هند ټولټاکنې؛ د بنګلورو ښار رایه ورکوونکو اوسېدونکو ته وړیا خواړه او شراب ورکول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, میریل سباسټین
- دنده, کوچي
- د خپرېدو وخت
د هند په سویلي بنګلورو ښار کې ګڼ شمېر شرکتونو د هغو کسانو لپاره له بې بیې خوړو نیولې تر ویړیا ټیکسي سپرلیو پورې د مراعاتو اعلان کړی، چې په روانو ټولټاکنو کې رایې ورکوي.
د کرناټکا ایالت بنګلورو ښار اوسېدونکي معمولاً په کم شمېر د رایې ورکولو له کبله مشهور دي او په خبرونو کې له همدې کبله یادېږي. اوس، له همدې کبله د ټیکسیانو او هوټلونو په ګډون ځینو شرکتونو رایې ورکولو ته د خلکو هڅولو لپاره تازه نوښت اعلان کړی دی.
په دې کې بې بیې شراب، د ټيکسي سپرلي او ان روغتیايي معاینات هم شامل دي.
د خوړو ځینو هټیو او رستورانونو بیا ویلي، دوی به د بې بیې خوړو له ورکولو مخکې د مشتریانو ګوتې ګوري، چې د رایې له ورکولو وروسته په یو ډول ځانګړي رنګ ککړې دي او که نه.
د یادونې ده، چې د دې ښار اوسېدونکي به د جمعې پر ورځ د هند ټولټاکنو له ۷ پړاونو په دویم پړاو کې رایې ورکړي.
بل لور د پنجشنبې پر ورځ د ایالت عالي محکمې د هوټلونو ټولنې ته په دې شرط د بې بیې یا ویړیا خوړو ورکولو اجازه ورکړه، چې دغه کړنه یې د ټاکنو له قوانینو سره په ټکر کې نه وي.
د هوټلونو ټولنې مشر پي سي راو ځايي ورځپاڼې بنګلور میرر ته په دې هکله وویل: ''بېلابېل هوټلونه به د مشتریانو له خپلې غوښتنې سره سم دوی ته بېلابېل خواړه وړاندې کړي.''
د یادونې ده، چې د هند ۲۰۱۹ کال په ټولټاکنو کې د بنګلور سویل انتخاباتي حوزه په کرناټکا ایالت کې داسې سیمه وه، چې تر ټولو لږ اوسېدونکو یې رایې ورکړې او شمېر یې ۵۳.۷سلنې ته رسېد.
د ښار په مرکزي برخه کې هم دا شمېر څه باندې ۵۴ سلنې ته رسېدلی و، چې د ټول ایالت د ۶۸ سلنه رایې ورکونکو پرتله کم شمېر و. سږ کال بیا بېلابېلو شرکتونو تېره اونۍ د مراعاتو اعلان وکړ، خو د عالي محکمې له پروني امر وروسته یې عملاً کار پیل کړ.





















