د سارا شریف د وژنې قضیه: پاکستاني پولیس یې له ترونو پوښتنې او پلټنې کوي

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان پولیسو بي بي سي ته منلې، چې د سارا شریف د وژنې په تړاو یې د پلار له دوو وروڼو پوښتنې کړې، خو هغوی یې نیولي نه دي.

د بریتانیا پولیس د لس کلنې سارا شریف د وژنې اړوند څېړنو لپاره د هغې، پلار، مور(د سارا میره) او تره لټوي.

سارا د روانې میاشتې په لسمه د انګلند سسیکس ولایت په وکېنګ ښار کې په خپل کور کې مړه موندل شوې وه، چې پر بدن یې ټپونه هم وو.

د بریتانیا د پولیسو لخوا د نوموړې د جسد له موندلو یوه ورځ مخکې یې کورنۍ پاکستان ته تللې وه، چې اوس یې پاکستاني پولیس په لټه کې دي.

د سارا پلار ۴۱ کلن عرفان شریف، ۲۹ کلنه مېرمن یې بینش بتول (د سارا میره) او ۲۸ کلن ورور یې فیصل ملک پاکستان ته په رسیدو یې د بریتاینا د بیړنیوخدمتونو ۹۹۹ شمېرې سره اړیکه هم نیوله وه.

د پاکستان پولیسو دا څرګنده کړې، د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) تر فشار لاندې دي چې له بریتانیا ورغلي یاد درې کسان ولټوي.

بریتانوي پولیس: د سارا شریف له کورنۍ سره پخوا اړیکه نیول شوې وه

د سسیکس ولایت د سري سیمې پولیس مارک چپمن ویلي، چې پخوا د سارا شریف له کورنۍ سره په تماس کې و.

دا خبره وروسته له هغه مخې ته راغله، چې د سري سیمې محلي شورا له چارواکو سره د سارا د کورنۍ د تماس موضوع راپورته کړه.

مارک چپمن بي بي سي ته وویل: ''د سري پولیسو د سارا له کورنۍ سره یې تر محدودې کچې تماس نیولی وه او دا د پخوا خبره ده.''

پولیس چارواکي په دې لټه کې دي، چې د سارا د ژوند په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي او له همدې کبله له هغو کسانو سره خبرې کوي چې سارا یې پېژندله.

د ماشومانو د ټولنیزې پاملرنې کمپاین کوونکي وايي، د سارا له کورنۍ سره د چارواکو له تماسه، داسې ګمان کېږي، چې سارا باید د دوی تر پاملرنې لاندې وای.

دوی دا شک هم څرګندوي، چې کیدای شي پخوا د سارا د پالنې او ساتنې امر هم صادر شوی وي.

ناپيژاندو

د عکس سرچینه، Getty Images

مسولین وايي، د سارا د مرګ اصلي لامل موندلو لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

پولیس وايي، پر مړي ژور ټپونه دي او داسې ګمان کېږي چې دا ټپونه یې له اوږدې مودې درلودل.

له دې مخکې د انګلنډ سسیکس ولایت کې د سري سیمې پولیسو ویلي وو:

" تر دې دمه د مړي له سپړنې داسې کوم ثبوت په لاس نه دی راغلی چې د مرګ اصلي لامل په ډاګه کړي خو دا معلومه ده چې سارا له اوږدې مودې راهیسې بېلا بېل ټپونه درلودل.موږ د خپلې څېړنې ډول بدل کړی او همدارنګه د څېړنو موده مو هم غځولې ده."

"زه اوس د هغې د بیرته راستنولو لپاره هیڅ نه شم کولی"

د سارا سکې مور د خپلې لور پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي، چې باور یې نه کېږي، لور یې نوره ژوندۍ نه ده.

اولګا شریف (د سارا سکه مور) د سارا له پلار یې طلاق اخیستی وه.

نوموړې وايي: "زما لور یوه ښه انجلۍ وه او ډیره کوچنۍ وه. زه اوس د هغې د بیرته راوستلو لپاره هیڅ نشم کولی نو زه یوازې هغه ښه وختونه یادوم چې ما ورسره تیر کړي دي."

د سارا یوه ګاونډي ویلي: "دې نجلۍ معمولا د خپلو کوچنيو وروڼو او خويندو سره مرسته کوله په ځانګړي ډول له کوچني ماشوم سره یې مرسته کوله."