تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې او امریکا استخباراتي مشرانو مخامخ کتلي دي
د امریکا او روسیې استخباراتي مشرانو د مسکو لخوا اوکرایین کې د اټومي وسلو د کارېدو ګواښ او په 'غیر عادلانه' ډول بند کې د امریکايي وګړو د ساتلو په اړه خبرو لپاره لیدلي دي.
د سي ای اې مشر 'ویلیام بورنز' او د هغه روسي سیال 'سرګیې ناریشکین' دوشنبه د ترکیې پلازمېنه انقره کې سره کتلي.
کرملین ماڼۍ ویلي د دغو خبرو "ابتکار د امریکايي اړخ" و.
دا پر اوکرایین له یرغل راهیسې د روسیې او امریکا د تر ټولو لوړې کچې مخامخ لیده کاته دي.
سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه کې ویلي ښاغلي بورنز چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کالونو ترمنځ مسکو کې د امریکا سفیر پاتې شوی او په روسي ژبه هم خبرې کولی شي، د جګړې پر پای ته رسېدو نه غږېږي.
علامیه زیاتوي د ښاغلي برونز پیغام "روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارېدو د پایلو" او همدا راز د "ستراتېژیک ثبات لا خرابېدو" په اړه دی.
امریکا له څه مودې راهیسې په بیا بیا مسکو ته اوکرایین کې د تکتیکي اټومي وسلو د کارېدو چې کرملین یې کارولو ته د لېوالتیا نښې نښانې ښودلې، د ناوړه پایلو خبرداری ورکوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سپتمبر کې د دې تور په لګولو سره چې ګوندې لوېدیځ یې د هېواد لمنځه وړل غواړي، ټینګار وکړ چې دی به د خپلې خاورې خوندیتوب لپاره "هره ممکنه وسیله" وکاروي.
د هغه دا خبره د اټومي وسلو د کارېدو پټ او پوښلی ګواښ وبلل شو.
واشنګټن هم ویلي چې دا ګواښ جدي ګني.
انقر کې د امریکا د مرکزي ستخباراتو ادارې (سي ای اې) او د روسیې د بهرنیو استخباراتي خدماتو (اېس وي ار) د مشرانو دا لیدنه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند هم تایید کړې ده.
ښاغلی اردوغان د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د یوه مهم منځګړي په توګه رامخ ته شوی دی.
د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي ښاغلی برونز "هېڅ ډول مذاکرات نه کوي" او دا چې واشنګټن خپلو بنسټیزو اصولو ته [د اوکرایین له حضور پرته د دغه هېواد په اړه خبرې نه کوي] ژمن پاتې کېږي.
اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه چارواکي روسیې لخوا په ناعادلانه توګه بند کې د ساتل شویو امریکایانو په اړه غږېږي.
روسیې اګست کې امریکایۍ باسکټبالره 'بریتني ګرینز' د بنګو د تېلو درلودو او قاچاق په تور پر ۹ کاله بند محکومه کړه.
روسیه کې که څه هم د چرسو کارول غیر قانوني دي خو دغه تور شوی چې د اغلې ګرینز قضیه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
د امریکا د سمندري ځواک یو پخوانی غړی پاول وېلان هم د جاسوسۍ په تور روسیه کې بندي دی.
د جو بایډن ادارې جولای کې د دوی خلاصون لپاره مسکو ته د بندیانو د تبادلې وړاندیز وکړ.
سپینې ماڼۍ ویلي د دوی او نورو نیول شویو امریکایانو خوشې کېدو لپاره پیاوړې هڅې کوي.
د استخباراتي مشرانو یوه مهمه دنده دا وي چې پټ تماسونه او مرستندویه اړېکې جاري وساتي او د ښاغلي برونز په اړه ویل کېږي چې له روسیې سره یې په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.
هغه ته پر اوکرایین له یرغل څو میاشتې وړاندې دا دنده پر مخ وړه چې د دغه برید د احتمالي پایلو خبرداری ولېږدوي.
تر اوسه انقره کې د دې لیدنې دقیق او بشپړ جزئیات نشته.
د سي ای اې یوه ویاند ویلي دوی بهر کې د خپل مشر په ښکېلتیا تبصرې نه کوي.
دا لیدنه له زماني پلوه هم په ډېر مهم وخت کې شوې، ځکه روسیې د اوکرایین جګړه کې خېرسون ښار له لاسه ورکړی او لا مالومه نه ده چې دغه شاتګ ته به څرنګه غبرګون وښيي.
ښاغلی ناریشکین که څه هم په کور دننه د ویلیام برونز په څېر مهم او پیاوړی نقش نه لري، خو امریکايي مشران به بیا هم هیله من وي چې دا مخامخ کاته به د دوی د استخباراتو له مشر سره د مسکو پر فکر او راتلونکو احتمالي ګامونو پوهېدو کې مرسته وکړي.