هغه کسان چې له مړینې وروسته یې هم لسګونه میلیونه ډالر ګټلي

ګابریل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوان ګبریل
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د نړۍ له لروبر د شتمنو کسانو اړوند د مالوماتو خپرونکې مجلې 'فوربز' روانه اوونۍ د داسې ۱۳ مشهورو شخصیتونو نوملړ خپور کړ چې له مړینې وروسته هم هر کال میلیونونه ډالر ګټي.

په دغو کسانو کې لوبغاړي، هنروال او د تفریح نړۍ اړوندې څېرې شاملې دي.

دوی که څه هم اوس نړۍ کې نشته، خو د هر یوه عاید پر لس میلیون ډالرو اوښتی او ځینو تر نیم میلیارد ډالرو رسېږي.

فوربز له ۲۰۰۱ کال راهیسې د مړو مشهورو شخصیتونو د عاید او ګټې وټې په اړه د مالوماتو خپرول پیل کړي دي.

د دې مجلې په وینا روان کال د دغو اشخاصو عاید د تېر ۲۰۲۱ کال پرتله ۷۲ سلنه لوړ شوی چې دا پخپله یو ریکارډ دی.

جی ار ار ټولکین - لیکوال

ټولکین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جی ار ار ټولکین - د مړینې کال (۱۹۷۳)

سږ کال د دغه نوملړ سر کې د مشهور لیکوال 'جی ار ار ټولکین' نوم راغلی چې د 'لارډ اوف دې رنګز' او 'دې هوبټ' په نومونو د مشهورو کیسو لیکوال دی.

د اکسفورډ پوهنتون دغه استاد نږدې نیمه پېړۍ وړاندې (۱۹۷۳ کال کې) مړ شوی، خو د هغو د افسانوي نړۍ اړوندو کیسو د فلمونو، ویډیو ګېمونو او نورو تولیداتو له کاپي رایټس یا د کاپي حقوقو د عایداتو لړۍ لا روانه ده.

کوبي براینټ - باسکټبالر

براینټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، براینټ ۲۰۲۰ کال کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ووژل شو

له ښاغلي ټولکین وروسته د باسکټبال مشهور لوبغاړی کوبي براینټ په دویم نمبر دی.

د سپورتي څښاکتوکو 'باډي ارمر' کمپنۍ کې د هغه ونډه کوکا کولا پېرلې او له دې اړخه یې میراث کې ۴۰۰ میلیونه ډالر اضافه شوي دي.‌ براینټ‌ د ۲۰۲۰ کال جنورۍ د کلیفورنیا سانټامونیکا ښار کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ووژل شو.

ډېوېډ بووي - سندرغاړی

بووي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بووي په ۲۰۱۶ کال کې ومړ

دریېم ځای سندرغاړي 'ډېوېډ بووي' خپل کړی چې ۲۵۰ میلیونه ډالر یې ګټلي.

اېلوس پرېسلي - سندرغاړی

پرسلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سندرغاړی اېلوس پرېسلي ۱۹۷۷ کال کې مړ شوی - هغه ۱۱۰ میلیون ډالر ګټلي

جېمز براون - سندرغاړی

براوون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، براون په ۲۰۰۶ کال کې مړ شوی - خو تر مړینې وروسته یې ۱۰۰ میلیون ډالر ګټلي

مایکل جکسن - سندرغاړی

مایکل جکسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایکل جکسن له مړینې راوروسته ۷۵ میلیون ډالر ګټلي

لونارډ کوهن - سندرغاړی

کوهن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوهن په ۲۰۱۶ کال کې مړ شوی او له مرګ وروسته یې ۵۵ میلیون امریکايي ډالر یې ګټلي

ډاکتر سېوس - لیکوال

ډاکتر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه په ۱۹۹۱ کال مړ شوی خو ۳۲ میلیونه ډالر یې ګټلي دي

جېف بورکارو - سندرغاړی

جېف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه د ټوټو بانډ مشر و- په ۱۹۹۲ کال مړ شوی او ۲۵ میلیون ډالر یې ګټلي

چارلس شولز - لیکوال

چارلس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارلس شولز په ۲۰۰۰ کال کې له مړینې راوروسته ۲۴ میلیون ډالر ګټلي

خوان ګبریل - سندرغاړی

ګبریل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوان ګبریل ۲۰۱۶ کال کې له مړینې راوروسته ۲۳ میلیون ډالر عاید لري 

جان لېنن - سندرغاړی

بیټلز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بیټلز بانډ دغه سندرغاړی ۱۹۸۰ کال کې مړ شوی - ۱۶ میلیون ډالر یې ګټلي

جورج هېریسن - موسیقار

موسیقار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بیټلز دغه موسیقي جوړوونکي په ۲۰۰۱ کال له مړینې راوروسته ۱۲ میلیون ډالر ګټلي