ايران وايي اسرائيلو سره د "همکارۍ په تور يې ۱۲ تنه نيولي" دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ايران وايي اسرائيلو سره د همکارۍ په تور يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې "۱۲ تنه نيولي" دي.

د ايران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو دفتر په يوه اعلاميه کې د دغه هېواد په شپږو ولایتونو کې د ۱۲ تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.

په اعلامیه کې ويل شوي چې دغو کسانو "د امنيت ضد ګامونو پورته کولو نيت درلود."

د ايران سپاه پاسداران په خپله اعلاميه کې د نيول شويو کسانو د پېژندګلوۍ او دا چې په کومو ولايتونو کې نيول شوي نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله په ايران کې اسرائيلو سره د همکارۍ او جاسوسي په تور يو شمېر کسان نيول شوي او اعدام شوي دي.

دغه نیونې داسې مهال کېږي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله لبنانۍ ډلې او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا مخ په ډېرېدو ده.

بل پلو په لبنان کې د ايران سفير مجتبی اماني د تېرې سې شنبې په ورځ د لبنان پلازمېنه بيروت کې د پېجر په چاودنو کې له ټپي کېدو وروسته په لومړي ځل څرګندونې کړې دي.

نوموړي، په اېکس يوه پوست کې د لبنان او ايراني ډاکترانو مننه کړې چې د ده په ټکو د هغه په درملنه کې يې مرسته کړې ده.

دا نه ده روښانه چې دا پوست يې په خپله کړی خو دا له چاودنې وروسته د هغه لومړنی پيغام دی.

يو شمېر راپورونه کې راغلي چې ښايي هغه د پېجر په چاودنه کې خپله يوه سترګه له لاسه ورکړې او په بله سخت ټپي شوی وي.

په بیروت کې د ایران سفارت دا راپورونه رد کړي، خو وايي هغه په لاس ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.

د تېرې سې شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شويو دوو لنډو ويډيوګانو کې ښاغلی اماني ښکارېده چې جامې يې په وينو لړلې او په لاسونو يې ټپونه ښکارېدل.