پر چينايي مسافرو د بندیزونو په غچ کې چین پر جاپان او جنوبي کوریا ویزې بندې کړې

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

چین وروسته له هغه د غچ په توګه پر جاپان او جنوبي کوریا لنډمهاله ویزې بندې کړې چې دغو هېوادونو د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره پر چينايي مساپرو یو لړ محدویتونه ولګول.

 بيجنګ ویلي، د جنوبي کوریا لپاره پر ويزو محدودیت به تر هغه وخته وي چې دغه هېواد هلته د ورتلونکو چينایانو پر وړاندې د "تبعیض" دا بندیز پای ته نه وي رسولی.

یوازې جاپان او سویلي کوریا نه بلکې ځينو نورو هېوادونو هم ځکه له چينه ورتلونکو مسافرو باندې محدودیتونه لګولي چې د کورونا مثبتې پېښې پکې  په ډېرېدو دي.

تېره اوونۍ جنوبي کوریا له چينه ورتلونکو مسافرو ته د سیاحتي ويزې ورکړه ودروله. دې د چينايي چارواکو غصه وپاروله او یو "نه منونکی" او "غير علمي" کار یې وباله.

که څه هم جاپان هغه مساپر ورپرېږدي چې طبي ازموینه کې يې ثابته وي چې کورونا یا کوېډ-۱۹ نه لري او دا سند له ځانه سره ولري.

امریکا او بریتانیا هم ورته محدودیت وضع کړی خو جاپان له  چينه د دغه هېواد ځينو ښارونو ته ورتلونکو الوتنو باندې محدودیت لګولی دی.

په سول او ټوکيو دواړو کې د چين سفارتونو منلې چې دغو هېوادونو ته ورتلونکو چينايي وګړو باندې محدودیتونه وضع شوي.

د چين ځينو سیمو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر خورا لوړ شوی

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د سویلي کوریا د بهرنيو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، دوی له "علمي شواهدو" ترلاسه کولو وروسته  د چينايي وګړو لپاره د ویزې او مسافرت تګلاره بدله کړې ده.

د سویلي کوریا د ناروغیو کنټرول ادارې ویلي، له چينه په ټولو ورغلو مسافرو کې يې درېيمه برخه کسان پر کورونا اخته وو. له همدې کبله اړ شول چې دا محدودیت ولګوي.دا په داسې حال کې ده چې چين په دغه هېواد کې د کورونا پېښو صفر ته رسولو په موخه پر خپلو وګړو اوږده موده بېلا بېل محدودیتونه لګولي وو او د تېر کال دسمبر میاشتې له کمسارو لاریونونو وروسته یې زیاتره بندیزونه له منځه یوړل.

اوس د دغه هېواد په ځينو ایالتونو کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر خورا لوړ شوی دی.

د چین د هنان ایالت چارواکي وايي، هلته نږدې ۹۰ سلنه اوسېدونکي پر کورونا اخته شوي دي.

هنان په دغه هېواد کې درېیم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی.

د هنان والي، کن کوانچېن په یوه خبري کنفرانس کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۸ اعشاریه پنځه مېلیون ښودلی دی او داسې اندېښنې شته چې دا شمېرې نورې هم لوړې شي.