تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: تر ۲۵ کلنۍ کم عمره میلیونونه ځوانان بې روزګاره دي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د جولای میاشتې پنځلسمه نېټه چې نن ده په نړۍ کې د ځوانانو د مهارتونو د ورځې په توګه په دې خاطر لمانځل کېږي چې د ځوانانو مهارتونو ته پام واړول شي.
د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۲ کال کې ۷۳ مېلیونه ځوانان چې عمرونه یې له پنځلسو تر پنځه ویشتو کلونو وو په نړۍ کې بې روزګاره وو، خو د وړم کال پرتله یې شمېر کم و.
ملګري ملتونه وايي تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۷۸ مېلیونه نور ځوانان هم د کار مارکیټ ته وړاندې شي، ځکه نو اړتیا ده چې د زده کړو او روزنې سیستمونه ورته چمتو اوسي.
دا ورځ سږکال بیا هم په داسې کال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان له بې روزګارۍ سرټکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځوانانو مهارتونو ته د پام اړولو د ورځې په اړه پیغام کې ویلي په معیاري زده کړو، روزنې او مهاراتونو د ځوانانو سمبالول اړین دي او د ځوانانو د مهاراتونو نړیواله ورځ موږ ته دا رایادوي چې ښوونکي په دې برخه کې مخکښ دي.
''د راتلونکې د بدلولو لپاره د ښوونکو، روزونکو او ځوانانو مهارتونه لوړ کړئ'' دا سږکال د ځوانانو د مهاراتونو د نړیوالې ورځې سرلیک دی.
سږکال د ځوانانو د مهاراتونو ورځ بیا هم داسې حال کې ل لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د هغو ځوانانو شمېر ډېر شوی چې له بې رزوګارۍ سرټکوي.
د بې روزګاره افغان ځوانانو ترمنځ هغه تر نورو ډېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې لوړې زده کړې یې نه دي کړې او مهارتونه یې هم نه دي زده.
ډېری افغان ځوانان چې په خصوصي او دولتي ادارو کې د دندو نه موندلو نه ناهیلي کېږي، د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورځنۍ مزدورۍ، دوکاندارۍ، دست فروشۍ یا هم ازاد مارکیټ کې د توکو پلور ته مخه کوي.
هرکال په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان له پوهنتونو فارغېږي او د کار مارکیټ ته مخه کوي.
له دې ډلې نه یو شمېر یې په دولتي او خصوصي ادارو کې په دندو ګومارل کېږي او یو شمېر یې نه شي کولای چې د خپلې خوښې دندې پیدا کړي.
په نورې نړۍ کې هم ډېر ځله هغه ځوانان چې مهاراتونه ولري د نورو پرتله په اسانۍ دندې مومي، په کار ګومارونکې ادارې هم لومړیتوب هغو ځوانانو ته ورکوي چې یو، دوه یا ډېر مهاراتونه ولري، ځکه چې په دې توګه له یوه کس نه د دوو یا ډېرو کسانو کار اخلي خو تنخواه یوه ورکوي.
ملګري ملتونو وايي د اټکل له مخې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د هغو ځوانانو شمېر ۷۳ مېلیونو ته رسېده چې بې رزوګاره و.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۴ کال کې د جولای میاشتې ۱۵مه د ځوانانو د مهاراتونو د ورځې په توګه ونوموله چې موخه یې د ځوانانو مهاراتونو ته پام اړول دي.
ملګري ملتونه وايي دا اړینه ده چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې له پرمختګونو سره هممهاله ځوانان په لازمو مهاراتونو سمبال کړای شي څو په دې توګه له ننګونو سره مبارزه وکړي او ښه راتلوونکې باوري کړي.