.