د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو

د ویډیو تشریح، د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو
د خپرېدو وخت

د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.دی ۷۹ کلن و.

د پاکستان پوځ عامه اړيکې څانګې، ای اېس پي ار، د خپل هېواد وسله والو ځواکونو له اړخه د جنرال مشرف پر مړينې خواشيني ښوولې ده.

ښاغلی مشرف د ۱۹۹۹ کال له اوکتوبره د ۲۰۰۸ کال تر لومړيو مياشتو د دغه هېواد د پوځ مشر و، دی ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان لسم ولسمشر شو.