تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نرېندرا مودي مور د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه
د هند لومړيوزیر نرېندرا مودي مور 'هیرابېن مودي' د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوې ده.
ښاغلي مودي د جمعې سهار پر خپل ټویټر ولیکل چې "یوه پرتمینه پېړۍ پای ته ورسېده."
د اغلې هیرابېن وروستي مراسم د هند لوېدیځ ګجرات ایالت کې چې د دوی پلرنۍ ځای دی، ترسره شوي.
هغه تېره چارشنبه د روغتیايي وضعیت تر خرابېدو وروسته روغتون کې بستر شوې وه.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به اکثرآ د مهمو مناسبتونو او جشنونو پر مهال د هغې دعا اخیستلو لپاره ورته.
هغه د جون پر ۱۸مه د خپلې مورې د ۹۹یمې کلیزې پر ورځ په ټویټر لیکلي و چې د ده فکر، شخصیت او پر ځان بارو د هغې د قربانیو پایله ده.
ښاغلی مودي په وروستي ځل د ډسمبر پر ۴مه له خپلې مور سره عام محضر کې راڅرګند شوی و.
نوموړی هغه مهال خپل پلرني ایالت ګجرات ته د ایالتي اسمبلۍ ټاکنو کې ګډون لپاره تللی و.
هیرابېن د مودي له کشري ورور او د هغه کورنۍ سره اوسېده.
بېلابېلو هندي سیاستوالو د نوموړې پر مړینه خواشینې ښودلې.
په دې لړ کې دفاع وزیر راج نات سنګ پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه خبر اورېدو سخت خپه کړی.
هغه زیاته کړې چې "د مور مړینه داسې تشه رامنځته کوي چې ډکول یې ناممکن وي."
د هند مخکیني مرستیال ولسمشر هم د مودي سره خواشینې ښودلې.
هیرابېن د ۱۹۲۳م کال د جون پر ۱۸مه د ګجرات ایالت مېهسانه ولسوالۍ کې زېږېدلې وه.
د هند لومړي وزیر لیکلي و چې هغې سخت ژوند تېر کړی او ګڼې ستونزې ګاللې دي.