د نرېندرا مودي‌ مور د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه

هند

د عکس سرچینه، ANI

د عکس تشریح، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له خپلې مور هیرابېن مودي سره
د خپرېدو وخت

د هند لومړي‌وزیر نرېندرا مودي مور 'هیرابېن مودي' د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوې ده.

ښاغلي مودي د جمعې سهار پر خپل ټویټر ولیکل چې "یوه پرتمینه پېړۍ پای ته ورسېده."

د اغلې هیرابېن وروستي مراسم د هند لوېدیځ ګجرات ایالت کې چې د دوی پلرنۍ ځای دی، ترسره شوي.

هغه تېره چارشنبه د روغتیايي‌ وضعیت تر خرابېدو وروسته روغتون کې بستر شوې وه.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به اکثرآ د مهمو مناسبتونو او جشنونو  پر مهال د هغې دعا اخیستلو لپاره ورته.

هغه د جون پر ۱۸مه د خپلې مورې د ۹۹یمې کلیزې پر ورځ په ټویټر لیکلي و چې د ده فکر، شخصیت او پر ځان بارو د هغې د قربانیو پایله ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی مودي په وروستي ځل د ډسمبر پر ۴مه له خپلې مور سره عام محضر کې راڅرګند شوی و.

نوموړی هغه مهال خپل پلرني ایالت ګجرات ته د ایالتي اسمبلۍ ټاکنو کې ګډون لپاره تللی و.

هیرابېن د مودي له کشري ورور او د هغه کورنۍ سره اوسېده.

بېلابېلو هندي سیاستوالو د نوموړې پر مړینه خواشینې ښودلې.

په دې لړ کې دفاع وزیر راج نات سنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه خبر اورېدو سخت خپه کړی.

هغه زیاته کړې چې "د مور مړینه داسې تشه رامنځته کوي‌ چې ډکول یې ناممکن وي."

India

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له خپلې مور هیرابېن مودي‌ سره

د هند مخکیني مرستیال ولسمشر هم د مودي سره خواشینې ښودلې.

هیرابېن د ۱۹۲۳م کال د جون پر ۱۸مه د ګجرات ایالت مېهسانه ولسوالۍ کې زېږېدلې وه.‌

د هند لومړي وزیر لیکلي‌ و چې هغې سخت ژوند تېر کړی او ګڼې ستونزې ګاللې دي.