هند پارلمان له تودو بحثونو وروسته د مسلمانانو جايدادونو اړوند ناندریزه قانوني طرحه تائید کړه

ګڼ شمېر مسلمانانو د دې طرحې پر ضد مظاهرې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ شمېر مسلمانانو د دې طرحې پر ضد مظاهرې کړې.
    • Author, شریلان مولان
    • دنده, بي بي سي- ممبۍ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د هند پارلمان کې د مسلمانانو وقف جایدادونو د سمبالښت او ادارې چارو بدلون اړوند ناندریزه مسوده منظوره شوه. دغه جایدادونه د پېړیو په اوږدو کې د مسلمانانو د بسپنې پر مټ جوړ شوي او اوس میلیاردونه ډالره ارزښت لري.

د هند مشرانو جرګې د وقف (تعدیل) ۲۰۲۴ په نامه دا مسوده د جمعې پر ورځ تائید کړه. له دې یوه ورځ مخکې د هند په ولسي جرګه کې د اپوزېسیون له سختو نیوکو سره سره دا مسوده تائید شوې وه.

د هندي مسلمانانو مشران او اپوزېسیون ګوندونه دا مسوده ''له اساسي قانون سره په ټکر کې'' بولي او په وینا یې د هند مسلمانانو لږکۍ حقونه تر پښو لاندې کېږي. خو حکومت بیا وايي، هدف یې د مسلمانانو د وقف جایدادونو په سمبالښت او اداره کې شفافیت رامنځته کول دي.

دا مسوده به اوس د هند ولسمشرې ته استول کېږي او د هغې له توافق وروسته به په قانون بدله شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې د دې مسودې تائید کېدل ''یوه تاریخي شېبه'' بللې ده. نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې: ''د پارلمان له لوري چې کوم قانون تصویب شوی دی، شفافیت به ورسره ډېر شي او د خلکو حقونه به ورسره خوندي شي.''

اپوزېسیون ګوندونه بیا له دې سره سخت مخالفت کوي او په وینا یې دا لږکیو حقونو کمزوري کولو لپاره د بهارتیه جنتا ګوند (بي جې پي) لخوا یو بل چل ول دی. د کانګرېس ګوند ملک ارجن کهرجي وايي، په ولسي جرګه کې یو لور که ۲۸۸ پارلمان غړو د دې تائید لپاره رایې ورکړې، نو ۲۳۲ پارلمان غړو یې مخالفت هم کړی دي. نوموړي پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي: ''له دې نه موږ ته معلومېږي، چې د بېلابېلو لوریو لخوا له مخالفت سره سره دا مسوده په خپلسرې توګه تائید شوې ده.''

د پارلمان غړی او د مجلس اتحاد المسلمین مشر اسد الدین اویسي د دې طرحې له سختو مخالفینو یو دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پارلمان غړی او د مجلس اتحاد المسلمین مشر اسد الدین اویسي د دې طرحې له سختو مخالفینو یو دی.

وقف جایدادونه څه دي او حکومت ولې غواړي اداره یې بدله کړي؟

د هندي مسلمانانو د دود له مخې وقف جایداد د هغو مسلمانانو د بسپنې پر مټ رانیول کېږي، چې د ټولنې د خیرښېګنې لپاره خیرات کوي یا خپل جایداد ځانګړی کوي او بیا همدا جایدادونه د خیریه او دیني چارو لپاره ځانګړي کېږي.

دغه ډول جایدادونه نه خو د بل هدف لپاره کارول کېدای شي او نه یې هم پېر او پلور کېږي.

د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو لپاره دغه ډول جایدادونه ځکه مهم دي، چې معمولا د دوی د جوماتونو، مدرسو، هدیرو یا یتیم خانو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

د دې جایدادونو چارې د ۱۹۹۵ وقف اېکټ نومي قانون له مخې اداره کېږي، چې د هر ایالت په کچه د یوه ځانګړي پلاوي له لوري د دې جایدادونو چارو سمبالښت لارښوونه کوي.

په دې پلاویو کې د ایالتي حکومتونو استازي، د پارلمان مسلمان غړي، د وکیلانو ټولنې غړي، مسلمان دیني علما او د وقف جایدادونو مدیران شامل وي. په تېره اګست میاشت کې بیا بي جې پي حکومت په دې قانون کې د اصلاح په نامه یوه طرح وړاندې کړه.

د حکومت په وینا د طرحې وړاندیزونه به د وقف اداره عصري کړي او قانوني نیمګړتیاوې به یې له منځه لاړې شي.

خو اپوزېسیون ګوندونه او د ځايي مسلمانانو مشران بیا تور پورې کوي، چې له بدلونونو سره به پر دې جایدادونو د حکومت کنټرول لا زیات شي.

دا طرح په فبرورۍ میاشت کې د ارزونې لپاره د ماهرینو یوې ډلې ته استول شوې وه او هغوی له ځینو بدلونونو سره تائید کړه.

په طرح کې داسې کوم بدلونونه شوي، چې له کبله یې ناندرۍ راپورته شوې؟

یو دا دی، چې وقف جایداد به څه ډول جایداد ته ویل کېږي؟

په دودیز ډول داسې ګڼ شمېر ودانۍ چې په شفاهي ډول یا د ټولنې دود-دستور له مخې خیرات شوې، په قانوني ډول هم وقف جایدادونه بلل کېدل او دا ځکه چې مسلمانانو له ډېر وخت راهیسې دغه ودانۍ هماغسې کارولې، چې نور وقف جایدادونه کاروي.

د نوې طرحې له مخې باید د وقف جایدادونو اړوند بورډ یا پلاوی داسې کره ثبوتونه وړاندې کړي، چې له مخې یې په قانوني توګه دا جایداد وقف وبلل شي.

دویم بدلون د وقف جایدادونو په اداري پلاویو یا قانوني ماهرینو ډلو کې د غیر مسلمانانو د ګډون په تړاو د نوې طرح وړاندیز دی. په طرح کې د دې جایدادونو پر سر قانوني شخړو کې د محاکمو مداخلې ته د اجازې ورکول هم شامل دي.

له دې مخکې په دغه ډول شخړو کې د وقف جایدادونو اړوند قانوني ماهرینو پرېکړه وروستۍ بلل کېده.

په طرح کې د جایدادونو ثبت لپاره یو مرکزي نظام هم وړاندیز شوی دی، او د طرحې له مخې باید دغه ټول جایدادونه پر قانون د دې طرحې له بدلېدو وروسته ثبت او راجستر شي.

دغه راز باید ټول نوي وقف جایدادونه د همدې نظام له لارې له اړوند بورډونو سره ثبت شي. په طرح کې داسې تګلارې هم وړاندیز شوې دي، چې د دې جایدادونو په سروې کې د حکومت رول زیاتوي.