بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځي مرګونی برید؛ ۷ کسان پکې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ختېځ بیت المقدس کې د یهودانو پر یوه عبادتځي (کنیسه) وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د جمعې ماښام دا برید تېرو څو کلونو کې پر اسراییلو د خپلې بڼې تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی.
پولیسو د ختیځ بیت المقدس د 'نېوې یاکوف' سیمې دې پېښه کې ښکېل کس "ترهګر" بللی دی.
ځايي رسنۍ وايي بریدګر د ختیځ بیت المقدس یو فلسطینی وګړی دی.
د اسراییلي پولیسو مشر 'کوبي شابتی' د پېښې ځای کې د خبرو پر مهال ویلي چې دا "تر ټولو بد برید" و چې دوی ورسره دې وروستیو کلونو کې مخامخېږي.
رپوټونه وايي وسله وال سړي داسې مهال ډزې کړې چې یهودي عبادت کوونکي د دې یهود مېشتې سیمې کنیسه کې له عبادته راوتلي وو.
دا برید جرمني کې د نازي رژیم لخوا د شپږ میلیونه یهودانو د وژل کېدو یا هلوکاسټ د یاد پر ورځ شوی.
پولیسو ویلي بریدګر هم وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
امنیتي کسان اوس د یوه سپین رنګه موټر په اړه څېړنې کوي چې ویل کېږي بریدګر پکې تر دې سیمې ځان رسولی دی.
دا برید د لوېدیزې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو له مرګونو عملیاتو یوه ورځ وروسته شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې ورځې عملیاتو کې د وسله والو په ګډون نهه فلسطینیان وژل شوي وو.
فلسطینې وسله والو تر هغې وروسته له غزې تراړې پر اسراییل د توغندیو بریدونه کړي او اسراییلي ځواکونو یې پر هوايي بریدونو ځواب ووایه.
د فلسطین وسله والو ډلو که څه هم د یهودانو پر عبادتځي د جمعې ورځې برید ستایلی خو دا یې نه دي ویلي چې بریدګر دې د دوی غړی وي.
لویدیزه غاړه او غزې تراړه کې پر دې پېښه خوښي ښودل شوې او فلسطینیانو یې خوشالۍ کې خواږه وېشلي دي.
خو د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جېمز کلېوېرلي پر خپل ټویټر لیکلي "د هلوکاسټ د یاد پر ورځ او د شبات پر مهال کنیسه کې پر عبادت کوونکو دغه برید وېرونکی دی. موږ له خپلو اسراییلي ملګرو سره ولاړ یو."
د امریکا متحدو ایالتونو هم دا برید غندلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي انتونیو ګوتېرېش "اسراییلو او د فلسطین اشغال شوې خاوره کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه کلک اندېښمن دی."
هغه زیاته کړې چې دواړو خواوې باید له زیات زغم کار واخلي.
اسراییلو ختېځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ جګړې پر مهال لاندې کړی اوس دا ټول ښار خپله پلازمېنه ګڼي.
خو د نړیوالې ټولنې ستره برخه د دغه ښار اشغال شوې برخه د اسراییلي خاورې په توګه په رسمیت نه پېژني.
فلسطینیان بیا وايي ختیځ بیت المقدس به د دوی د نوي رامنځته کېدونکي خپلواک هېواد پلازمېنه وي.






















