تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې اوکرایین ته د تاوان ورکولو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه په تونده لهجه رد کړې
روسیې په تونده لهجه د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه رد کړې، چې په اوکرایین کې د جګړې له کبله اوښتی تاوان پرې کړي.
د روسیې دا غبرګون له هغه وروسته مخې ته راځي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو قرارداد تصویب کړ، چې پکې ویل شوي، روسیه باید د تاوان ورکولو په ګډون له عواقبو سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ قرارداد سمبولیک حیثیت لري، خو اجرايي قوه نه لري. بل لور د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د لوېدیځوالو هغو هڅو مخه به ونیسي چې د دوی شتمنۍ د تاوان په توګه د ورکولو لپاره کنګل کوي.
د کریمیلین ویاند دیمتري پیسکوف پر لوېدیځوالو تور پورې کړی، چې هڅه کوي ''غلا رسمي کړي، د شخصي شتمنیو او دغه راز له شخصي اصولو سرغړونه وکړي. ''
د ملګرو ملتونو په قرارداد کې ویل شوي دي: ''روسیه باید د هغو ټولو ناسمو کړنو له عواقبو سره مخامخ شي، چې په نړیواله کچه یې ترسره کړې دي، چې ''د داسې کړنو له کبله د ټپیانو تاوان، د ورانکارۍ تاوان هم پکې شامل دي. ''
په قرارداد کې دغه راز ویل شوي، د اوکرایین په ګډون ټول غړي هېوادونه باید یو نړیوال راجستر چمتو کړي چې د روسیې پر ضد ثبوتونه او ادعاوې پکې ثبت شي.
د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلېنسکي د دې قرارداد هرکلی کړی او په وینا یې د روسيې لخوا د تاوان ورکړه اوس ''د نړیوال قانوني واقعیت برخه ده. ''
پر دې قرارداد له رایې اچوونې مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د اوکرایین استازي سرګی کېسلیتسیا وویل عمومي اسمبلۍ ته وویل، روسي پوځیانو له کارخانو نیولې تر مېشت ځایونو او او روغتونونو پورې هر څه په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه اوس وخت راغلی چې روسیه باید حساب ورکړي.
د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د ۹۴ هېوادونو استازو دې قرارداد ته مثبته رایه او د روسیې، چين او ایران په ګډون ۱۴ هېوادونو استازو دې قرارداد ته منفي رایه ورکړه.
په تېر کې هم داسې بېلګې شته، چې ځینو هېوادونو ته له جګړې وروسته د تاوان ورکولو امر شوی دی.
دې لړ کې تر ټولو مشهوره بېلګه د جرمني ده، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ورته ویل شوي وو، ائیتلافي ځواکونو ته باید ۲۶۹ میلیارده مارک ورکړي چې د اوس وخت له حسابه د ۳۰۰ میلیاردو امریکايي ډالرو برابر کېږي.
د دې لوی تاوان ورکولو هدف دا و، چې جرمني تر ډېرو کلونو پورې و نه توانېږي، بله جګړه وکړي. خو دې چارې برعکس پایله درلوده او د ګڼ شمېر مورخینو په اند د درانه تاوان ورکول او په جګړه کې د جرمني ''ګرم '' بلل د دې لامل شول چې دویمه نړیواله جګړه پیل شي.
له هغې جګړې وروسته هم جرمني او متحدینو ته یې د تاوان ورکړې ویل شوي وو، خو په جګړه کې د جرمني ملامتولو پر ځای ډېر ټینګار په اروپا کې د رامنځته شوي وراني، ویجاړي پر بیا رغاونه وو.