نوې سرشمېرنه؛ د انګلنډ او وېلز تر نیم کم وګړي عیسویان دي، د مسلمانانو شمېر لوړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۱ کال انګلنډ او وېلز کې ترسره شوې سرشمېرنې په لومړي ځل ښودلې چې د دغو هېوادونو تر نیمايي کم وګړي اوس ځان د عیسوي دین لارویان بولي.
د دې پرتله دغو ځایونو کې د هغو کسانو شمېر بیا ۱۲ سلنه اضافه شوی چې وايي هېڅ دین نه لري.
د هغو کسانو شمېر چې وايي دین نه لري، ۳۷ سلنې ته لوړ شوی.
همدا راز د هغو کسانو شمېر هم یو میلیون او ۲۰۰ زره ډېر شوی چې ځانونه مسلمانان معرفي کوي.
د دې سرشمېرنې د پایلو له مخې انګلنډ او وېلز کې اوس ۴۶ اعشاره ۲ سلنه وګړي وايي چې عیسویان دي، په داسې حال کې چې دا شمېر ۲۰۱۱ کال کې ۵۹ اعشاره ۳ سلنه وو.
ویلز او انګلنډ کې هر لس کاله وروسته د احصايي ملي ادارې لخوا سرشمېرنه کېږي.
په ۲۰۱۱ کال کې د هغو کسانو شمېر چې ځانونه یې مسلمانان معرفي کول ۴ اعشاریه ۹ سنله و خو اوس ۶ اعشاریه ۵ ته لوړ شوی دی.
په دې سرشمېرنه بېلابېلې پوښتنې کېږي او د بریتانوي ټولنې د جوړښت څرنګوالي مالومات ترې راټولېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دغو مالوماتو بیا له ترانسپورت رانیولې تر زدکړو، روغتیا او نورو ټولو عامه خدماتو لپاره د پلانونو جوړولو او هغوی ته د بودېجې برابرولو په اړه پرېکړو کې ګټه اخیستل کېږي.
د ۲۰۲۱ کال سروې د همدغه کار د مارچ په ۲۱مه شوې وه.
د تېر کال سرشمېرنه کې له خلکو د هغوی د ګروهې او د دیني مناسکو څرنګوالي پر ځای په لویه کې دا پوښتنه شوې چې د کوم دین لاروی دی.
د لندن له کنګز کالج پروفیسوره لېنډا ووډهیډ وايي د "هېڅ دین نه لرم" انتخاب په نښه کول کټ مټ په دې مانا نه دي چې دغه کسان دې رښتیا هم بې دینه وي.
هغې بي بي سي ته ویلي "ځینې به بې دینه وي، ډېر به ایګنوسټک وي- دوی یوازې همدومره وايي چې نه پوهېږم. ځینې به روحاني وي د روحانیت کارونه به کوي."
د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې له مخې انګلنډ تر ټولو متنوع ځای دی چې یوازې ۲۵ سنله اوسېدونکي یې ځان عیسوي بولي.
په دې سرشمېرنه کې ۸۱ اعشاره ۸ سلنه شاملو کسانو ځان د سپین توکمیز ګروپ غړي بللي. لس کاله وړاندې دا شمېر له ۸۶ سلنې هم کم و.

د عکس سرچینه، PA Media
بریتانیا کې دویمه ستره نژادي ډله د اسیايانو ده. د اسیايي انګلنډیانو یا اسیايي ویلزیانو ټول شمېر پنځه نیم میلیونه دی.
بریتانیا کې د تور پوستکي ټولنې شمېر چې د لس کالو مخکینۍ سرشمېرنه کې ۹۹۰ زره و، اوس یو نیم میلیون ته رسېږي.
بېرمنګهم، لوټن او لېسټر د انګلنډ هغو څوارلسو سیمو کې شامل دي، چې اوس پکې ځان سپین پوستی معرفي کوونکي اقلیت دي.





















