کرېکټ: د افغانستان او شري لنکا د ټېسټ دریمه ورځ؛ یو ورځنیو سیالیو ته هم افغان لوبډله اعلان شوه

د عکس سرچینه، acb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او کوربه شري لنکا تر منځ د یوازینۍ او لومړنۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ نن افغانستان دویمه پاڼۍ پیل کړه او د لومړۍ پاڼۍ پرتله یې ډېره ښه توپ وهنه کړې.
په درېیمه ورځ افغان توپ اچوونکو د شري لنکا ټول لوبغاړي داسې مهال وسوځول، چې د افغانستان په ۱۹۸ منډو یې ۲۴۱ اضافه منډې هم وکړې.
شري لنکا په لومړۍ پاڼۍ کې ټول ټال ۴۳۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان نوید ځدراڼ د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول، نجات مسعود او قیس احمد هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
اوس په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډله د یادو اضافي منډو د پوره کېدو تر څنګ شري لنکا ته د یوه ښه هدف ټاکلو هڅه کوي.
افغانستان نن په دې هدف کې څه برلاسی و، داسې چې د ۱۹۹منډو له جوړولو وروسته یې یوازې یو لوبغاړی سوځېدلی او د شري لنکا د لومړۍ پاڼۍ له منډو یوازې ۴۲ منډو شاته دی.
افغان لوبډلې دواړو د پیل لوبغاړو (اوپنرانو) نور علي ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ دا ځل د لومړۍ پاڼۍ پرتله او د هرې بلې ټسټ لوبې پرتله ښه پيل او اوږده ملګرتیا وکړه.
کرېکټ کې د تره او وراره ښه ملګرتیا

د عکس سرچینه، ACB
د دوی له منځه ابراهیم ځدراڼ دریېمه ټوله ورځ په ډګر ودرېد، لومړۍ سلیزه یې وکړه او سبا (دوشنبه) به بیا خپلې توپ وهنې ته دوام ورکوي.
هغه د درېیمې ورځې تر پایه په یوازې ځان ۱۰۱ منډې وکړې.
له دې سره ابراهیم ځدراڼ د هغو څلورو افغان لوبغاړو له ډلې شو، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یوه نړیواله ټسټ لوبه کې سلیزه کوي.
لومړۍ پاڼۍ کې دی په صفر سوځیدلی و، خو له ښاغلي ځدراڼ تل د ښو منډو جوړولو تمه کېږي او دا مهال د پیل یو نامتو افغان لوبغاړی بلل کېږي.
له دې مخکې د ابراهیم ځدران نور علي ځدراڼ تر منځ د سلو تاریخي منډو ملګرتیا هم نن وشوه.
دوی دواړو نن پیل کې له کوم زیان پرته د افغان لوبډلې په ګټه د ۱۰۶ منډو ملګرتیا وکړه، دا ملګرتیا او سلیره په نړیوال ټسټ کرېکټ کې ډېره د پام وړ نده، خو د افغان لوبډلې لپاره به تر ډېره د یادولو وړ وي.
نور علي ځدراڼ بیا په دویمه پاڼۍ کې ۴۷ ارزښتناکه منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، ACB
دی په لومړۍ پاڼۍ کې په ۳۱ منډو سوځیدلی و او ابراهیم ځدراڼ بیا کومه منډه نه وه کړې.
له دې مخکې په لومړۍ پاڼۍ کې رحمت شاه زرمتی هم سلیزې ته نږدې و خو په ۹۱ منډو وسوځېد.
رحمت شاه د د دریمې ورځې تر ختمېدو په دویمه پاڼۍ کې ۴۶منډې کړې او سبا بیا بیا له ابراهیم ځدراڼ سره لوبې ته دوام ورکوي.
په لومړۍ پاڼۍ کې ټوله افغان لوبډله په ۱۹۸ منډو سوځېدلې وه، چې ډېرې منډې پکې د رحمت شاه وې، نن یې بیا د یوه لوبغاړي په زیان ۱۹۹ منډې وکړې او ابراهیم ځدراڼ پکې مخکښ دی.
د یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره افغان لوبډله

د عکس سرچینه، ACB Media
د افغانستان کرېکټ بورډ یکشنبه د شري لنکا پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ته لوبډله اعلان کړه.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې لخوا دغو سیالیو ته د حشمت الله شهیدي په مشرۍ پنځلس کسیزه لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، ریاض حسن، اکرام علیخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، عظمتالله عمرزی، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمن، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک او قیس احمد غوره شوي دي.
شرف الدین اشرف، شاهدالله کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع به دې له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه مله وي.
ټاکلې د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دغو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي راتلونکې جمعه (د فبرورۍ ۹مه) د کېنډي په پالېکېلي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان محمد سلیم ساپی ټپي او له ټېسټ لوبې وتلی

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسی چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی د ټپ له امله د شری لنکا پر وړاندې روانه ټېسټ لوبه او د راتلونکې یوې میاشتې لپاره هېڅ ډول لوبیز فعالیت نه کوي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې "د شري لنکا پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د توپ اچونې پرمهال د نوموړي د کیڼ ورانه د شا برخې عضله (Hamstring) ځای ځای وشلیده.
کرېکټ بورډ یاد ټپ دویمه درجه بللی او ویلي یې دي چې له دې کبله به " نوموړی د روانې ټېسټ لوبې په شمول د راتلونکو څلورو اونیو لپاره له هر ډول لوبیزو چارو بهر شي. "
کرېکټ بورډ ویلي، محمد سلیم ساپی به ډېر ژر هېواد ته ستون شي چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې مرکز کې یې درملنه وشي.
کرېکټ بورډ لا د هغه ځان ناستی نه دی اعلان کړی.
د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ابراهيم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، رحمت شاه، ناصر جمال، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، قيس احمد، نجات مسعود، محمد سليم او نويد ځدراڼ لوبېدو ته اخېستل شوې دي.
دا د سلیم ساپي لومړۍ ټېسټ لوبه وه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د توپ اچونې پر مهال کوم سیال لوبغاړی نه و سوځولی، د هغه تر څنګ ضياءالرحمن اکبر، نورعلي ځدراڼ او نوید ځدراڼ هم د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبې ته غوره شوي دي.





















