تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''که اقدامات و نه شي ۵ میلیونه افغانان به روزګار و نه لري''
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغان حکومتي چارواکي وايي، داسې احتمالي خطر شته، چې راتلونکو پنځو کلونو کې د بې روزګاره افغانانو شمېر پینځه میلیونو کسانو ته ورسېږي.
شمېرې ښيي چې دا مهال نژدې دوه میلیونه کارګر افغانان دندې نه لري او هر کال په دې شمېر کې څلور سوه زره کسان زیاتېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د سوداګرۍ خونې او کار نړیوال سازمان ګډې غونډې ته وویل، افغانستان کې اوس مهال ۲۲ اعشاریه ۴ سلنه کارګر خلک بې روزګار دي او په خبره یې که دغه وضعیت کنټرول نه شي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به یې شمېر پینځه میلیونو ته ورسېږي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې نن 'سې شنبه دسمبر ۲۶ 'د کار له نړیوال سازمان سره یو ځای د کاري زمینې برابرولو نوې جوړه شوې طرحه بحث ته وړاندې کړه.
ښاغلي ذکې دغې غونډې ته وینا کې وویل، که حکومت او خصوصي سکټور یې پر غوره حل لارو ، چې دوئ جوړې کړي کار وکړي هر کال به یو میلیون کسان روزګار ومومي. نوموړی وايي:
''زموږ وړاندیز دا دی چې حکومت باید د پراختیایي بودیجې لګول حتمي کړي، که دغه بودیجه د ټولو وزارتونو لخوا په سمه توګه ولګول شي له دریو سوو تر ۴سوه زرو کسانو ته به هر کال کار پیدا شي او دا یوه لویه حل لاره ده . ''
بل لور ته د کار سازمان کارکوونکي ادعا کوي، چې افغان حکومت لا هم د بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره بنسټیزې طرحې نه لري او په وینا یې دا هغه تشه ده چې ورځ تر بلې بې روزګاري ډېروي.
د یویې نادولتي ادارې مشره سپوږمۍ صیام چې له پوهنتونو فارغې نجونې او زلمیان د کار موندنې برخه کې روزي وایي، 'یوه لویه ستونزه دا ده چې ځوانان نه شي کولای له خپل شته مسلک او وړتیاوو په سمه بڼه دفاع وکړي. '
تجربه او تخصص نه درلودل هغه نورې ستونزې بلل کېږي، چې د کار بازار ته نوي راتلونکي کسان ورسره مخامخ وي.
کاري زمینې برابرول د افغان حکومت او په خپله د ولسمشر غني د لومړیتوبونو یوه برخه بلل کېږي او چارواکي وايي، غواړي د لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو په پلي کولو سره دغې موخې ته ورسېږي.