هغو کسانو وینې توکلې، چې د خولې خوند بدلون توکو پر ځای 'وچ کنګل' ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
هند کې پولیسو د هغه رستورانټ اداري مدیر نیولی، چې ادعا کېږي له ډوډۍ وروسته پکې یو شمېر کسانو ته د خولې خوند ښه کولو توکو پر ځای 'وچ کنګل' ورکړل شوی.
پنځه کسانو له هغه وروسته خوا وګرځوله، له خولې یې وینې لاړې چې د دودیزو خوږو او تریخو خوراکي توکو ګډولې پر ځای وچ کنګل ورکړل شوي.
پولیس وايي، دې کسانو ته جامد کاربن ډایاکسایډ ورکړل شوي، چې د وچ کنګل په نامه هم یادېږي او معمولاً د یخچالونو یا ائرکنډیشنونو یخوالي لپاره کارول کېږي. له دې پېښې وروسته د رستورانټ ټول مشتریان په روغتون کې بستري شوي دي.
په ګوروګرام ښار کې چې دا رستورانټ پکې موقعیت لري، پولیسو د دې رستورانت اداري مدیر ''په لوی لاس د زیان رسولو او یا زخمي کولو'' پاو مشتریانو ته د زهرو ورکولو په تور نیولی دی.
د خوړو چمتو کوونکې ادارې په هکله هم پوښتنې، ګروېږنې پیل شوې دي، چې ویل کېږی څښتن یې تښتېدلی دی. پولیس وايي، د لویې ناواډا سیمې یو اوسېدونکی انکیت کومار له خپلې مېرمن او دوستانو سره د شنبې پر ورځ دې رستورانټ ته د خوړو لپاره ورغلی و.
پولیسو بي بي سي ته په یوه اعلامیه کې ویلي، له ډوډۍ وروسته یوه ګارسون دوی ته د خولې خوند ښه کولو لپاره یو څه ورکړي، چې له خوړولو وروسته یې، دې کسانو خواګرځولې، خولې یې سوځېدې او وروسته یې له خولو وینې راغلې.
پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ويډیو کې لیدل کېږي، چې دا کسان چیغې وهي، د خولې سوي کمولو لپاره د کنګل ټوټې خورې او اوبه څښي. په رسمي شکایت کې بیا دې کسانو د رستورانټ عملې په هکله هم ویلي، چې له دوی سره یې له مرستې کولو ډډه کوله.
وروسته یوه ډاکتر د خولې خوند بدلون هغو موادو ډبی معاینه کړ، چې دې کسانو ته ورکړل شوی و او د پولیسو په وینا یې تائید یې کړه، چې دې کسانو ته وچ کنګل ورکړل شوی دی.
پولیس وايي، دغه مواد یې د عدلي طب معایناتو لپاره هم استولي او په دې هکله یې پلټنې پیل کړې دي.





















