د سارا شریف د وژنې پلټنه: د لس کلنې ماشومې د پلار لټون دوام لري

نیجر

د عکس سرچینه، HANDOUT

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې پولیس وايي، د هغې لس کلنې نجلۍ د پلار لټون دوام لري، چې د انګلنډ په سري سیمه کې په یوه کور کې مړه موندل شوې.

د سارا شریف مړی د اګست په ۱۰ مه په خپل کور کې وموندل شو، چې د ووکېنګ په سیمه کې موقعیت لري.

پولیسو تایید کړې، چې هڅه کوي له عرفان شریف، د ژوند ملګرې یې او ورور سره یې خبرې وکړي.

د پاکستان پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې له دوی غوښتل شوي د ښاغلي شریف د موندلو هڅه وکړي، خو نوموړی یې نه دی نیولی.

د سارا د مړي له موندلو یوه ورځ مخکې د اګست په نهمه ښاغلی شریف، د هغه د ژوند ملګرې بینش باتول او ورور یې فیصل ملک له بریتانیا وتلي وو او پاکستان ته تللي وو.

د پاکستان پولیسو بي بي سي ته ویلي، د هېواد د پلټنو فدرالي ادارې له دوی غوښتي دي، چې د ښاغلي شریف د موندلو هڅه وکړي، خو لا یې نه دی نیولی.

دوی وايي، د هېواد د بېلا بېلو سیمو پولیس یې په لټه کې دي او له خپلوانو سره یې هم خبرې شوې دي خو تر دې دمه نه دي نیول شوي.

نیجر

د عکس سرچینه، HANDOUT

د بریتانیا پولیسو دا په ډاګه کړې، ۴۱ کلن شریف، بینش باتول ، فیصل ملک او پنځه ماشومان یې چې عمرونه یې د یوه او دیارلسو کلونو ترمنځ دي پاکستان ته له رسیدو وروسته ۹۹۹ شمېرې ته زنګ وهلی وو.

د دې زنګ په ذریعه ووکېنګ سیمې پولیسو وکولی شو، چې د سارا مړی پیدا کړي.

پولیس وايي، پر مړي ژور ټپونه دي او داسې ګمان کېږي چې دا ټپونه یې له اوږدې مودې درلودل.

دوی زیاتوي، کله چې د هغې جسد وموندل شو په کور کې بل څوک نه و.

د انګلنډ سسیکس ولایت کې د سري سیمې پولیس وايي:

" تر دې دمه د مړي له سپړنې داسې کوم ثبوت په لاس نه دی راغلی چې د مرګ اصلي لامل په ډاګه کړي خو دا معلومه ده چې سارا له اوږدې مودې راهیسې بېلا بېل ټپونه درلودل.موږ د خپلې څېړنې ډول بدل کړی او همدارنګه د څېړنو موده مو هم غځولې ده."

د انترپول پولیسو په ګډون د بریتانیا بېلابېلې امنیتي ادارې د دې پېښې د پلټنو لپاره کار کوي او له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي.

خو د انګلستان او پاکستان تر منځ یو بل ته د مجرمینو د تسلیمولو هیڅ کوم رسمي تړون نشته.