پروېز مشرف د کراچۍ یوه پوځي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

د عکس سرچینه، ISPR
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د دغه هیواد د پخواني پوځي مشر پروېز مشرف د جنازې لمونځ د سند ایالت په مرکزي ښار کراچۍ کې وشو.
د پاکستان د دغه پخواني پوځي واکمن او متقاعد جنرال پروېز مشرف د جنازې لمونځ د سې شنبې پر ورځ د فبرورۍ پر ۷ ماسپښين مهال په کراچۍ کې ادا شو خو رسنیو ویلي د پوځ اوسنی مشر او نور لوړي حکومتي مشران نه وو ورغلي.

د عکس سرچینه، ISPR
د جنازې په مراسمو کې، د پوځ د لوی درستیزۍ د ګډې کمیټې مشر جنرال سحیر شمشاد میرزا، د پوځ پخواني مشر قمر جاوید باجوه، اشفاق پرویز کیاني، اسلم بیګ او یو شمیر متقاعد و افسرانو ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، ISPR
سره له دې چې د دغه پوځي واکمن په تړاو د قانون ماتونې ګڼې قضیې او ناخوښۍ شته، خو جنازه یې په رسمي پوځي دستورو ولېږدول شوه.

د عکس سرچینه، ISPR
دغه پخوانی پاکستانی ولسمشر چې د فبرورۍ پر پنځمه په دوبۍ کې مړ شو. د هغه مړی د سند ایالت په یوه پوځي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

















