پاکستان کې تر ۴۲ میلیونو ډېر کسان د واده په تمه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمن الله خټک
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
پاکستان کې د ناواده شویو کسانو شمېر تر دوه څلوېښت ميليونو اوښتی دی.
د پاکستان د احصایې ادارې د رپوټ پر بنسټ، پنجاب ايالت د ناواده شویو کسانو د نوملړ په سر کې ځای لري، خو په بلوچستان ايالت کې بيا د ناواده شویو کسانو شمېر تر ټولو ټيټ بلل شوی دی. پاکستان کې د نجونو او د هلکانو د ودونو پر وړاندې بېلابېل خنډونه شته، چې بې روزګاري او بې وزلي یې په سر کې راځي. په پاکستاني ټولنه کې ځينې نور دودونه هم د واده کولو په لار کې خنډونه جوړوي.
بې وزلي د څلوېښت کلن ذيشان د واده ارمان پوره کېدو په لار کې ستر خنډ دی. نوموړی چې په يوه شخصي اداره کې د موټر چلونکي دنده ترسره کوي، د پنځو خويندو ساتلو دروند مسؤلیت هم پر غاړه لري. بله دا چې د خپلو پنځو خويندو د ودولو فکر هم ذيشان د خپل واده په اړه فکر کولو ته نه پرېږدي.
هغه وايي "مور ګرځي نجونې ګوري، خو د هغوي غوښتنې او فرمايشونه ډېر زيات دي. د نجلۍ کور لومړی زما له مور څخه زما په اړه پوښتنه کوي، هلک څه کار روزګار کوي، بيا د معاش پوښتنه کوي. بيا د کور پښتنه کوي چې لرم یې که نه؟ زه خپل کور نه لرم، په کرایي کور کې اوسېږم او د میاشتې ۲۵ زره کلدارې کرایه ورکوو. بل پلو بیا د برېښنا بېلونه او نور لګښتونه دي. د ژوند جوړولو فرمایش هر ځای کېږي، خو په دې ګرانۍ کې به څوک څنګه خپل کور جوړ کړي؟)
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې د دغه هېواد د ۲۴۵ میلیونه وګړو له ډلې ۴۲ میلیونه یې بې واده دي.
د دغې ادارې په رپوټ کې دا هم ویل شوي، په تېرو شپږ کلونو کې، پاکستان کې د نا واده شویو کسانو شمېر پنځه میلیونه ډېر شوی دی.
د احصایې ادارې تر پنځلس کلونو د لوړ عمر کسان حساب کړي دي.
رپوټ زیاتوي په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پاکستان کې د بې واده خلکو شمېر اوه دېرش ميليونه وو.
د ودونو په تړاو د نجونو ستونزې

د پېښور يو اوسېدونکی محمد بلال وايي "ورځنی ژوند ډېر سخت شو. زیاتره کسان په کرايي کورونو کي اوسېږي. زه خپله د میاشتې شپږنيم زره روپۍ د کور کرایه ورکوم، دولس سوه روپۍ مو د برېښا بل راځي، کارونه نشته، ځکه خو کور نشو ابادولی. خپله خيټه ساتل هم راته ګران دي. بيکاري ده. نن سبا د ورځې د یوه مزدور مزدوري دوه زره کالدارې ده، خو کارونه نشته. خلک بيخي په خپل ژوند ستومانه دي."
د هلکانو په شان په پاکستان کې میلیونونه نجونې هم بې واده پاتې دي. د دغو ميليونونو مېرمنو له ډلې یوه هم شازيه ده. هغه د شپږ کالو په عمر کې د خپل تره زوی په نوم شوې وه. هغه مهال شازیه د چا په نوم کېدو په معنی نه پوهېده، خو دېته خوشاله وه چي نوې جامې به اغوندي. د ماشومې شازيه څخه له پوښتلو پرته د هغې د ژوند په اړه یوه لويه پرېکړه شوې وه. په سر کې ورته خوشحاله وه، خو په دې نه پوهېده چې د کورنۍ د دغې پرېکړې دا خوښي به لنډمهاله او بيه به يې ډيره درنه وي.
شازيه وايي (د تره له زوی سره د هغې کوژده د هغې نيا کړې وه. خو وايي کله یې چې د تره حالت یو څه ښه شو، له خپلې کورنۍ سره بريتانيا ته ولاړ. هغه وایی د وخت په تېرېدو د هغوی دود دستور بدل شوی دی. زما د تره زوی په بریتانیا کې دوکتورا وکړه. ما بيا له دغې رشتې انکار وکړ.)
د نجونو پر وړاندې هم بې روزګاري او د ټولنې ځینې ناوړه دودونه خنډونه جوړوي.

د پېښور پوهنتون د ټولنپوهنې څانګي استاد سدرا بتول وايي "په خپلوانو کې د نجونو ورکول او له خپلوانو پرته نورو کورنیو ته د نجونو نه ورکول يوه لويه ستونزه ده. بل دا زیاتره نجونې، چې زده کړې کوي، د ډېرو عمرونه یې د واده لپاره لوړ وي.
ځينې وختونه د يو خاص مسلک يا دندې کوونکو سره خپلوي کول هم يوه ستونزه وي، هغه بيا د نجلۍ پوښتنې ته راځي که نه، خو کورنۍ یې په انتظار ناسته وي او په دې موده کې، ځینې نورې رشتې چې راځي، هغه هم له لاسه وځي."
دیني عالمان وايي که په اسلامي تعليماتو عمل وشي نو د ودونو ستونزه حل کېداي شي. دوي وايي له دین څخه بې خبري نه يوازې د ودونو په لار کي خنډ جوړوي بلکې په ټولنه کې د ډول ډول ستونزو لامل کيږي.
د واده شرطونه باید اسانه وي
د پېښور يو دیني عالم مفتي محمد سليمان فدا وایي "د ودونو په اړه د خدای فرمان دی چې تاسو نکاح وکړئ. خدای پاک ښځو او نارینه وو دواړو ته دا امر کوي. دغه راز په احادیثو کې هم ویل شوي، چې تر ټولو له برکته ډکه نکاح هغه ده چې اسانه وي. د بېلګې په توګه د هغې مهر لږ وي او پرې شرطونه هم درانه نه وي. ښکاره ده چې کله په اسلامي ټولنه کې د اسلام چوکاټ پرېښودل کېږي او د اسلام اصولو ته پام نه کېږي، بيا داسې ستونزې او خرابۍ رامنځته کېږي."
د پاکستان د احصایې ادراې د رپوټ له مخې په سند ايالت کې هم د ناواده کړو شمېر لوړ دی او تر نهه ميليونو ډېر دی. په پښتونخوا کې دا شمېر د شپږ ميليونو څخه لوړ دی، خو په بلوچستان کې بیا د ناواده کړو شمېر شاوخوا دوه ميليونه تنه دي.





















