تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کسان چې له مړینې وروسته یې هم لسګونه میلیونه ډالر ګټلي
د نړۍ له لروبر د شتمنو کسانو اړوند د مالوماتو خپرونکې مجلې 'فوربز' روانه اوونۍ د داسې ۱۳ مشهورو شخصیتونو نوملړ خپور کړ چې له مړینې وروسته هم هر کال میلیونونه ډالر ګټي.
په دغو کسانو کې لوبغاړي، هنروال او د تفریح نړۍ اړوندې څېرې شاملې دي.
دوی که څه هم اوس نړۍ کې نشته، خو د هر یوه عاید پر لس میلیون ډالرو اوښتی او ځینو تر نیم میلیارد ډالرو رسېږي.
فوربز له ۲۰۰۱ کال راهیسې د مړو مشهورو شخصیتونو د عاید او ګټې وټې په اړه د مالوماتو خپرول پیل کړي دي.
د دې مجلې په وینا روان کال د دغو اشخاصو عاید د تېر ۲۰۲۱ کال پرتله ۷۲ سلنه لوړ شوی چې دا پخپله یو ریکارډ دی.
جی ار ار ټولکین - لیکوال
سږ کال د دغه نوملړ سر کې د مشهور لیکوال 'جی ار ار ټولکین' نوم راغلی چې د 'لارډ اوف دې رنګز' او 'دې هوبټ' په نومونو د مشهورو کیسو لیکوال دی.
د اکسفورډ پوهنتون دغه استاد نږدې نیمه پېړۍ وړاندې (۱۹۷۳ کال کې) مړ شوی، خو د هغو د افسانوي نړۍ اړوندو کیسو د فلمونو، ویډیو ګېمونو او نورو تولیداتو له کاپي رایټس یا د کاپي حقوقو د عایداتو لړۍ لا روانه ده.
کوبي براینټ - باسکټبالر
له ښاغلي ټولکین وروسته د باسکټبال مشهور لوبغاړی کوبي براینټ په دویم نمبر دی.
د سپورتي څښاکتوکو 'باډي ارمر' کمپنۍ کې د هغه ونډه کوکا کولا پېرلې او له دې اړخه یې میراث کې ۴۰۰ میلیونه ډالر اضافه شوي دي. براینټ د ۲۰۲۰ کال جنورۍ د کلیفورنیا سانټامونیکا ښار کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ووژل شو.
ډېوېډ بووي - سندرغاړی
دریېم ځای سندرغاړي 'ډېوېډ بووي' خپل کړی چې ۲۵۰ میلیونه ډالر یې ګټلي.