هغه ښځه په ۲۲ کاله زندان سزا محکومه شوې چې ټرمپ ته یې په زهرو لړلی لیک استولی و

    • Author, رابرټ ګرینال
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
پاسکال فیریر په ۲۰۲۰ کال کې نیول شوې وه.

د عکس سرچینه، HIDALGO COUNTY SHERIFF'S OFFICE

د عکس تشریح، پاسکال فیریر په ۲۰۲۰ کال کې نیول شوې وه.

هغه کاناډایۍ‍ ښځه په امریکا کې په ۲۲ کاله زندان سزا محکومه شوې چې ډونلډ ټرمپ ته یې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال په ریسین نومي زهرو لړلی لیک استولی و.

۵۶ کلنې پاسکال فیریر په جنورۍ کې د زهرجنو لیکونو استولو په لړ کې د خپل جرم اعتراف کړی و. د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې سپینې ماڼۍ ته له استولو مخکې د نوموړې استول شوی زهرجن لیک کشف او مخه یې ونیول شوه. پاسکال فیرر د دې قضیې محاکمې په ترڅ کې قاضیانو ته وویل، پښېمانه ده چې پلان یې شنډ شو او ونه توانېده د ټرمپ مخنیوی وکړي.

د محکمې پر وړاندې یوه اوږده وینا کې نوموړې وویل، ځان ورته د ترهګرې پر ځای یوه فعاله ښکاري.

د امریکا فدرالي څارګرې ادارې پر هغه لیک چې د ښاغلي ټرمپ په نامه استول شوی و، د دې د ګوتو نښانونه موندلي و. د ایف بي ای له لوري په لګول شویو تورونو کې ویل شوي، نوموړې په لیک کې له هغه غوښتي و، چې په ټولټاکنو کې دې برخه نه اخلي او په وینا یې: ''ما درته یو نوی نوم موندلی او هغه دی بدمخی، ظالم مسخره''

محکمې بیا په خپله پرېکړه کې ویلي، له ۲۲ کاله زندان تېرولو وروسته به دا له امریکا شړل کېږي او که بېرته ستنه شوه د ټول عمر لپاره به په نظارت کې ساتل کېږي. فیریر دغه راز اعتراف وکړ چې د امریکا ټیکساس ایالت د امنیتي ځواکونو اتو مسوولینو ته یې هم ورته زهرجن لیکونه استولي وو.

۲۰۲۰ کال کې نوموړې د بې لایسنسه موټر چلولو او وسلې ساتلو په تور لس اونۍ توقیف شوې وه او د امریکا عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې نوموړې پر همدې چارواکو د خپل توقیف تور پورې کاوه.

فیریر چې د کاناډا او فرانسې دوه ګونی تابعیت لري، د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د امریکا نیویارک ته له پولې د اوښتو پر مهال داسې حال کې نیول شوې وه چې یو ټوپک، یو چاکو او یو څه مرمۍ هم ورسره وې.

دې وروسته د کیوبک په خپل کور کې د ریسین نومي زهرو چې د کاستور نومي بوټي دانو له پاتې شونو چمتو کېږي، جوړولو او د لیکونو په لفافو کې بندولو اعتراف کړی و.