'ښايي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بچیانو خرڅولو ته اړ شم'

د ویډیو تشریح، 'ښايي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بچیانو خرڅولو ته اړ شم'
د خپرېدو وخت

په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طابانوله بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ شو، چې تر ډېره حده د نورو هېوادونو او مرستندویه ادارو د ملاتړ بېرته اخیستو لامل وګرځېد.

اوس د افغانستان لباره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نوي همغږې کوونکي خبرداری ورکوي چې د بودیجې دکمښت ښايي ددې هېواد د روغتیايي سیستم د سقوط او پراخې لوږې لامل وګرځي. د ځوانانو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.