د طالبانو لومړی وزیر: افغان کډوال دې د "سیاسي ګټې او فشار په ډول نه کارول کېږي"

- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ویلي، ګاونډیان دې د افغان کډوال "بشري موضوع ته له سیاسي لیدلوري" او د "فشار" په ډول نه کارول کېږي.
نوموړي په يوه پیغام کې د کډوالو اړوندو یوې غونډې ته دغه څرګندونې کړې دي.
ښاغلي حسن دا هم ویلي، له هغو هېوادونو مننه کوي چې افغان کډوالو ته یې تېرو څو لسیزو کې پناه ورکړې ده. خو ټینګار کوي چې افغانستان ته د بېرته ستنولو بهیر دې په عزت او "تدریجي" مخ ته یوړل شي.
ځینې په دې باور دي چې د طالبانو او اسلام اباد تر منځ د پاکستاني طالبانو پر سر د اړیکو له خرابېدو وروسته، پاکستان افغان کډوال د فشار د یوې الې په ډول کاروي خو پاکستاني چارواکي بیا وايي، ناقانونه کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.
په کابل کې جوړې شوې ناستې ته د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني بیا ویلي، له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي.
کډوالو سره د سم چلند غوښتنه

د عکس سرچینه، @MORRAFG
ښاغلی حقاني وايي له افغان کډوالو سره له ټولو نړیوالو او انساني اخلاقو خلاف عمل شوی او لا هم کېږي.
نوموړی زیاتوي، "هغه عمل چې هغه د ټولو انساني، اسلامي او ملګرو ملتونو کنوانسیونو خلاف و، دوی د کډوالو پر خلاف ترسره کړل او لا یې هم کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې ښکېل نړیوال سازمانونه د دې چارې مخه ونیسي او پرېږدي چې کډوال په خپل خوښه او رضا له خپلو مالونو سره وطن ته ستانه شي. دوی د ارام ساه واخلي."
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر زیاتوي، د کډوالو مالونو، ناموس او اولاد ته هېڅ پام نه کېږي او په زور بېرته خپل هېواد ته شړل او ځورول کېږي.
"زموږ هېوادوال نه یوازې په ګاونډيو هېوادونو کې ځورول کېږي او بېرته هېواد ته راشړل کېږي، بلکې له نورو هېوادونو هم هره ورځ سلګونه او زرګونه کسان راشړل کېږي، هلته ډېر بد او د حیواناتو په شان چلند ورسره کېږي. هغوی نه ترهګر دي، نه مخالف او نه یې د کوم هېواد خلاف کوم عمل کړی دی، یوازې د مزدورۍ لپاره هلته تللي دي."
د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې تر درې میلیونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دوی تر خپله "وسه ورسره مرسته" کړې ده. او له نړیوالو ټولنو او ملي سوداګرو یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ډیسمبر ۱۸مه د یونسکو سازمان له لوري د کډوالو نړیواله ورځ نومول شوې ده.
نیم میلیون ستانه شوي کډوال او د مرستو اړتیا
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دغه سازمان له پاکستانه افغانستان ته پر ۲۸۰ زره ورستنو شویو کډوالو مرستې وېشلې دي. خو ستانه شوي کډوالو بیا وايي، چې شوې مرستې په هیڅ ډول کافي نه دي.
دغه سازمان ویلي، زیاتره هغه کډوال چې له پاکستانه اېستل شوي، د تګ ځای نه لري او نه پوهېږي چې څنګه به د افغانستان له سخت ژمي څخه ژوندي پاتې شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغانستان له څو لسیزو راهیسې د ناکراریو، جګړو، طبعي پېښو او په وروستیو کې د ویجاړوونکو زلزلو او اقتصادي کړکېچ له کبله پر نړیوالو مرستو تکیه کوي.
پاکستان او ایران هم داسې مهال په جبري توګه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ کړي، چې افغانستان کې سخت ژمی پیل شوی او دا کړکېچ ورسره زیات شوی دی.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د نهو نادولتي نړیوالو مرستندویه ادارو یوې ډلې پر نړیوالې ټولنې او د بشردوستانه مرستو تمویلوونکو باندې بېړنی غږ کړی چې په سخت ژمي کې دې ستنو شویو او بېځایه شویو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.
دغو موسسو غوښتنه کړې وه چې د کړکېچ مخنیوي او خپل هېواد ته د خوندي او دوامداره راستنېدنې تر ممکن کېدو پورې دې د هغوی کوربهتوب ته دوام ورکړي.
دوی ویلي، له هغه راهیسې چې درې میاشتې مخکې پاکستان له دغه هېواده د "ناقانونه" کډولو د ایستلو اعلان کړی، نږدې نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغو نادولتي بنسټونو خبرداری ورکړی و چې ستنې شوې کورنۍ له یوه ناروښانه راتلونکي او کړاو سره مخ دي او د خپل ژوند بېرته جوړولو وس خو یو ځل نه لري بلکې پر دې برسېره، په سخت ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ او یا هېڅ نه لري.
خو له دې هر څه سره سره، تر اوسه داسې نه ښکاري چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان په دریځ کې ښکاره بدلون راغلی وی او ټینګار کوي چې بې اسناده کډوالو به افغانستان ته ستنوي.






















