تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیل جنګي الوتکو لبنان کې پر حزب الله بریدونه کړي؛ حزب الله يې پوځي اډې په نښه کړې
د اسرائيلو پوځ وايي د حزب الله ډلې د "شوني بريد" د مخنيوي په پار يې په لبنان کې بريدونه کړي دي.
د اسرائيلو پوځ ويلي، د دغه هېواد جنګي الوتکو د لبنان حزب الله ډلې اړوند هدفونه په نښه کړي چې په وينا يې له دې ځايه د اسرائیلو وګړو ته سملاسي ګواښ پېښېده.
اسرائيلو ويلي، د لبنان ملکي وګړو ته خبرداری ورکړل شوی چې "سملاسي د ايران ملاتړې ډلې حزب الله له عملياتي سيمو ووځي."
له دې لږ وروسته حزب الله ډلې اعلان وکړ، د دغه ډلې د لوړ پوړي قومندان چې تېره مياشت وژل شوی و په غبرګون کې پر اسرائیلو د ډرون بريدونه وکړل.
حزب الله ويلي پر اسرائيلو يې له ۳۲۰ ډېر توغندي توغولي او د دغه هېواد په شمال کې يې ۱۱ پوځي اډې په نښه کړې دي.
د يکشنبې په سهار د اسرائيلو په شمالي برخو کې د خبردارۍ غږونه يا سايرنونه وغږول شول.
تراوسه په دغو بريدونه کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
حزب الله د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی د لوړي پوړي قومندان د وژل کېدو د غچ اخيستې "لومړی پړاو" يې بشبړ کړ.
فواد شکر د حزب الله يو مهم پوځي قومندان و چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د لبنان پلازمېنه بيروت کې د اسرائيلو په يوه بريد کې ووژل شول. له دې بريد وروسته حزب الله ډلې د غچ اخيستنې ګواښ وکړ.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي چې "حزب الله د لبنان له خاورې پر اسرائيلو له ۱۵۰ ډېر توغندي توغولي" دي.
د اسرائيلو لومړي وزير هم اعلان وکړ چې د خپلې امنيتي کابينې بېړنۍ غونډه رابولي.