د بریتانیا مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسن له پارلمانه استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا مخکیني لومړي وزیر بوریس جانسن د خپل هېواد له پارلمانه استعفا وکړه. ښاغلي جانسن له هغه وروسته استعفا اعلان کړه، چې یوې پارلماني کمېټې د کورونا مخنیوي قرنطین پر مهال د نوموړي په استوګنځي کې د مېلمستیا په تړاو رپوټ بشپړ کړ.
پر ښاغلي جانسن تور لګېدلی و، چې په لوی لاس یې پارلمان ته د هغې مېلمستیا په هکله رښتیا نه دي ویلي. د کورونا قرنطین همدې مېلمستاوو موضوع ته د ''پارټي ګېټ'' رسوايۍ نوم ورکړل شو او د همدې موضوع له کبله بوریس جانسن اړ شو، چې د محافظه کار ګوند له مشرتابه او بالاخره د بریتانیا له لومړي وزارت مقامه استعفا وکړي.
ښاغلي جانسن د پارلمان غړیتوب په خپل اوږده استعفا لیک کې ویلي، په دې هکله یې دروغ نه دي ویلي، ځکه فکر یې کاوه د قرنطین پر مهال مېلمستیا له مقرراتو سرغړونه نه ده شوې.
ښاغلي جانسن د خپل هېواد پارلمان دارلعوام یا ولسي جرګې پلاوی تورن کړ، چې ګواکې د ده د شړلو هڅې یې کړې. نوموړي وویل: ''دوی تر اوسه داسې هېڅ ثبوت نه دی موندلی، چې ما په لوی لاس یا په ناپوهۍ کې پارلمان ته ناسم معلومات ورکړي دي.''
نوموړي ته د دې رپوټ یوه کاپي د جمعې پر ورځ ورکړل شوه، چې تر اوسه برالا شوی نه دی، او هغه ''یو لوریز او له بې دقتۍ ډکه ټولګه'' وباله. له دې مخکې په مارچ میاشت کې کمېټې ته د دې موضوع له شواهدو وړاندې کېدو وروسته ښاغلي جانسن اعتراف وکړ، چې پارلمان ته یې ناسم معلومات ورکړي، خو په خبره یې دا چاره یې په لوی لاس نه ده کړې.
نوموړي ویلي و، د کورونا مخنیوي قرنطین پر مهال د ډانینګ سټریټ (د بریتانیا لومړي وزیر دفتر) په مېلمستیاوو کې له یوه بله د واټن مراعتولو چاره ''بې عیبه'' نه وه. خو د دې تر څنګ نوموړي ویلي و، دا داسې څه و، چې د معمول چارو برخه وه او د نوموړي په خبره اجازه یې درلوده. ده ټینګار کړی و، چې د ده په اند کاري تګلارې تل مراعت شوې دي.
ښاغلي جانسن د جمعې پر ورځ له خپلې استعفا سره هممهاله وویل: ''ما دروغ نه دي ویلي، او باوري یم چې د کمېټې غړي په زړونو کې په دې پوهېږي.''

















