چین کې د کورونا بندیزونو خلک د خوراکي او اړینو توکو کمښت سره مخ کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
چین کې د کورنا تر بندیزونو لاندې سیمو کې خلک د خوراکي او نورو اړینو توکو له کموالي شکایت کوي.
د رپوټونو له مخې، لږ تر لږه ۳۰ سیمو کې لسګونه میلیونه خلک یا په بشپړ ډول کورونو کې ایسار شوي او یا پرې یوه اندازه بندیز لګېدلی دی.
د شینجیانګ لویديځ کې یو اوسیدونکی وايي:" پنځه ورځې کېږي چې کور کې مو وړه، وريجې او هګۍ نه لرو، له څو ورځې راهیسې مو د ماشومانو شیدي هم ختمې شوې دي."
چارواکې هڅه کوي د اکتوبر میاشت کې د کمونست ګوند له کانګرس مخکې د ځايي خلکو دغه ستونزې حل کړي.
چین کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه روانه ده او د صفر سیاست پالیسي عملي کوي، خو لا هم هره ورځ د کورنا په لسګونه مثبتې پېښې پکې ثبتېږي.
د چین دغې پالیسۍ د حکومت پروړاندې د عامو خلکو مخالفتونه هم زیات کړي او د اقتصادي ودې پر مخنیوي تورن شوی دی.
شینجیانګ کې د قزاقستان پولې ته نږدې د ایلي قزاقستان صوبه کې څو اوونیو سختو بندیزونو خلک پر خواله رسنیو مرستې غوښتلو ته اړ کړل.
پر خواله رسینو د یو ایغوري سړي ویډيو خپره شوې چې یاد کس پکې د خپل وږیو اولادونو حال بیانوي او وايي، درېیو اولادونو یې له درېیو ورځې راهیسې ډوډۍ نه ده خوړلې او وږي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایلي په پلازمېنه بینینګ ښار کې د خوړو، درملو او روغتیا برخه کې انلاین بڼه له ۳۰۰ زیاتو کسانو بېړنۍ مرستې غوښتي.
یوه بل اوسیدونکي بي بي سي ته ویلي:" د سودا پیسې خلاصې شوي، مېرمن مې میندواره ده او دوه ماشومان لرم، ګاز هم په ختمېدو دي او اړتیا ده چې مېرمن مې ډاکټر ته معاینې لپاره بوځم."
دغه سیمه کې د هان، قزاق او اویغور خلک اوسېږي.
د روانې میاشتې پيل کې ملګرو ملتونو له لوري خپور شوي رپوټ کې چین سینګیانګ کې د اویغور او نورو مسلمانو لږکیو پر وړاندې د "بشري حقونو پر جدي سرغړونې" تورن کړ.
د بشري حقونو ډلې وايي، تر یو میلیون ډېر اویغوریان د دوی د خوښې خلاف نیول شوي دي خو یجینګ دا تورونه ردوي.
د بریتانوۍ خبرپاڼې ګارډین رپوټ ورکړی چې ودانیو کې لېټونه د دې لپاره بند کړل شوي چې بهر ته د خلکو د وتلو مخه ونیول شي.
لږ تر لږه ۲۱ میلیونه خلک ښار ته له وتلو راګرځول شوي، یوازې هغو کسانو ته بهر د وتلو اجاره ورکول کېږي چې د کورونا ټېسټ یې منفې وي او سند ځان سره ولري.
چین د نړۍ لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی هڅه کوي په دغو بندیزونو سره کورونا وبا په بشپړ ډول ختمه کړي.



















