محکمې پروېز مشرف په اعدام محکوم کړی و خو څنګه پاکستان به یې جنازه ترسره کوي؟
د خپرېدو وخت
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف مړی به نن دغه هېواد ته ولېږدول شي.
دی له اوږدې ناروغۍ وروسته تېره ورځ دوبۍ کې د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.
پروېز مشرف ۲۰۱۶ کال کې له ناروغېدو سره پرې د سفر لګېدلی بنديز لرې شو او دوبۍ کې د درملنې لاندې و.
بي بي سي له ځايي خبریال عادل شاه زیب سره پرې غږېدلې.