افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو لپاره د شري لنکا کېنډي ښار ته رسیدلې، کومه لوبډله پیاوړې ده؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له نړیوال جام نژدې درې میاشتې وروسته سر له راتلونکې جمعې د شري لنکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

کرېکټ بورډ نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي "افغان لوبغاړي د شري لنکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د یاد هېواد کېنډي ښار ته رسېدلي."

دغو درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته غوره شوې افغان لوبغاړي د نړۍ له بېلابېلو ځایونو شري لنکا کې سره یو ځای شوي.

له جنورۍ میاشتې راهیسې یو زیات شمېر افغان لوبغاړي په متحده عربي اماراتو، بنګله دېش او سویلي افریقا کې په سوداګریزو لیګونو کې بوخت وو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، محمد نبي ، عظمت الله عمرزی او ګلبدین نایب له بنلګ دېش لیګ څخه د شري لنکا په لوري

د افغان پنځوس اوریزې لوبډلې کپتاني حشمت الله شهیدي ته ور له غاړې ده او راشد خان لا هم تر درملنې لاندې دی.

دا د متحده عربي امارتو او هند وروسته د افغان لوبډلې دریمه لوبلړۍ ده چې نامتو لوبغاړی راشد خان د ملا درد د درملنې له کبله پکې نه لوبېږي.

د هغه پر ځای لوبډله کې بل ورو توپ اچونکی قیس احمد لوبېږي، دی بیا د نړیوالو سوداګریزو لیګونو ښه تجربه لري.

د افغان او شري لنکایۍ لوبډلې خپل منځي سیالیو ته کتنه

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، کینډي کې د افغان لوبډلې هرکلی
کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، کینډي کې د افغان لوبډلې هرکلی

افغانستان او شري لنکا د تېر کال جون میاشتې راهیسې لږ تر لږه پنځه ځلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سره مخ شوي، د دې له منځه درې یې شري لنکا ګټلې خو په دوه نورو کې افغان لوبډله برلاسي وه.

افغانستان په تېر نړیوال جام کې هم د شري لنکا تر څنګ، پاکستان، انګلنډ او نیدرلنډز مات کړې وو.

افغان لوبډلې له دې مخکې وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه د هند په کوربه توب یو ورځني نړیوال جام کې د نومبر په لسمه د سویلي افریقا خلاف کړې وه او بایللې یې وه.

د افغانستان مقابلې لوبډلې شري لنکا بیا همدا تېره جنورۍ میاشت له زېمبابوې سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لرله او ګټلې یې وه.

د مهالوېش له مخې د افغانستان او شري لنکا د درېیو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ پیلېږي، دویمه یې د فبرورۍ په ۱۱مه او وروستۍ هغه یې د فبرورۍ په ۱۴مه ده.

درې واړه لوبې د شري لنکا په کوربه توب په پېلېکلې لوبغالي کې پلان دي.

د افغانستان او شري لنکا وروستۍ نړیوالې لوبې

کرېکټ

د عکس سرچینه، PCB

درې میاشتې کېږي چې افغانستان پنځوس اوریزه لوبې نه دي کړې، افغان خوا را روانې لوبې هم له پرلپسې ماتو وروسته پلان دي.

افغانستان تېره میاشت په هند کې له هند سره د ښو لوبو وروسته درې شل اوریزې او روانه اونۍ له شري لنکا څخه په شري لنکا کې له یوې ټسټ لوبې بایللو وروسته دا لوبلړۍ پیلوي.

خو دغې لوبډلې په تېر نړیوال جام کې د ښو لوبو له کبله ښه نوم پيدا کړ خو اوس یې بیا په یو ورځنیو لوبو کې امتحان دی.

په ټوله کې افغان لوبډلې په وروستیو پنځو پنځوس اوریزو لوبو کې درې ګټلې او دوه بایللې دي.

شري لنکا بیا پخپلو وروستیو پنځو لوبو کې دوه ګټلې، دوه یې بایللې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوېده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دې ته په کتو دواړو تله یو شان ده خو شري لنکا به له خپلو لوبغالو او کوربه توب هرو مرو ګټه اخلي.

بل خوا افغان لوبغاړي له بېلابېلو لیګونو، نویو تجربو او نړیوال جام کې له ښې کارکردګۍ څخه وروسته دې لوبلړۍ کې سره یو ځای شوي چې د ښو لوبو ډېره تمه ترې کیدای شي.

دواړه لوبډلې له یو ورځنیو سیالیو وروسته درې شل اوریزې لوبې هم لري.