طالبانو په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې څلور تنه ژغورل شوي کابل ته لېږدولي

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA
کابل ته د لېږدول شویو کسانو روغتیايي حالت ښه ښودل شوی دی او طالب چارواکي وايي لومړنۍ روغتیايي مرستې ورسره شوې دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه خپرې کړي، لیدل کېږي، څلور تنه بهرنیان چې ځینې یې ټپیان هم دي، په تکلیف له الوتکې ښکته کېږي او دوی ته لومړنۍ روغتیايي مرستې ورکول کېږي.
طالب چارواکي وايي تر دوه ورځو پلټنو وروسته یې د ځايي مسؤلینو په مرسته د لوېدلې الوتکې ځای پیدا کړ چې په پایله کې یې څلور تنه ژوندي ژغورلي او دوه تنه په پېښه کې وژل شوي چې د هغوی جسدونه به هم له سیمې لومړی فیض اباد او وروسته کابل ته ولېږدول شي.
د دوی په وینا الوتکه له تایلنډه د روسیې په لور روانه وه چې د افغانستان په سرحدي سیمه کې رالوېدلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وړاندې تر دې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، د دوی څېړونکې ډلې نادرکه الوتکه د بدخشان د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا کړې ده.
ځايي طالب چارواکو پیل کې دا الوتکه هندۍ بللې وه، خو هند په دې تړاو د لومړنیو خبرونو له خپرېدو سملاسي وروسته دا خبر رد کړ.
د هند د هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "په افغانستان کې رالوېدلې الوتکه نه د هند لخوا په مهالوېش کې نېول شوې رسمي الوتکه ده او نه هم د هند کومه چارټر الوتکه."
وزارت زیاته کړې "دا د مراکش راجستر شوې کوچنۍ الوتکه ده."
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي "د دې الوتکې مسير د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی او په ډېر ګومان تخنيکي ستونزو له کبله له خپل مسيره اوښتې ده."
د روسیې د هوايي چلند روزاویاتسیا ادارې ليکلي و چې دغه الوتکه د تاجکستان پولې ته نږدې د افغانستان په فضا کې وه چې اړیکې يې ورسره پرې شوې او د رادار له ښيښو ورکه شوې وه.
د دې ادارې په وینا دغې الوتکې د چارټر هوايي امبولانس په توګه د هند له ګیا د اوزبېکستان د تاشکند له لارې د روسیې ژوکوفسکي ته په لاره وه خو د الوتکې د پورته کېدو ځای د تایلنډ اتاپاوو هوايي ډګر و.
دغې ادارې ویلي چې دغه فالکون ۱۰ ډوله دوه ماشینه الوتکه چې په RA-۰۹۰۱۱ شمېره او ۱۲۸ سرېال نمبر ثبت ده، په ۱۹۷۸ کال کې ډاسالټ اويېشن فرانسوي شرکت جوړه کړې وه او اوس د اتلېټيک ګروپ او یوه فرد په ملکيت کې وه.
د روسیې د هوايي چلند چارواکي وايي د طالبانو او تاجکستان له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې دي.





















